دینې لیکنې

ای مبارکې روژې!

مبارکې روژې! ته په موږ ګنهګارانو د رب له لوري يوه ستره پېرزوينه وې، دا ستا برکت و چې له موږ څخه زموږ سخت دښمنان په ځنځيرونو تړل شوي وو، د جنتونو دروازې خلاصې او د دوزخونو دروازې بندې وې، د نفلو ثواب د فرضو او د فرضو ثواب اويا چنده زيات و، په تا کې هره شپه په لکونو ګنهګاران له جهنم څخه آزادېدل او په تا کې يوه شپه (ليلة القدر) له زرو مياشتو غوره وه، په تا کې زموږ ستر لارښود (قرآنکريم) نازل شوی و، ستا ورځ روژه او خيراتونه وو او ستا شپه تراويح، قرآن او نفلونه وو، خلاصه دا چې ستا په برکت موږ له ګناهونو پاک او رب تعالی ته نږدې شو.
مبارکې روژې! اوس ستا دکوچېدو وخت رانږدې شوی دی، خو ستا له کوچېدو سره به زموږ په ژوند کې ډېر بدلون رامنځته شي؛ سرکشه نفسونه او لعين شيطانان به يوولس مياشتې په موږ بازۍ کوي، د ګناهونو درياب به بيا په موجونو پيل وکړي، د صدقو دسترخوانونه به ټول شي، د سخا او همدردۍ لاسونه به را بند شي، د روژه ماتي لوښي به ټول شي او د پېشلمي څراغونه به مړه شي، په عبادت ودان مسجدونه به له عبادته بې برخې شي، په عبادت رڼې شپې به په خوبونو تياره شي، په روژه روښانه ورځې به په لهولعب تيارې شي، د رحمت وريځې به ټولې شي، د غفلت سيلۍ به را ورسېږي، د الله تعالی له ډاره اوښلنې سترګې او په ذکر لمدې ژبې به وچې شي، مسجدونو ته ګړندي ګامونه به درانه شي، قرآنونه به قلف او له غباره ډک شي، زنګ وهليو زړونو ته به بيا د وحشت او قساوت څپې داخلې شي او بيا به هغه تقوا او خشوع نه ليدل کېږي چې په تا کې وه.
مبارکې روژې! موږ د څوارلسمې پېړۍ مسلمانانو ستا قدر نه وکړ، په ښه توګه مو ونه پاللې او له موږ څخه خفه روانه يې. موږ لاس په دعا يو چې رب تعالی دې زموږ په وړاندې قبوله کړه او په قيامت کې زموږ شفيعه وګرځې. ستا فراق زموږ زړونه دردوي او ستا بيا راتګ ته ډېر ليواله يو؛ ځکه موږ نه يو خبر چې ستا په بيا راتګ سره به موږ ژوندي يو او که تر تورو خاورو لاندې؟! موږ وبښه په مخه دې ښه شه!
په ژړا ورکړئ روژې ته رخصتونه
بل کال چې راځي، په ډېرو جوړ به وي قبرونه

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *