بدخشان کې د بې ځایه شویو مېرمنو لپاره د یوه سوداګریز مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
شریعت: د بدخشان ولایت د مرکز فيض آباد ښار په وکیل آباد سیمه کې د بې ځایه شويو مېرمنو لپاره د ځانکړي مارکېټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړه شويو مراسمو کې د دغه ولایت د امنیې قومندان قاري عبدالواصل ابوذر، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس محمد یونس جهاد مل، د ولایت مقام رئیس قاضي خیرالله حکیمي، د اقتصاد رئیس قاري عبدالباسط لطیفي، د فيض آباد ښاروال قاري محمد اصیل کاظمي، د کډوالو د نړیوال سازمان استازي او یو شمېر نورو محلي چارواکو ګډون کړی وو.
د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس محمد يونس جهاد مل وویل، چې دغه مارکېټ په دوه نيم جريبه ځمکه کې د کډوالو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت جوړېږي، چې چارې به يې د ٩ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه مارکېټ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې څلوېښت دوکانونه لري.