افغانستاناقتصاد او رغونه

تر ډېره په زېربنایي او بنسټیزو برخو کار وکړئ

شریعت: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې مېرمن روزا اوتونبایوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له استازې مېرمن انوبا سود او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان خلکو سره د زېربنایي او اساسي فعالیتونو په برخه کې همکاري او د دوی ملاتړ وکړي.
د کرنې وزیر وویل: «اوس د افغانستان په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ شوی، خلک شپه او ورځ کولای شي،چې کار وکړي او وګرځي، د امارت د مشرتابه له خوا د نشه یي توکو کرکېله هم منع اعلان شوې، چې د کرنې وزارت کارکوونکو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امنیتي چارواکو سره په همکارۍ او همغږۍ د مخدره توکو د کرکیلې مخه نیسي، نو په همدې موخه اړتیا ده، چې نړۍ او ملګري ملتونه دې په دې حالت کې د افغانستان خلکو او د بزګرانو کورنیو سره همکاري وکړي ترڅو خلک له بد اقتصادي وضعیت څخه خلاص شي.»
دغه راز د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي له مشرې وغوښتل، چې تر ډېره د زېربنایي فعالیتونو په برخه کې لکه سړوخونو، د اوبوبندونو، کرنیزو کانالونو، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو په برخه کې کار وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او د دوی اقتصاد ورسره ښه شي.
د ملګرو ملتونو د ادارې چارواکو د کرنې وزارت د خبرو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان بزګرانو او مالدارانو سره د همکاریو زیاتوالی او دوام ته چمتو دي او دغه راز د نړۍ هېوادونه هڅوي، چې د اسلامي امارت له دولت سره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *