دینې لیکنې

د حضرت عمر رضی الله 12 صفتونه

ژباړه: معاويه رضي الله عنه صعصعه ته وويل: د عمر رضي الله عنه صفت راته وکړه! هغه ورته وويل:

مولوي نورالحق مظهري
ژباړه: معاويه رضي الله عنه صعصعه ته وويل: د عمر رضي الله عنه صفت راته وکړه! هغه ورته وويل: عمر رضي الله عنه د خپل رعيت په حال خبر وو، په خپل ځان کي عادل وو، لويي يې نه کوله، عذرونه يې قبلول، آسانه يې ځان پټوی، دروازه يې خلاصه وه، د حق پلټنه يې کول، د بدۍ څخه ليري وو، پر ضعيف مهربانه وو، بې ځايه خبري يې نه کولې، ډېر وخت به چوپ ناست وو او د عيب څخه ليري وو.
د صفاتو تشريح:
1 – عمر رضي الله عنه د خپل خلافت په وخت کي د خپل رعيت او ملت په حال ځان خبروی تر څو د اړتيا په صورت کي مرسته ورسره وکړي او ستونزي يې حل کړي.
2 – حضرت عمر رضي الله عنه د خپل ځان سره عدالت کوی؛ يعني افراط او تفريط به يې نه کوی؛ يا يې معنی دا ده چي عدالت دده په خټه کي نغښتی ځکه يې هر چيري د هر چا سره عدالت چلوی.
3 – حضرت عمر رضي الله عنه لويي او تکبر نه کاوه ځکه نو تل يې د ضعيفو او ناتوانو مسلمانانو خيال ساته او د دوی هر مشکل ته يې رسېدګي کوله.
4 – حضرت عمر رضي الله عنه د معذورو انسانانو عذر قبلوه؛ پدې معنی سره چي کله به يو څوک ورته راغی او د يو شي په اړه به يې عذر ورته وړاندي کړ نو حضرت عمر رضي الله عنه به يې عذر قبلوه.
5 – حضرت عمر رضي الله عنه په لباس او کالو کي تر حد تجاوز نه کوی او تنها د خپل بدن په پټولو سره به يې بسنه کول؛ داسي يې نه کوله چي ډېر ګران قيمته او لوړ ارزښته کالي واغوندي.
6 – د حضرت عمر رضي الله عنه دروازه تل د خپل ولس او خلګو په مخ خلاصه وه هر څوک يې بېله کومي پابندۍ ليدني او ملاقت راتلای سو.
7 – حضرت عمر رضي الله عنه د حق پلټنه کول او په هري موضوع کي يې حق پيدا کوی؛ په پټو سترګو او ناخبرۍ کي يې نه فيصله کول، نه يې هم کوم فرمان صادر وه، او نه يې هم کوم مسلمان متهم کاوه.
8 – حضرت عمر رضي الله عنه د بدۍ څخه ځان ليري ساته تر څو د ځان ساتني تر څنګ په خپل ولس کي رعب او هيبت له لاسه ورنکړي او لوی الله جل جلاله ورڅخه خوابدی نسي چي بيا به يې ټول معنويات له مينځه ولاړ سي.
9 – حضرت عمر رضي الله عنه پر ضعيفو انسانانو باندي ډېر مهربانه وو ځکه نو تل د ضعيفو او بې کسه کسانو څنګ ته درېدی او هغه يې د هر زورور او زورواکي څخه ساتی.
10 – حضرت عمر رضي الله عنه بې ځايه او بې فايدې خبري نه کولې او هيڅ وخت يې ځان په اټکلي خبرو نه مصروف کوي.
11 – حضرت عمر رضي الله عنه به ډېر وخت چوپ ناست وو تر څو د خپل ولس په ښېرازۍ او خدمت کي فکر وکړي او د هغوی لپاره مهم خدمتونه عرضه کړي.
12 – حضرت عمر رضي الله عنه په ځان د عيب پيدا کولو او د بل مسلمان د عيب بيانولو څخه په کلکه ډډ کوله او هيڅ وخت يې په نورو مسلمانانو کي عيبونه نه پيدا کول.
ګرانو او معززو مشرانو! د حضرت عمر رضي الله عنه غوندي ځانونه جوړ کړئ چي د هغه غوندي حکومت کول مو په برخه سي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *