لیکنېمقالی اوتبصرې

خوارجو ته د امريکايانو کمپاين !

وړمه ورځ زلمي خليلزاد په څو پرلپسې ټويټونو کې وويل: «په بلخ کې د داعشيانو د لوړ پوړو مشرانو وژل په شمال کې داعش ته لوی ګزار دی، طالبانو د دوحې په توافق کې ژمنه کړې وه، چې د داعش خلاف به مبارزه کوي، که دغه خبر تأييد شي، نو معلوميږي چې طالبان د دوحې توافق يادې مادې ته ژمن دي، امريکا او طالبان بايد نور هم د دوه اړخيزو ګټو مطابق خپل منځي تعامل زيات کړي»
د خليلزاد دا خبرې له الفه تر يا؛ درواغ او له منافقته ډکې دي. نوموړی د طالبانو له لورې د داعش وژلو کريډيټ هم په يو ډول امريکا ته منسوبوي او نړۍ ته ښايي چې موږ د داعش خلاف دومره جدي يو، چې د دوحې توافق کې مو هم له طالبانو دا ژمنه اخيستې، چې د داعش خلاف به مبارزه کوي. حال دا چې تړون کې داسې هيڅ څه نشته، هلته فقط په عمومي توګه يادونه شوې، چې ترهګرو ډلو ته به په افغانستان کې د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي او نه به ورسره همکاري کيږي.
خو حقيقت دا دی، چې طالبانو هاغه وخت لا د داعشي خوارجو خلاف مبارزه کوله، چې امريکايانو به خوارجو ته اکمالات کول او د جګړې پر مهال به يې د طالبانو ليکې بمبارولې. تاريخ هاغه ټولې صحنې ثبت کړې، چې ننګرهار کې به پر ځمکه خوارج او له پاسه به امريکايان په ګډه د طالبانو خلاف جنګېدل. تاريخ هغه واقعه هم ثبت کړې، چې طالبانو د جوزجان په درزاب کې په سلګونو داعشي خوارج سخت محاصره کړي وو، خو امريکايي الوتکې راغلې او د محاصرې له منځه يې خوارج پورته کړل، بيا يې اعلان وکړ، چې دوی د کابل ادارې ته تسليم شوي وو!! دغه راز؛ خليلزاد دې هغه ويډيو هم وګوري، چې په بلخ کې د همدغو داعشي خوارجو په پټنځای کې څومره ډالر موجود وو؟
نو ټوله نړۍ پوهيږي، چې د داعشيانو ملګري څوک دي، څوک يې مرسته کوي او څوک ورته کمپاين کوي؟
د خليلزاد دغه ټويټ هم د داعش لپاره يو ډېر لوی کمپاین دی، دی خوارجو ته دا دليل په لاس ورکوي، چې ګويا طالبانو او امريکا په دوحه کې د داعشيانو ځپلو توافق کړی او دواړه په ګډه د داعش خلاف هڅې کوي. نو خوارج به د خلکو په دوکه کولو کې همدا خبره دليل نيسي، چې امريکا او طالبان سره ملګري دي، او په ګډه زموږ خلاف جنګيږي. د خليلزاد د څرګندونو اصلي هدف همدا دی، چې يو خوا نړيوالو ته ځان د داعش خلاف وښايي او بل خوا داعشيانو ته کمپاين وکړي او پورتنی جعلي دليل په لاس ورکړي.
د تېرې ادارې پر مهال هم ګڼ شمېر چارواکو او خپله امريکايي او اروپايي سياستوالو څو څو ځله اعترافات وکړل، چې داعش د امريکا پروژه ده او په رڼا ورځ اکمالات ورته کوي. دغه راز؛ امريکايان هم همېشه داسې څرګندونې کوي، چې داعشيانو ته د کمپاين سبب ګرځي. کله وايي چې طالبانو د داعشيانو د ځپلو ژمنه راسره کړې، کله وايي چې د داعشيانو شمېر ډېر زيات شوی، کله وايي چې د داعش له خوا د قوي حملو خطر دی او کله نورې بابولالې.
دا چې دلته امريکا له ډېرو زياتو مصارفو او زيانونو ګاللو سره سره، بيا هم بالآخره له ډېر ذليل شکست سره مخ شوه او په نړيواله سطحه يې حيثيت خاورې شو، نو ځکه اوس لګيا دي، تش په نوم مقاومتيانو او خوارجو ته کمپاين او تبليغات کوي.
هر ژمی د رسنيو له لارې خلکو کې ترهه خپروي، چې راتلونکی پسرلی به مقاومتيان او داعشيان ډېر لوی بريدونه وکړي او سيمې به لاندې کړي. خو الحمدلله، دلته پرديو ډلو ته هيڅ ځای نشته. دلته چې د امريکا سوپر طاقت صفر شو، نو دغه وړې ډلې خو هيڅ د بحث وړ نه دي. سمه ده، د امريکايي ډالرو په بدل کې به يو څه تخريبي او ترورستي اعمال تر سره کړي، خو عموماً يو اسلامي امارت ته خطر نه شي بلل کېدای.
کومه ډله چې د ولس د عقايدو او کلتور خلاف وي، هغه ډله هيڅکله نه کاميابيږي. څلور لسيزې وړاندې ځينو کم عقلو افغانانو د کمونيزم په نامه يوه داسې پردۍ نظريه هېواد ته راوړه، چې هغه مطلق د افغان ولس له دين او کلتور سره خلاف وه، افغاني کمونستانو او شورويانو ډېره هڅه وکړه، چې دغه نظريه پر افغان ولس هم ومني، خو بالآخره يې داسې ذيل شکست وخوړ، چې تقريباً له ټولې نړۍ د کمونيزم نوم ورک شو. دوه لسيزې وړاندې د امريکا په مشرۍ ځينو صليبيانو او د هغوی افغاني نوکرانو د ډيموکراسي په نوم يوه بله پردۍ مفکوره راوړه، خو بالآخره له ډېرو سختو ځاني او مالي تلفاتو سره سره، ډيموکراسي هم ناکام شوه.
خو برعکس، مجاهدينو په نشت امکاناتو دواړو امپراتوريو ته ماته ورکړه. دا ځکه چې مجاهدين د ولس له منځه راپورته شوي او د ولس د ديني او ملي ارزښتونو ساتونکي او مدافعين وو. همدې ولس خپله ډودۍ ورسره نيمه کړه، هر خطر يې پر ځان ومانه، وسله او خرڅ يې ورکاوه او شپه يې ورکوله. نو داعشي خوارج او مقاومتي باغيان هم د کمونستانو او ديموکراتانو په شان په ولس کې هيڅ ځای او محبوبيت نه لري، يوې داسې پردۍ مفکورې ته کار کوي، چې افغان ولس ته هيڅکله د منلو نه ده. افغان ولس مطلق حنفي مذهبه دی، خو داعشي خوارج د يو معين مذهب مقلدين مشرکين ګڼي. دغه راز؛ افغان ولس عموماً رحم دله دی، خو دوی داسې وحشي کړنې تر سره کوي، چې هيڅ انسان ته د منلو نه دي. همدا شان مقاومتي باغيان هم د خپل بغاوت لپاره هيڅ دليل نه لري، يوازې د دې لپاره مخالفت کوي، چې شخصي ګټې يې له منځه ولاړې. خو دا چې اوس دلته د افغان ولس د زامنو په قربانۍ يو داسې سوچه اسلامي نظام قائم دی، چې د افغانانو ټول ديني او ملي ارزښتونه پکې خوندي دي، نو ځکه افغان ولس هيچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې د دغه پاک نظام خلاف بغاوت وکړي.
خلاصه دا چې مقاومتيانو او داعشيانو ته د امريکايانو کمپاين هيڅ نتيجه نه لري، ان شاء الله. البته څرنګه چې دوی دغو مخربينو ته کمپاين کوي، همدغه شان زموږ اهل قلم او اهل بيان ملګري هم بايد د دوی دغه خباثت ټول ولس او نړۍ ته واضح کړي، له خوارجو سره د دوی د ملګرتيا ثبوتونه دې ټولې نړۍ ته وښايي او له هرې ممکنه لارې بايد د امريکايانو او د هغوی د نوکرانو (خوارجو او مقاومتيانو) ناوړه دسيسي خلکو ته افشاء کړي. تر څو د دوی هغه کم خطر هم په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي. ان شاء الله!

س.سعيد غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *