د اولاد روزنې ۱۲۹ مشورې وروستۍ برخه / د. أحمد بن عثمان المزيد+د. عادل بن علي الشدي / ژباړه: عبدالعزيز ابوبکر
معاشرتي جوړښت: ۷۹:- لنډ مهاله کورسونو، د قرانكريم د حفظ په ټوليو، علمي سياليو، كشفي عسكري مركزونو او داسي نورو فعاليتونو كې اولاد ثبت كړه
معاشرتي جوړښت:
۷۹:- لنډ مهاله کورسونو، د قرانكريم د حفظ په ټوليو، علمي سياليو، كشفي عسكري مركزونو او داسي نورو فعاليتونو كې اولاد ثبت كړه.
۸۰:- اولاد داسي عادت كړه چې په خپله د مېلمه پالنه وكولای شي، چای، كافي او مېوه ورته (په خپله) راوړلای شي.
۸۱:- كله چې ته (يو ځای كې) له خپلو ملگرو سره يې او اولاد دې را ننوزي، هركلی ورته ووايه.
۸۲:- اولاد داسي أموخته كړه چې د جمات په ټولنيزو فعاليتونو لكه د يتيمانو او كونډو په مرسته كې برخه أخلي.
۸۳:- اولاد په كار كولو، پير او پلور او روا كسب عادت كړه.
۸۴- اولاد داسي جوړ كړه چې كله ناكله د نورو د درد (هم) احساس او ورسره د خواخوږۍ هڅه كوي.
۸۵:- اولاد داسي مه أموخته كوه چې د ټولو خلكو غمونه پر ځان وړي.
۸۶:- اولاد داسي جوړ كړه چې ستا د معاشرتي كړنو نتېجه ويني.
۸۷:- د ځيني ضرورياتو د پوره كولو لپاره اولاد ولېږه او دا احساس وركړه چې په هغه كې ته پر ده باندې پوره باور لرې.
۸۸:- اولاد د ځان لپاره د ملگرو له ټاكلو مه منعې كوه او كولای شې پرته له دې چې هغه در وپوهېږي هغه ملگري پرې خوښ كړې چې ته يې د ده لپاره غواړې.
روغتيايي جوړښت:
۸۹:- د اولاد روغتيا ته پوره پاملرنه كوه.
۹۰:- خواړه يې له خپل وخته مه ځنډوه.
۹۱:- تر وركړل شوې نسخې زياتې دواگانې مه وركوه.
۹۲:- پر اولاد (د اړتيا پر مهال) شرعي او روا دمونه وكړه.
۹۳:- اولاد پر وخت ويده كېدو او پر وخت بېرته له خوبه پاڅېدو باندې أموخته كړه.
۹۴:- اولاد داسي جوړ كړه چې په خپله د ځان، غاښونو او جامو پاك ساتلو ته پوره پاملرنه كوي.
۹۵:- ځنډ مه كوه چې بيا يې ناروغي د خطر تر كچې ورسېږي.
۹۶:- اولادونه د معدې پر ناروغيو له أخته ناروغانو لرې ساته.
۹۷:- اولاد د هغه د ناروغۍ په خطر مه پوهوه.
۹۸:- الله تعالی ته زارۍ وكړه، د ټولو ناروغيو درملنه د هغه په واك كې ده.
روزنيز جوړښت:
۹۹:- اولاد ته ځيني معماگانې (د حل كولو لپاره) وړاندې كړه.
۱۰۰:- د ځيني تعبيري موضوعگانو ليكل ترې وغواړه.
۱۰۱: هر وخت هڅه وكړه چې د اولاد ليكل ولولې.
۱۰۲: د اولاد هرې گرامري او لغوي تېروتنې ته مه درېږه.
۱۰۳:- اولاد ليك لوست ته وهڅوه.
۱۰۴: اولاد داسې عادت كړه چې كوم كتابونه او كيسې لوستل غواړي؛ هغه په خپله خوښ كړي.
۱۰۵:- له اولاد سره د يو نه يو شي په لوستلو كې گډون وكړه.
۱۰۶: اولادونو ته د ځيني هغو لوبو اسانتيا برابره كړه چې پوهه غواړي او پوهه يې پرې زياتېږي.
۱۰۷:- اولاد په درسونو كې برياليتوب ته رسوه.
۱۰۸:- اولاد داسي جوړ كړه چې په درسونو كې د برياليتوب د لارې پر خنډونو يې لاس بر وي.
۱۰۹:- اولاد د پخوانيو او اوسنيو خلكو ځيني (له مانا ډكو) اشعارو او ويناوو يادولو ته و هڅوه.
۱۱۰:- د ځيني فصيحو عربي متلونو يادولو ته يې وهڅوه.
۱۱۱:- پر اولاد باندې د بيان او وينا او د نورو د پوهولو تمرين وكړه.
۱۱۲:- اولاد ته له نورو سره د خبرو كولو او د هغوی د باور جوړونې فن تمرين ور كړه.
۱۱۳:- داسي يې جوړ كړه چې د استعداد لوړېدو په سيمينارونو كې (په شوق) برخه أخلي.
۱۱۴:- اولاد د يوې مشهورې پردۍ ژبې يادولو او زدكړې ته وهڅوه.
جائزه او ترټنه:
۱۱۵:- (د اولاد په روزنه کې) د جائزې ور كولو او ترټنې له طريقې كار واخله.
۱۱۶:- (پر ښه كړنه) جائزه هر وخت ور كوه، خو (په بده كړنه) ترټه يې هر وخت مه.
۱۱۷:- د جائزې په وركړه كې (وخت په وخت) بدلون كوه، هر وخت يواځي مالي جائزه نه، بلكې چېرته (پر چكر) بيولو، په كمپيوټر د لوبو اجازې، كومې ډالۍ او ياهم له كوم ملگري سره د چكر وهلو د اجازې په شكل هم كولای شې.
۱۱۸:- (همدارنگه)په ترټنه كې هم بدلون كوه، ستا لپاره د ترټنې غوره لاره يواځي وهل نه دي، بلكې په غوسه ور ته كتل، گواښل، تر يو وخته كار نه ورسره لرل، ورځنی لگښت ياهم اونيزه رخصتۍ/ لگښت پرې كمول هم د ترټنې لارې دي.
۱۱۹:- مناسبه ترټنه دومره وي چې اولاد بيا هغه تېروتنه تكرار نكړي او پرې لارې ته راشي.
۱۲۰:- ياد ساته چې نبي كريم صلی الله عليه وسلم هيڅكله كوم ماشوم نه دی وهلی.
۱۲۱:- اولادپه لومړي ځل (تېروتنه) مه ترټه.
۱۲۲:- د اولاد په ترټنه كې ډېر جديت او سختي مه كوه.
۱۲۳:- اولاد چې وترټې علت يې (چې ولي مې وترټلې) ورته وښيه.
۱۲۴:- اولاد ته دا احساس مه ور كوه چې ته د هغه په ترټنه خوند أخلې يا ورسره په زړه كې كومه كينه لرې.
۱۲۵:- اولاد د خلكو په مخكې او د غوسې پر وخت مه وهه.
۱۲۶:- اولاد پر مخ مه وهه او (د وهلو پر وخت) لاس ډېر مه پورته كوه چې پرې ډېر خوږ شي.
۱۲۷:- چې د نور نه وهلو وعده دې ورسره وكړه، بيا وعدې ته ژمن اوسه ترڅو په تا يې شته باور له منځه لاړ نشي.
۱۲۸:- اولاد ته داسي احساس وركړه چې د خير خواهۍ له وجې او كومه مينه چې درسره لرم د هغې له وجې دې ترټم.
فقساليزدجرو و من يك حازماً///فليقس أحياناً علی من يرحم
۱۲۹:- اولاد په دې پوه كړه چې ترټنه چاته د تكليف رسولو لپاره نه ده روا شوې، بلكې د ادب ور زده كولو لپاره روا شوې ده.
له الله تعالی څخه پرې د عمل توفيق او درېدل غواړو ….. وﺻﻠﻰ اﷲ وﺳﻠﻢ ﻋﻠﻰ نبينا محمد.پای