دینې لیکنې

امام بخاري رحمه الله څوک و؟

په اوس وخت کې ځینې جاهلان پیدا شوي چې د خپل غلط هدف او مقصد لپاره د حدیثو په دغه ستر امام پسې خبري کوي او په دغه عظیم شخص نیوکې کوي،نو لازمه مې وګڼله چې دا عظیم شخص در وپېژنم.
د امير المؤمنين في الحديث، حجة المجتهدين اوشيخ الاسلام امام بخاري (رحمه الله ) اصلي نوم محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيره بن بردزبه الجعفی البخاري دی، کنيه يې ابوعبدالله ،د صحيح البخاري ليکوال اوپه تاريخ او تفسير کې هم ښه نوم لري. هغه ۱۹۴ هـ ق کال د شوال المکرم په ۱۳ مه بخارا کې،چې د اوسني ازبيکستان یو مشهور ښار دی زږېدلې دی.
پلار يې ډېر متقي عالم و د احمد بن حفص (رح) په وينا د امام بخاري پلار اسماعیل چې ډېره شتمني يې په میراث پریښودله ، د مرګ په وخت کې راته وويل چي : « زما د معلوماتو په اساس زما په مال كې يو شکمن درهم هم نشته » ښايي همدا د حلالې نفقې برکت اولامل وي چې الله ﷻ يې له زوی (امام بخاري رحمه الله ) څخه د دین دومره لوی کار واخیست .
د امام بخاري حافظه:
امام بخاري رحمة الله عليه زیات ځيرک او د غیرمعمولي قوي حافظې څښتن و ، ويل کېږي چې په وړکتوب کې يې اويا زره حديثونه يو په بل پسې ياد وو او يو کتاب چې به يې يو ځل تر نظر تېر کړ نو ټول به يې ياد شو بيا يې د هغه کتاب کتلو ته اړتيا نه درلوده .
محمد بن حمدويه وايې ماله امام بخاري واورېدل هغه ويل : زما يو لک صحيح حديثونه ياد دي او دوه لکه مې غير صحيح حديثونه ياد دي او د صحيح البخاري حديثونه ما تقريباً د شپږو لکو حديثونو را ايستلي دي .
احمد بن عدي وایي : ما له ډېرو شيخانو اورېدلي،چې هغوی حکايت کاوه هغه مهال چې بخاري بغداد ته راغى نو څو تنو محدثينو وغوښتل چې بخاري رحمة الله عليه وازمایي،نو د سلو حديثونو متنونه او سندونه يې سره واړول د يوه حديث متن يې د بل حديث سند ته واړوئ او بيا يې يوه يوه نفر ته لس لس حديثونه ورکړل ترڅو بخاري ته يې واوروي ، د بغداد خلک او د دې ترڅنګ د خراسان او نورو ملکونو مسافر را ټول شول ، هماغه مهال چې د خلکو مجمع جوړه شوه، يو تن ولاړ شو د خپلو لسو حديثونو يې د يوه يوه حديث سند او متن بيانوه امام بخاري چې به د هر حديث سند او متن واورېد نو ورته و به يې ويل : په دې حديث علم نه لرم ،
کومو کسانو چې د بخاري د امتحان له امله د دې حديثونو متنونه او سندونه اړولي و،هغو يوه او بل ته کتل چې سړى خورا ډېر ځيرک او پوه دی ، خو کوم کسان چې ناخابره وو هغو ته بخاري رحمة الله عليه کمزورى ښکارېده .
دې لسو کسانو چې هر يوه په نوبت لس لس حديثونه بخاري ته واورول او بخاري د هر حديث په جواب کې ورته ويل : چې علم نه په لرم د دوئ له فراغت وروسته بخاري هر نفر ته د هغه د هر حديث متن او سند بيان کړ ، چې تا د اول حديث متن داسې او سند داسې بيان کړ، خو د دې حديث متن او سند اصلاً داسې دی. دوی چې دا سل حديثونه په څه ډول ورته بيان کړي وو امام بخاري په هغه ترتیب بېرته ورته بيان کړل او د هریوه غلطي یې هم ورته په ګوته کوله ، چې د دې حديث متن او سند يې داسې دی، نو ټولو خلکو د امام بخاري پر ځيرکتيا ، قوي حافظې او علميت اعتراف وکړ او ويې ویل دا د الله فضل دی چې چا ته وغواړي هغه ته يې ورکوي .
امام بخاري د علم په طلب پسې بلخ، مصر، بغداد، کوفې، حجاز او….. ته سفرونه وکړل او د مختلفو استادانو څخه یې د احادیثو او نورو علومو شتمني تر لاسه کړه، حافظ ابن حجر په فتح الباري کې د امام بخاري د استادانو شمېر ۱۰۸۰ ښوولی دی.
دامام بخاري رحمه الله شاګردان:
لــــــه امــام بخاري رحمه الله ګڼ شمېرعلماوو او فقهاوو زده کړه کړي اوګڼ شمېرمحدثينو احاديث روايت کړي .
د امام بخاري د يــو مشهورشــاګرد الفربري رحمه الله یوقول دفتح الباری په مقدمه (مخ ۴۹۱) کـــې حافظ ابن حجر رحمه الله نقل کړی وایې چې : له امام بخــــاري رحمه الله جــــامــــع صحيح البخاری۹۰زره کسانواورېدلی دی .د ده د شاګردانو شمېر دومره زيات دی چې د ټولو بیانول یې خورامشکل کار اود ډېروالي له امله یې يادونه هم نه له دې ځای سره مناسبه ده اونه هم ممکنه ده .
دلته به موږ يوازې د نوموړي د یوڅومشهـورو شـــاګــردانوپه يادونه اکتفاء وکړو، د ده ستر ستر شاګردان چې د علامه په لقبونو ياد شوي ځینې یې په لاندې ډول دي: حافظ ابوالحسين مسلم بن الحجاج نيشاپوري، د جامع ترمذي مؤلف حـافظ ابوعيســـی تــرمذي ،حافظ ابوذرعه،ابوحاتــــم رازي، د سنن نسائي مؤلف ابــــوعبـدالرحمن النسائي ، منصـــــوربن احمدالبزدوي ، د صحيح بخاري راوي ابوعبدالله الفربري ، ابـــوعبدالله المحاملي،حافظ ابن خزيمه اومحمد بن نصر المروزي .
امام بخاري د سترو علماوو له نظره:
د امام بخاري رحمة الله عليه په حفظ ، تقوا او زهد د ده موافق او مخالف ټول قايل وو او په محدثينو کې د امير المؤمنين في الحديث ، ناصر الأحاديث النبوية او ناشر المواريث المحمدية په لقب يادشوی .
امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه وایي : خراسان د محمد بن اسماعيل په شان بل نه دی زېږولى .
امام ترمذي رحمة الله عليه وایې : ما په تاريخ او د حديثو د سندونو او علتونو په پېژندنه کې تر محمد بن اسماعيل يعنې بخاري رحمة الله عليه لوی عالم په عراق او په خراسان نه دی لیدلی .
د بخاري اومسلم شيخ محمد بن بشار رحمة الله عليهم وایې په نړۍ کې د حديثو څلور حافظان دي ، (۱)امام بخاري په بخارا کې (۲) امام مسلم په نيشاپور کې (۳)علامه دارمي په سمرقند کې (۴)او ابو الزرعة په ري کې . علي بن حجر رحمة الله عليه وایې :امام بخاري په دوى ټولو کې زيات پوه ، د بصیرت څښتن او ځيرک و.
ابواسحق السرماري رحمه الله وايي: که څوک غواړي چې د وخت ریښتونی فقيه وويني نو امام بخاري رحمه الله ته دې وګوري.
ابو جعفر رحمه الله وايي: يوه ورځ مې له يحيی بن جعفر رحمه الله واورېدل چې ويل يې: که زما په وس پوره وای ما به خپل عمر محمد بن اسماعيل البخاري رحمه الله ته ورکړی وای؛ ځکه چې زما مرګ د يو سړي مرګ دی او د امام بخاري رحمه الله مرګ د علم د مرګ په معنی دی.
نعيم بن حماد رحمه الله وايي: محمد بن اسماعيل رحمه الله د دې امت فقيه دی.
مصعب الزهري رحمه الله وايي: امام بخاري رحمه الله زموږ د زمانې لوی فقيه او په احاديثو کې د ښه بصيرت څښتن دی.
روايت دی چې اسحق بن راهويه رحمه الله يوه ورځ خپلو شاګردانو ته وويل: له دغه ځوان (امام بخاري رحمه الله) څخه احاديث وليکئ، زه باور لرم چې له ده سره د احاديثو دومره علم دی چې که د حسن بصري رحمه الله په زمانه کې وای،نو هم به هغه ته خلک اړ و.
علي بن جعفر رحمه الله به ويل: زما په اند په خراسان کې درې تنه عالمان تر ټولو وتلي دي: ابوزرعه، محمد بن اسماعيل، او عبدالله بن عبدالرحمن الدارمي؛ خو محمد بن اسماعيل له ټولو لوړ دی.
ابوعمار حسين بن حريث رحمه الله به ويل: امام بخاري رحمه الله په احاديثو کې داسې لوړ مقام لري ، لکه الله چې يوازې د حديثو لپاره پيدا کړی وي.
حاتم بن مالك الوراق رحمه الله وايي: ما د مکې له علماوو څخه اورېدلي دي چې ويل به يې: محمد بن اسماعيل يوازې د خراسان امام نه دی، بلکه زموږ امام او فقيه هم دی.
أبو الطيب حاتم بن منصور رحمه الله وايي: امام بخاري رحمه الله د ځمکي پرسر د الله له نښانو يوه ښکاره نښانه وه.
سليم بن مجاهد رحمه الله وايي: که د امام بخاري رحمه الله په زمانه کې وكيع، ابن عيينة ، ابن المبارك رحمهم الله ژوندی وای هغوی به هم نوموړي ته اړتيا لرله.
د امام بخاري رحمه الله مشهور استاد او دحديثو امام قتيبة بن سعيد رحمه الله وايي: که امام بخاري رحمه الله د صحابه کرامو په منځ کې وای، نو د الله يوه معجزه به وه، دی وايي: ما حديث هم کتلي، راويان مې هم کتلي او فقهاء مې هم ليدلي؛ خو د محمد بن اسماعيل غوندې شخص ما په خپل عمر کې نه دی ليدلی.
أبو عبد الله الحاكم رحمه الله وايي: امام بخاري رحمه الله د محدثينو ستر امام دی.
د محدثينو ستر استاذ أبو بكر محمد بن إسحاق بن خزيمة رحمه الله وايي: تر اسمان لاندې[یعني د ځمکې پرسر] ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې تر محمد بن اسماعيل البخاري رحمه الله ښه پوه شخص بل نه دی ليدلی.
محمد بن حمدون بن رستم رحمه الله وايي: امام مسلم رحمه الله چې کله بخارا ته راغی او له امام بخاري رحمه الله سره مخ شو ورته ويې ويل: اې د استاذانو استاذه، د محدثينو سرداره او د حديثو طبيبه! پرې مې ږده چې پښې دې ښکل کړم.
سعيد بن جعف رحمه الله وايي: ما د بصرې له علماوو اورېدلي دې چې ويل يې: په معرفت او اصلاح کې د محمد بن اسماعيل رحمه الله په شان بل څوک په دنيا کې نشته.
د بخارا يو لوی عالم محمد بن ابي حاتم الوراق رحمه الله وايي: يوه شپه مې امام بخاري رحمه الله په خوب وليد چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې روان دی او هغه صلی الله عليه وسلم چې قدم پورته کړي امام بخاري رحمه الله په هماغه ځاې قدم کېږدي.
د امام بخاري تقوا:
امام بخاري رحمه الله وایې: ما په خپل صحیح کتاب کې هېڅ حدیث نه دی ځای کړی مګر دا چې ما له هغه مخکې غسل کړی وي او دوه رکعته لمونځ مې کړی وي.
زه امید لرم چې زه به له الله سره ووینم او د چا په غیبت کې به زما حساب ونه کړي.
علماوو د هغه ډېر صفتونو ذکر کړی لکه تقوا، اخلاص، صداقت، زغم، سخاوت، عاجزي،
ډیر لمونځ کونکې وو چې په هغه کې به یې اوږد قیام کوو.
هغه به د قرآن ډېر تلاوت کاوه، هره ورځ به یې یو یا څو ختمونه کول.
د خلکو په چارو کې به مشغول نه و ، ټول مشغولیت یې په علم کې و.
کمو خبرو کونکې و.
عبدالمجید بن ابراهیم وايي: ما د بخاري په شان نه دی لیدلی، هغه د غښتلو او ضعیفانو فرق نه کولو.
.تصانیف یې:
امام بخاري (رحمه الله ) د اصح الکتب (جامع بخاري ) علاوه لاندې نورتصنیفونه هم کړي دي .
تاریخ الکبیر، تاریخ الاوسط، تاریخ الصغیر، بر الوالدین، الادب المفرد، خلق افعال العباد، جزء رفع الیدین، جزء قراءة خلف الامام، کتاب الضعفاء، جامع الکبیر، کتاب العلل، مسند الکبیر، تفسیرالکبیر، کتاب الاشربة، کتاب الهبة، اسامي الصحابة، کتاب الفوائد، کتاب الوحدان، کتاب المبسوط اوکتاب الکني .
دصحیح البخاري مقام:
حافظ ابن حجر رحمه الله لیکي : ابوجعفر محمودبن عمرو العقیلي وایې : هغه مهال چې امام بخاري «الصحیح » ولیکل نویې امام احمدبن حنبل ، یحیی بن معین ،علی بن المدیني او نورو ستروعلماوو ته وړاندې کړ، هغوی له څلورو حدیثونو پرته نورټول احادیث صحیح وبلل ، عقیلي وایې په دې حدیثونو کې د امام بخاري قول د اعتباروړدی هغه دا چې دا حدیثونه صحیح دي . مقدمة الفتح ۴۸۹ مخ
په دې خبره د ټولې اسلامي نړۍ د متقدمینو اومتاخرینو علماوو اتفاق دی چې له کتاب الله وروسته له ټولو اصح کتاب صحیح البخاري اوصحیح المسلم دي ، او جمهورعلماء بیا په دې یوه خوله دي چې صحیح البخاري ترصحیح المسلم اصح دی ،که څه هم ځینې علماء – د المغرب[اندلس] علماء- صحیح مسلم ته په صحیح البخاري ترجیح ورکوي.
تراوسه پر صحیح البخاري باندې ۲۳۱ شرحې لیکل شوې،چې لومړنۍ شرحه د ابن حجر د فتح الباري په نوم ده.
د امام بخاري رحمة الله علیه وفات:
امام بخاري رحمة الله عليه په ٢٥٦ هجري سنه کې د شنبې په شپه چې د کمکي اختر شپه وه ديارلس ورځې کم د ٦٢ شپېتو کلونو په عمر په خرتنګ کې وفات شو ، په نوموړی د کمکي اخترپه ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د جنازې لمونځ وشو چې له سمرقند اونوروسیمو څخه ګڼ شمیرخلک په جنازه کې د شریکېدلو لپاره راغلي وو او په همدي خرتنګ کې خاوروته وسپارل شو،هغه مهال چې نوموړی په قبر کې کېښودل شو، نو د قبر له خاورو يې څو ورځې د مشکو په شان خوشبویي ولاړېده.
انا لله وانا اليه راجعون

لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *