مقالی اوتبصرې

د تېرو نكلونه راتلونكو ته پندونه !!

جبريل سعد
دا چې شوروي څرنگه، د څه لپاره، له كوم بندره پر كوم پله را واوښت او دلته يې څه وكړل، څومره يې وكړل، څرنگه يې وكړل، له چاسره او د چا پرمټ…؟؛ نو دا او د پايلو په گډون يې ډېر نور د تاريخ د تورو ورځو يو ځانگړی باب دی او په ياد يرغل او د هغه په پيل-دوام پورې اړه لري چې په بيا بيا لمانځنه كې يې پرې ډېر څه ويل شوي او ويل كېږي به، خو ماتې يې بيا زموږ پر افغان جهاد او د هغه په دوام، افغان ولس قربانيو، ښو پايلو او وياړونو پورې اړه لري چې د لمانځنې يې همدا د دلوې۲۶مه ورځ ده، البته كه د افغان ولس او مجاهدينو بې درېغه سرښندنې او بې ساري قربانۍ د شوروي پر وړاندې زموږ د جهاد بريا، زموږ پر وړاندې بيا د شوروي ماتې او د گډې پايلې په توگه يې د دلوې۲۶مې نېټې حجم ښيي، هغومره يې د وخت بې مخينې شوروي يرغل ځينې اړخونه هم ښيي، نو ځكه د دلوې۲۶مې لمانځنې د شوروي يرغل د تورو ورځو ځينې يادونې هم رانغاړي. په گران هېواد كې د شوروي د ماتې او په ټوله اشغال كړې نړۍ كې يې د بشپړې ماتې د پېلامه ورځې په توگه د دلوې شپږويشتمه زموږ په تاريخ كې زموږ د هغه ځانگړي دنگ وياړ په حيث ثبت شوې چې بيا يې تكرار ته د يو قطبې نړۍ شل كلن صليبي اشغال ماتې هم ونشي رسيدلی، ونه رسېده او نه به بيا هم تكرار ولري او له همدې امله لا پر وخت دلته د شوروي ماتې د هر ډول اشغالونو او يرغلونو د بشپړې حتمي او يقيني ماتې شاهدي ويلې، تاريخ يې تر ټولو كره او ځواكمن مستند دی او بايد د كاليزو پر لمانځنې يې پّه تاريخ كې لا نوره هم روښانه او وځلوله شي، ترڅو پوره نكل يې د هر وخت نړيوالې، ځان ته د نړۍ لومړۍ رتبه او يكه تاز ځواك ويونكې امپراتورۍ او په ټوله كې هر يرغلگر او زموږ گران هېواد ته په بده سترگه كتونكو لپاره لكه چې دی؛ همغسې يو ستر او بربنډ عبرت وي او تر څنگ يې د همدې لمانځنو له لارې وخت پر وخت له تجربو، پاليسيو، د كمزورۍ او ځواكمنۍ نقطو او ورته له پام اوښتو گټه پورته كړای شو. پر گران هېواد مو د شوروي سرو لښكرو يرغل نړيوال او يا كم تر كمه د نړۍ ختيځ هژمون او سلطه دواړه بللای او دا پر قاطعيت سره ويلای شو چې د دغه يرغل فكر تر ډېره پر سيمه ييزو او نړيوالو دوه لوريزو(كمونيزم-كپټاليزم)او ټكر فكرونو، سياستونو او پاليسيو ولاړ و او همداسې يې پر وړاندې افغان جهاد هم له يادو سياستونو او پاليسيو اغېزمن و، خو بياهم نه پكې دغو فكري او سياسي قطبونو او نه يې هم ټكرونو او تقابل ته هيڅ پاملرنه شوې وه، بلكې د دغه تقابل او ټكر په منځ كې د هېواد معضلې يو درېيم او يواځي ايډيالوژيك تعامل رامنځته شوی و چې له مخې يې له دغې معضلې سره چلند هم عقيدوي و، خو كه سياسي و؛ هغه يواځي دا چې په شعوري ډول او هم پر لاشعورۍ د جگړې راتلونكی د هغې پر ښكېل يو اړخ پورې تړلی و، دې سياست افغان جهاد ته د كمونيزم او كپټاليزم ترمنځ د جگړې بڼه ور كړه. د شوروي له ماتې سره سم د فرانسيس فوكو ياما او سمويل هنټيكنټن لخوا د كپټاليزم ماتې نه منونكې او تلپاتې بريا اعلان او د هنټيكنټن صراحت چې وايي: له كمونيزم وروسته يواځي اسلامي تمدن كې له كمپټاليزم سره د ټكر وړتيا پاتې ده؛ همدا په گوته كوي، خو په خواشينۍ چې افغانانو پر سياسي تعامل باور نه درلود، ترڅو د عقيدې ترڅنگ له معضلې سره سياسي چلند هم وكړي او له لوېديځه هغه پور واخلي چې شوروي ته په ماتې ور كولو كې يې پوروړی شوی و، نو ځكه د شوروي له ماتې وروسته نه يواځي ياد اړخ ته د لاسوهنې فرصت رامنځته شو، بلكې متلاشي قيادت او ډله بازۍ ځپلی ملي يووالي او د سياسي رهبرۍ نه شتون هم دغه لاسوهنه لاپسې لازمي گرځوله چې وروسته كه څه هم د اسلامي امارت واك په راتلو دغه تشه مخ پر ډكېدو وه، خو چې لوېديځ هم د خپل دغه فرصت په وروستيو كې و؛ ډكېدو ته يې پرېنښوده او د ترهگرۍ پر نوم چې موخه يې بشپړ اسلام و؛ زموږ پر گران هېواد يې يرغل وكړ او له نېكې مرغې له شوروي سره پرتلې ته نږدې له شرمه ډكې ماتې سره خبره بېرته د هنټيكنټن دې ټكو ته ودرېده چې يواځي په اسلامي تمدن كې د كپټاليزم د ټكر وړتيا شته. د شوروي د ماتې نكل كه د صليبي يرغلگرو لپاره يو پند و چې گټه يې ترې پورته كړې وای، زموږ لپاره هم د پند ترڅنگ يو ستر وياړ دی چې د يرغلونو پروړاندې ترې گټه واخلو او دا دی د كمونيزم پر نظريه ولاړ شوروي د ماتې۳۴مه كاليزه اوس په داسې حال كې لمانځو چې د كمپټاليزم نظريې صليبي يرغل مو هم مات كړی، د ورسره كړي جهاد راتلونكی مو هم يواځي د اسلامي تمدن په چوكاټ كې خپلواكه داعيه وه او له پرديو سياستونو او پاليسيو له اغېز پرته يواځي د هغو تر منځ تقابل او تضاد څخه په گټې اخيستنې له معضلې سره د چلند محور مو د عقيدې ترڅنگ سياسي تعامل هم و چې پرې تر بريا راغلي يو، خو دا چې په نږدې او لرې تېر پسې مو بيا هم كمونيزم او كپټاليزم غبرگ د اصلي دښمن په توگه پېژني او ترې له ماتې خوړو سره بيا ښه خاطره هم نلري؛ نو په گډه پر سياسي-امنيتي، ډيپلوماټيكو، اقتصادي او نورو ډگرونو يوه داسې فکري تبليغاتي فضا را منځته كول غواړي چې د اړوندو نظريو بايلليو موخو ته پرې تر ممكنې كچې ورسېږي او سره له دې چې لاهم يې اوكراين د گرمې جگړې تود ډگر دی؛ د نوي افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې يې دريځونه ډېر سره نږدې او په ډېرو مواردو په ځانگړې توگه دلته پرمختگونو او بشپړ امنيت باندې سترگو پټولو كې يې پلمې هم سره ورته برېښي، نو پكار ده د اړوندو موضوعاتو پر تړاو د بې پرې سياست او رڼو پاليسيو پر خپلولو ټولې هڅې په كار واچولې شي، ترڅو په دام كې له راتلو يې خوندي او امن افغانستان، افغان ولس او اسلامي امارت د تلپاتې ښېرازۍ څښتن وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *