لیکنېمقالی اوتبصرې

د جاپان له تازه مرستې د هېوادوالو هرکلی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وایي، جاپان له افغانستان سره د روغتیا او د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې ۲۱ میلیون ډالر مرسته کوي.
یو شمېر هېوادوال وایي، جاپان یوازینی هېواد دی چې له افغانانانو سره په هر قسم سختو حالاتو کې مرسته کوی او هېڅ کوم مقصد نه لري او له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوي، چې افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
خلیل اتل شریعت ورځپاڼې ته وویل:»خبرونه مې اورېدل چې جاپان له افغانستان سره تازه مرسته اعلان کړه. دا زموږ لپاره یو ښه خبر دی، نور هېوادونه دې هم د جاپان په شان په هره برخه کې د افغانانو لاسنېوی وکړي او مرستو ته دې ادامه ورکړي.»
یونیسف ویلي، چې د جاپان له دغه مرستې به ۱۸ میلیونه ډالر په ۳۴ ولایتونو کې ماشومانو ته د واکسین د طبیق په برخه کې ولګول شي.
شبیر خان وایي جاپان یوازینی هېواد دی، چې تل یې له افغانستان سره مرسته کړې او کوي یې.
خان شریعت ورځپاڼې ته وویل:» د جاپان له مرستې مننه کوو، تل یې د افغانستان سره د یو ښه دوست په توګه چلند کړی، ډېرې مرستې یې له افغانستان سره کړي، که هغه د تعلیم په برخه کې وي، بشري برخه یادوې او که نورې، موږ یې له مرستو مننه کوو او د نورو دوامداره مرستو په هېله یې یوو.»
دغه مرسته چې د یونیسف په لاس په افغانستان کې مصرفېږي په کې به ۱۸.۳ میلیون میندو او ماشومانو ته د واکسین او په څلورو ولایتونو کې به ۲۰زره کسانو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه هم برابره کړي.
د سید نور په نوم ځوان شریعت ورځپاڼې ته وویل:» له جاپان مننه کوو چې مرستې کوي، ځکه زموږ هېوادوال په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. دغه مرسته باید یونیسف په ښه شکل مصرف کړي او هغه سیمو ته توجو ډېره وکړي، چې دا شل کاله هلته هېڅ مرستې خلکو ته نه دي رسېدلي.»
باید وویل شي، چې جاپان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي او کوي یې.

پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *