سرمقالې

بشري مرستې د دایمي بې وزلۍ لامل ګرځي !

د اقتصاد وزارت ویاند یو ځل بیا غوښتنه کړې چې هېواد ته را روانې بشري مرستې باید پر بنسټیزو پروژو ولګول شي، څو په دې توګه هم یو شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه په لاس ورشي او هم د ټول هېواد پر عمومي اقتصاد مثبت اغېز وکړي- د بشري مرستو په اړه ښايي اوس هر افغان په دې باوري وي چې په دې نامه روان پروګرام سراسر زموږ د خلکو په زیان تمامیږي، ځکه له تېرو څلورو لسیزو راهیسې چې دلته د جنګ جګړو اور بل شوی د میلیاردونو پیسو د لګښت نارې سورې اورېدل کیږي، خو موږ ته یې داسې کوم شي نه رامعلومیږي چې زموږ د بې وزلۍ کچه راکوزولی او له پردي احتیاجه مو خلاصولي شي. بلکې ښايي د بشري مرستو دا ټول پروګرام دي د همدې لپاره چې جنګ ځپلي بې وزله ملتونه پر همدغه ځیره روږدي او تل ترتله د همدوي په هیله لاس ترزنې او غافل پاتې شي- ښکاره ده چې دا ډول وګړي بیا خپل دماغ په کار نه اچوي پر نوښت فکر نه کوي او د خپل حالت بدلولو لپاره ملا نه تړي. بل لورته عموماً زیاتره جنګ ځپلي ملتونه هماغه قومونه وي چې ستر ځواکمن لوري کومه ښه خاطره هم ورڅخه نه لري او اصلاً د همدغه پروګرام له لارې له هغوی نه خپل پاتی انتقام اخیستل غواړی- دغه راز بل لورته د یادو مرستو منتظمین د همدغو بې وزله قومونو په نامه راغونډه شوې چنده کې د خپلې برخې غم هم کوي. تردې چې اوس مهال خو پردې محاسبه د هر چا سرخلاص دی چې موجوده بشري مرستو کې ایله څلوېښت سلنه یې پر خلکو وېشل کیږي او پاتې شپېته یې ټول د ښاغلو منتظمینو مصارف وي- ځکه خو یې په ټول هېواد کې څه درک و برکت نه ترسترګو کیږي او نه یې پرمټ کوم بې وزله هېوادوال له فقره راوتلی دی- په هر صورت اوس مهمه داده چې ایا زموږ اړوند چارواکي به وکړي شي، نړیوالي بشري مرستې بنسټیزو پروژو ته را واړوي؟ ځکه ښکاره ده چې یادې مرستندویه ادارې همېشه ټینګار کوي چې دوی ته فقط د سملاسي بشري مرستو لپاره پانګه ورکړي شوې، نه د هغو چارو او خدماتو لپاره چې ترسره کول یې د حکومتونو ذمه واري ده- خو په دې ترڅ کې یو بل واقعیت دا هم دی چې که د حکومت له خوا پر هغوی فشار واچول شي او د پروګرام بندولو ګواښ ورته وشي، ښايي ځینې بنسټیزې پروژې ومني، ځکه دوی هم په اسانه له خپلو موخو تېرېدونکي نه دي او په هر ډول شرایطو کې خپل کارونه جاري ساتل غواړي- لنډه دا چې د هېواد موجوده وضعیت ته په کتو اوس هغه وخت نږدې دی چې نړیوال مرستندوی بنسټونه یا زموږ پر مهمو پروژو کار وکړي او یاد پروګرام په بندلو وګواښل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *