دینې لیکنې

امیرالمؤمنین ته نصیحت!

هشام بن عبدالملک چې کله اميرالمؤمنين وو نو بيت الحرم ته راغی وايي ماته د نصيحت لپاره يو صحابي راولی

سید اکبر اغا
هشام بن عبدالملک چې کله اميرالمؤمنين وو نو بيت الحرم ته راغی وايي ماته د نصيحت لپاره يو صحابي راولی خو هغوي ورته وويل صحابه پنا سوي دي.
بيا يې وويل تابعي راته راولی نو(طاووس ابن کيسان) يې ورته راوست نوچې هر کله طاووس راغی دده د غالۍ سره يې بوټان وکښل او ساده سلام يې پرې واچوئ. خو اميرالمؤمنين يې ياد نکړ.
پرته له اجازې ورته مخامخ کېناستی او دا يې ورته وويل کيف هشام مګر په اسم کنيه يې نه وويل چې ابوفلان.
هشام سخت په غوصه شو او د طاووس د قتل قصد يې وکړ، خو خپلو خلګو ورته وويل چې دا بيت الحرم دی دا کار ونکړې.
نو هشام طاووس ته وويل: ولې دې بوټان د غالۍ سره وکښل؟
ولې دې اميرالمؤمنين نه راته وويل؟
ولې پرته له اجازې کېناستلې او په اسم کنيه دې ولې نه راته وويل چې ابو فلان؟
طاووس ورته وويل موږ د الله د کور په دروازه کې پنځه وخته بوټان کاږو خو الله نه راته په غوصه کيږي.
سلام سره مې اميرالمؤمنين نه درته وويل ځکه چې ټول خلګ ستا په امارت ندي راضي نو وېرېدم چې
کاذب نشم.
اوپه اسم کنيه مې ځکه نه درته وويل چې الله تعالی په قران کې خپل انبياؤو ته په يايحی ياعيسی ياداؤد ويلي اوخپل دوښمن ته يې په اسم کنيه ويلي دي(تبت يدا أبي لهب)
ستا په مخامخ ځکه بې اجازې کېناستلم،ما د حضرت علي کرم الله وجهه څخه اورېدلي دي، هغه وايي که تاسي اهل النار کتل غواړی نو هغه څوک دی چې دئ ناست وي او شاوخوا خلګ ورته ولاړ وي.
نو هشام طاووس ته وويل ماته نصيحت وکړه.
طاووس ورته وويل ما د اميرالمؤمنين څخه اورېدلي دي چې په جهنم کې دومره ماران او لړمان دي لکه اسان نو چې هر امير غير عادل وي هغه چيچي.
‏دا د علماوو د جرأت او د علم په واقعيت ښودلو او د عالم اصلي ښائسته څهره د حق خلګو ته رسولو په بناء مضمون
دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *