لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت د حكومتولۍ معيـار څـه او معـمار يـې څــوك ؟! دوهمه او وروستۍ برخه

د اسلامي امارت دفاع وزارت او رسنۍ وخت پر وخت د نويو جذب شويو او روزنه ور كړل شويو سرتېريو د زدكړو له بشپړولو خبر ور كوي چې د ياد وزارت وروستيو مالوماتو له مخې اوس يې په چوكاټ كې د روزل شويو سرتېريو شمېر ښكته-پورته يونيم سل زرو ته رسېدلی چې پكې د تېر اشغال تپلي رژيم سرتېري هم شته او ښايي هغه به هم وي چې په بهرنيو هېوادونو كې يې زدكړې بشپړې كړې او په دې وروستيو كې هېواد ته را ستانه شوي دي. دا چې له رسنيزې او تبليغاتي ښودنې ورهاخوا په دومره لنډ وخت كې دغه روزنه او د زېږنده په توگه يې د سرتېريو وړتياوې او نوی سمبالښت د كوم معيار په چارچوب كې او د كوم معمار د ازماينو، تجربو، ښوونې او روزنې ټاكلي فارمول او نسخې له مخې دي؟؛ پرې څه ويل به له وخته وړاندې وي، خو بياهم ځينې سرتېري ليدل كېږي چې په لومړۍ برخه كې د ياد شوي معيار او معمار روزنه يې نه ده ليدلې. يو ځل چې د شپې كابل ته رسېدلی وم او له چاسره مې اړيكه نه وه شوې؛ سهار د كاري وخت له پيل مخكې خپل اړوند وزارت ته راغلم، لويه غبرگ موټرېزه دروازه كې يې نه ساتونكی و او نه يې له بشپړ خلاصېدو مانع درلود، د اشغال تپلي رژيم مهال كارمندان او پر سونل چې پرې بې خاره وتل-ننوتل؛ هم يې نه د څومره خلاصولو اړتيا ته كتل او نه يې هم له وتلو-ننوتلو سره لږ بېرته د پورې كولو خوا ته را كشوله.
په كاواكه گامونو د دروازې ساتونكو پسې لاړم، كه تر اوږو ښكته ناقانونه وېښتو او له جامو مې د ليپ ټاپ پړسېدلې بكسې شك واخلي او… ټاورونو كې هم څوك نه ښكارېدل، د خوب خونه كې څو تنه ويده ، سر مې پټ كړ او له وزارته وتلم چې د دروازې څنگ ته د ساتونكي مورچې ښيښه يي ور مې ور خلاص كړ، دوه تنه په يوه كټ كې پراته او زه يې ليدلی وم چې دننه تېر شوم. دوه مبائل، غوږۍ يې غوږو كې او ويديو يې كتله. ويې پوښتلم: څه دي؟ ورته مې كړل: د وزارت پلانۍ برخې همكار يم، له پلاني او پلاني سره كه مو اړيكه كې واچولم. وايي: له بازاره اړيكه ورسره ونيسه، لاړم اړيكه او ناشته مې وكړل، نور د وزارت رسمي كاري وخت پيل شوی، خو مراجعين لا نه و راغلي، هغه۱۶-۱۸كلن كشری له كټه را پورته شوی او دروازه كې بيا هم پر مبائل اخته و، د اړيكې مې ورته وويل چې ملگری دننه دی او ورځم. نور چې زه هم يو ځل تېر شوی وم، كارمندان هم وتل-ننوتل او اوس مې هم له ننوتو مخكې متوجې كړ؛ وړاندې روان شوم. ۴۰-۴۵گامه اخيستو سره مې د وليو منځ كې يو دروند سوك حس كړ او له چپ لاسه مې بكسه هم پر ټول ځواك وڅنډل شوه، كه گورم همغه خامك د وسلې پر كونداغ وهلی يم او له لاسه يې بكسه كش كړې وايي: نه دې سلامي وكړه، نه دې تلاشي راكړه او يو ځل له رسمي وخت وړاندې تېر شوی وې. ښكنځليز بمبار كې يې بكسه واخيسته، ترې ومې نيوه، مخ ته يې څپېړه را خوشې كړه، زه د۳۷او۳۹ او هغه د۱۶او۱۸كالو تر منځ او نور حساب او شمار دواړه لا پاتې و چې د استخباراتو معاون پر نوم گواښلو مې ډار پرې سپور كړ او په خپله مخه د رياست دفتر ته ترې وختلم.
له همدې بكسې، وېښتو او بڼې سره د يوې قول اردو اړوند مجاهدينو د موټرو او موترسائكلو په رش كې د قول اردو ځانگړې دروازې ساتونكو استوگنځای كې كېناستم، دوی ته چې بيا فوق العاده نابلد ښكارېدم؛ هم نه يې زه او نه يې بكسه پوښتله او وكتله، يواځي د گپ شوقيان چې د نادرو ليدو-اورېدو پر تلوسه يې چای واچاوه… له دننه د ساتونكو پر شمېره زنگ راغی چې عامې دروازې ته ور شم، يو ته مې ويل: هغه بكسه مې… تاسو خو يې گورئ هم نه در ونه چاودي، پر منډه او سختې وارخطايۍ يې وكتله، په خندا مې ورته ويل: له دومره نابلدۍ سره مې تاسو بيا هم زما له وينا پرته نه كتله، دښمن خو بيا نه درته وايي، نو… عامه دروازه كې له دې په توپير، خو بيا هم نامطلوب چلند سره مخ شوم، دروازه هم عامه او راته مخامخ وسلوال تن ترې دوه متره را بهر او وچ د لارې منځ كې هم ناست دی، له سلام سره مې ورته ويل: يو ملگري مې زنگ… خبره يې را پرې كړه وايي: مولوي صاحب در ازاد شه ولم دې، زما دماغ كار نكوي، پرm-4يې گوتې ووهلې، ورته ومې خندل… له غبرگون، څيرې او برگې لنگوټې مې له يوې نړۍ شرمه، وارخطايۍ او سوچونو سره له چوكۍ آخوا شو، وسله يې كېښوده او ازاد ودرېد. شېبه وروسته ېې يو پخوانی شناخته قول اردو ته ننوت؛ له هر ډول پوښتنې، تلاشۍ او خنډ پرته ورسره ننوتلم.
د عامه نظم مختل او گډوډونكو او د جهاد برم او د مجاهد وقار او عزم نړونكو بې نزاكتيو دا ډول څو نورې بېلگې مې هم له څار پرته يواځي پر عامه لاره او يو ځل سفر كې وليدې او كه څه هم نه پوهېږم نور به لا څه وي؟ خو له همدې مې درك كړه او اوس هم كه وپلټل شي تر دغه حده په پرتليز اټكل هم پوهېږو چې دوی بايد د يو سرتېري په توگه له ور كړل شوي صلاحيت، ارزښت، رتبې او دندې سره سم يواځي د اصولي، لائحوي او د اړوندو مقاماتو لخوا د وخت پر وخت متناسبو لارښوونو پر اطاعت يواځي سرتېری واوسي، اصولي او لائحوي لارښوونو ته يې هم له همدې حيثيت سره غوږ ونيول شي او په پام كې وساتلې شي او شېبه پر شېبه بياهم له همدې اصولو، لائحې او مقاماتو سره په اړيكه كې شي، نه دا چې د يو آمر په حيث خپل سرې پرېكړې وكړي، پكې اطاعت يې لازم او فكر يې عام كړل شي، ځكه تر اوسه هم د اقتدار زېږنده، د اشغال تپلي رژيم او له هېواد او د اسلامي امارت له معياره بهر روزل شوي سرتېري په دې آمريت كې پاتې راغلي چې د ياد معيار او معمار روزنې ته لومړی زيان رسوي او بيا كرار يې هر ډول اغېز ته هم د پای ټكی ږدي. د تېر وسلوال جهاد پر مهال چې په كومو بڼو-جامو-نومونو د اشغالگرو جاسوسانو مجاهدين تعقيبول، پر څه چې مجاهدينو هغوی پېژندل او كوم تدابير او په كومو نقاطو كې چې يې ورسره مقاومت درلود؛ همغه د پرديو جاسوسان پر همغو بڼو-جامو-نومونو نن پروژيي بريدگر دي، خو ورسره د مقاومت پر اوسنيو نقاطو چې چيك پوائنټونه، دروازې او د ساتمنۍ نور نقاط او بستونه دي؛ همدغه بې معيار او بې معماره روزلي ولاړ وي چې نه د پرونيو جاسوسانو او نننيو بريدگرو نښې پېژني، نه يې پر وړاندې تدبير باندې پوهېږي او نه هم آن(پر دوه لوريز معاش د پټ ملګري په حيث)حساسيت لا ورسره لري چې د بلخ ولايت پر مقام بريد، د هغه د وروستيو پلټنو پايلې او مدلولات يې د دې لنډ وخت ښه او څرگند مثال دی.
په ټوله كې دلته يواځي د پوځي برخې يادونه په خپل ځان كې يوه بېلگه ده چې وښيو-وپوهېږو د اسلامي امارت د حكومتولۍ معيار څه او معمار يې څوك دی؟ ! ترڅو د پوځي، اداري او ملكي ټولو په را نغښتلو د بشپړې حكومتولۍ يوه خاكه وي او د دې لپاره په نظام كې د تصفيې ترڅنگ د ياد ځانگړي معيار او معمار روزنې په ښه ډول پلي كول او بيا له هغې سربېره د ذوق پر تله او بنسټ اهليت او وړتيا د هرې دندې او نوماند لپاره تر بسې اړين دي، بلكې لا كه تصفيه تر بې معياره روزنې او بې معياره-د غير اهل-تمايلاتي گمارنو ور وغځوله شي، ترڅو له دې هم ليكې پاكې شي؛ د هېواد، ولس، اسلامي امارت او تاريخ د ځانگړنو په څېر به د حكومتولۍ معيار او معمار هم داسې وي چې نه يې نور هېوادونه او ملتونه ولري او نه يې ولرلای
شي.

جبريل سعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *