دینې لیکنېلیکنې

د حکم له لحاظه د جامې اقسام

اول – لازمه:
د دې لپاره چې انسان خپل عورت پټ کړي, يا له ناروغي پيدا کونکي يخ او ګرمي نه ځان وساتي جامه په تن کول فرض ده.
دوهم – مستحب:
د الله تعالی د نعمت ښکارندويې لپاره د اړتيا نه زياته جامه په تن کول مستحب ده؛ رسول الله ﷺ فرمايلي: «إن الله يحب أن يرى أثر نعمته على عبده» ترمذي. له شک نه پرته, الله خوښوي چې د خپل نعمت اثر په خپل بنده باندي
وويني.
دريم – مباح:
د ځان ښايسته کولو لپاره ښايسته جامه د اخترونو, جمعو او نورو محفلونو لپاره په تن کول مباح ده؛ خو هروخت ښايسته جامه په تن کول په کار نه‌ده، ځکه داکار بې‌خيري او لويې ده او بله دا چې د محتاجو او غريبانو خلکو غوسه او حسد پاروي، نو پرهېز ورنه په کار ده؛ که ښايسته جامه په انسان کې کبر نه پيدا کوي بيا يې ټول وخت په تن کول هم باک نه لري، د کبر د نه‌پيدا کيدو علامه دا ده چې په دغو جامو کې داسي احساس کوي لکه په عادي جامو کې.
څلورم – مکروه:
د تکبر په نيت جامه په تن کول مکروه ده.
پنځم – حرامه:
د نرانو لپاره ورېښمينه جامه حرامه ده، مګر ګلدوزي/خامک يې جواز لري، چې له څلورو ګوتو زياته نه وي.
بېلابېل:
بهتره دا ده چې جامه د پنبه، کتان يا وړۍ نه جوړه وي؛ دا د سنت سره برابره ده. چې لمن يې د نري لېنګي ترنيمايې پوري وي او لستوڼي يې تر ګوتو رسيدلي وي، د لستوڼو خولې يې يوه لويشت وي.
جامه بايد نه ډيره بهتره وي او نه ډيره بده وي، ځکه وسطيت بهتري ده او بله دا چې په شريعت کې له «تشهير» نه منع راغلې ده، تشهير همدا ده چې جامه يې ډيره قيمتي وي يا ډيره بې کاره
وي.
د نرانو لپاره مکروه ده چې جامه يې تر پونډيو ښکته وي.
سپينه جامه مستحب ده.
رسول الله ﷺ تور او زرغون پټکی هم په سر کړی دی.
د لويانو دا عمل مکروه دی چې خپلو نابالغه زامنو ته سره‌زر او ورېښمنې جامې ور په تن کړي.
اﻟﺪﺭ اﻟﻤﺨﺘﺎﺭ ﻭﺣﺎﺷﻴﺔ اﺑﻦ ﻋﺎﺑﺪﻳﻦ (ﺭﺩ اﻟﻤﺤﺘﺎﺭ)-[ﻛﺘﺎﺏ اﻟﺤﻈﺮ ﻭاﻹﺑﺎﺣﺔ]-[ﻓﺼﻞ ﻓﻲ اﻟﻠﺒﺲ]- جلد – 6 – ﺻﻔﺤﺔ -351 – م. بيروت.

عبدالرقیب رقیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *