ادبشعرونه

اعتراف

نه مې د چا مال خوړلې نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه یا ګم شو کله ویلي دي

نوره ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نیسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وایمه
نه یمه منکر په مظلومانو میې ژړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي

زه یې په لیدلو او ویلو ګناه ګار شومه
نور یې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي

نه یمه خاین په خیانت د خلکو پوه یمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهیدلي دي

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټیټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شوه سم کله چلیدلي دي

هیڅ امید ترې مکړه که څوک ځان د تا غلام بولي
مــا غلامــانه ذهنیتونه پیژندلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل ریاست ته رسیدلي دي

گل پاچا الفت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close