دینې لیکنېلیکنې

د سرور کاینات حضرت محمد (ص) اخلاق

داسلام سپېڅلي دین ته ددعوت په لاره کې اوهمدارنګه د شخصي ژوند په برخه کې د جناب رسول الله مبارک حلم،تحمل،برده بارۍ، فضل اوبښنه له حد نه هم زیات وو، حتی له هغه چاسره چې له ده سره به یې د عاطفې اوترحم مقاطعه کړې وه ، د ده له بښنې څخه نه محرومېدل،محمد ص د آزار اوازیت په مقابل کې لوړتحمل درلود چې د ځان تېرېدنې او بښنې ډیرروایتونه یې په (سیرت نبي) کې راغلي دي د هغه جناب حوصله په ډېرو مواردو کې سبب شوې چې مقابل لوری د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شي،حضرت محمد ص چې څومره توان او طاقت درلود عفوه یې کوله،یو وخت د غنیمت د ویش په مهال یوه (اعرابي) سوګند پورته کړ چې له ماسره عدل اوانصاف ونشو،اعرابي مرورشو اود تګ لاره یې خپله کړه،رسول الله مبارک په ډېره مهربانۍ وویل : له ما پرته به له ده سره څوک عدل اوانصاف کوي؟ ورشئ په نرمۍ او دلاساینه یې را وګرځوئ اوماته یې راولئ ، د بېرته را ګرځېدو په صورت کې ستونزه حل اواعرابي خوشحاله شو. د خیبرد جنګ دغنیمتونود وېشلوپر مهال یوه تن رسول الله مبارک ته وویل : چې په عدل ویش نه کېږي ده مبارک په ډېره مهربانئ جواب ورکړ چې له ما پرته به څوک په داسې عدل وېش وکړي که زه عدالت ونه کړم نو تاوان به مې کړی وي ته ډاډه اوسه که زما کوم حرکت ستا په نظر بې عدالتي ښکاره شو له نوروسره یې شریک کړه،حضرت عمر رض عنه ولاړشو او له رسول الله مبارک څخه یې (شاکي) ته د جزا ورکولوغوښتنه وکړه خو رسول الله مبارک غوڅ وویل : چې هېڅکله به اجازه درنه کړم چې زما صحابي ته ضررورسوئ. د حضرت محمد مصطفی د حلم او برده بارۍ نور د حیرانۍ مثالونه هم شته،په یوه جنګ کې چې مسلمانان په جګړه بوخت وو، یوه دښمن چې د مسلمانانو غفلت یې غنیمت وګاڼه ، ځان یې رسو ل الله مبارک ته ورساوه ، د هغه په مخکې یې توره وکښله او وویل : چې وایه ! اوس به د څوک زما له لاسه خلاص او نجات درکړي ، بهترین عالم پرته له دې چې وارخطا شي په ډېرلوړجرئت یې هغه ته وویل : چې الله ج به مې درڅخه خلاص کړي ، د کافرلاسونه ولړزېدل اوتوره ترې ولوېده او د رسول الله مبارک په لاس ورغله اوکافریې مخاطب کړ چې اوس ته وایه څوک به دې له ما څخه خلاص کړي ، کافرپه ډېره عاجزۍ وویل : نیکي کوه ، رسول مبارک ورته وویل : شاهدي ادا کوې چې الله یودی دین یې برحق دی او زه دده رسول او پیغمبریم ، سړي وویل : نه ! لیکن هېڅکله به وروسته له دې ستا اوستا له اصحابو سره جګړه ونه کړم اوستا له دښمنانو سره هم مرسته نکوم ، له دې وروسته زه یو بې طرفه کس پاتېږم حضرت محمد ص له ده څخه لاس واخیست او آزاد یې پریښود ، دغه کس کله چې خپلو ملګرو ته را ورسېد نو وویل د ښو اخلاقو له څښتنه را ګرځېدلی یم او تاسې ته راغلی یم محمد ص ته زه په لاس ورغلم چې باید وژل شوی وای خو ویې نه وژلم بلکې ژوندی یې خوشی کړم .
د حضرت علي کرم الله وجهه څخه روایت دی چې یوځل زه ، زبیراومقداد رسول الله مبارک په دې موظف کړو چې د (خاخ) باغ ته ولاړ اوهغه کاغذ چې هلته له (ظعینې) سره دی ترې را واخلو کله چې موږ هغه ځای ته ورسېدو او ښځه مو پیدا کړه نوهغه د کاغذ څخه انکار وکړ په هغه موپټکه وکړه چې کالي دې شېندو، کاغذ پیدا کوو، نوهغې کاغذ له خپلو کوڅیوڅخه را وکیښ اوموږ ته یې را کړ په کاغذ کې د (ابي بلتعة) زوی حاطب د مکې معظمې د مشرکانو یوې ډلې ته د حضرت محمد ص د ځینو کارونواو ځانګړتیاوو په اړه معلومات لیکلي وو، حضرت محمد ص حاطب مخاطب کړ دا څه شی دي ؟ حاطب وویل : چې ځینې کسان په مکه معظمه کې خپلوان لري او له هغوی سره اړیکې لري او دخپل کور او اولادونو پوښتنه ترې کوي ، زه په مکه معظمه کې له چاسره خپلوي نه لرم نوځکه مې د هغه چا د خوشحالۍ لپاره چې زه ورسره خپلوي نه لرم دغه لیک ولیکه ، چې زما ماندینه او اولادونه وساتي دغه کارمې نه د (کوپر) له حیثه کړی اونه مرتد شوی یم ، حضرت عمر رض رسول الله مبارک ته وویل: اجازه راکړئ ، چې د دغه دوه مخي سر له تنې جلا کړم خو رسول الله مبارک وویل :
دی رښتیا وایې او دغه کس د بدرپه جګړه کې هم حاضرو ، ته د څه له رویه خبریې چې هغه کسان چې د بدرپه جګړه کې یې ګډون کړی و الله ج نه دي بښلي ، رسول الله مبارک به تل داخبره کوله ، زما یارانو ته نه ښایې چې د نورو خبرې ماته را وړي ، زه په دې خوشحالېږم او دا مې خوښه ده چې مخامخ له تاسې سره وګورم او له تاسې په خبرو خوشحاله شم او یوه ته مې هم په زړه کې څه نه وي .

حیات الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *