بېلابېلې لیکنېلیکنې

واکمنو ته!

عرب کوچی د وخت ځواکمن اموي پاچا سليمان بن عبد الملك ته ورپورته شو، د نر غوندې یې څو داسې سپینې سپینې خبرې ورته وکړې چې بل چا نه شوی ورته کولی! کوچي ورته ویل: د مومنانو امیره! څو خبرې درته کوم، که بدې درولګیدې؛ ویې زغمه، ځکه که زما خبرې دې ومنلې په دې کې دې ډېره ګټه ده.
سلیمان ورته وویل: کوچیه وایه، څه ویل غواړې؟ کوچي ورته وویل: زه په داسې خبرو خوله خلاصوم چې ډېرې ژبې پر هغو خبرو ګونګې دي، خو دا خبرې د الله لپاره تا ته د وعظ په نیت کوم، ته زموږ امام یې، پر موږ حق لرې چې حقه، ګتوره او سپینه خبره درته وکړم.
د مومنانو امیره! پر تا داسې خلک راتاو شوي دي چې ځانونو ته یې هم بده لاره غوره کړې ده! دوی د خپل دین په بدل کې ستا نه دنیا اخیستې ده! دوی الله خپه کوي او تا خوشالوي! دوی ستا باره کې له الله څخه نه ډاریږي، دوی دې اخرت خرابوي او دنیا درته ښایسته کوي! نو الله تعالی چې تا ته کوم امانت (د خلکو امارتــــ او دولت) سپارلی؛ دوی ته دا امانت مه سپاره.
کوچي زیاته کړه: دوی دې امانت ته د دې لپاره اوږې ورکړې دي چې ضایع یې کړي، دوی له امت او ولس سره هیڅکله مخلص نه دي؛ خو د دوی د کړنو به الله ستا نه پوښتنه کوی! او دوی نه به ستا د کړنو پوښتنه نه کیږي، نو د خپل اخرت په خرابولو سره د دوی دنیا مه ورته جوړوه، ځکه قیامت کې به تر ټولو لوی تاواني هغه څوک یې چې د نورو د دنیا لپاره یې خپل اخرت خراب کړی یي.
سلیمان بن عبد الملک ورته وویل: اې کوچیه! تا نصحیت وکړ، موږ ته دې الله توفیق راکړي چې ستا خبرې عملي کړو. المجالسة وجواهر العلم، للدینوري 134.
دا څو سپینې خبرې یوه سهرایي کوچي د وخت پیاوړي اموي واکمن سلیمان بن عبد الملک ته کړې دي، چې ټولې د واکمن پر حاشیه، ورنږدې خلکو او مهمو مشاورینو راڅرخي، هر کشر، منځنی او لوی واکمن که دا خبره مني یا یې نه مني؛ خو هغه د هغو خلکو په مکمل کنترول کې یي چې سهار او ماښام پرې راتاو یي.
که لږ نور جرأت او وضاحت وکړو، باید ووایم لکه یو بندي چې پولیس په ولچکونو او ډنډو کنترولوي؛ یو واکمن د هغه ورنږدې خلک په ژبه او خبرو سره همداسې کنترولوي، نو که دا خلک ښه، صالح، دینداري او له وطن سره خواخوږي یي؛ واکمن به پر سمه، نظام به مخ پر قوت او هیواد به مخ پر وده روان یي او که داسې نه یي، الله دې نه کړي درنې ستوتږنزې به رامنځته کیږي او واکمن به د الله او ملت په وړاندې مسؤل او پوښتل کیږي.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *