دینې لیکنې

د فطر صدقه

مومنو مسلمانانو ورونو او درب العزت رښتینو بندگانو! لکه څنگه چې د پاک خدای (ج) له خوا روژه په هر کال کې یوه میاشت پرټولو مسلمانانو که هغه نارینه وي که ښځینه چې بلوغ ته رسیدلی وي فرض کړای شوې ده نو سره له دې چې د روژې مبارکې ټوله میاشت د عبادت، فضیلت، رحمت اودپاک الله(ج) د پیرزوینې میاشت ده چې رب العالمین د خپل حکمت او علم قدیم په اساس هغه د دولس قمري میاشتو په جمله کې دې ته ځانگړې کړې او امتیاز یې ورکړی دی، البته دامیاشت د خواخوږي میاشت هم ده ځکه چې ددې میاشتې له فضایلو څخه یوهم دادی چې د هرمومن مسلمان دکورنۍ په ټولو غړو صدقه دفطرهم لازمه شوې ده چې په دې اړوند کولی شو د فقهې په رڼا کې یې په لاندې توگه یادونه وکړو :
په هر هغه انسان چې آزاد ، مسلمان او دشرعي نصاب مالک وي دفطر صدقه لازمه ده او دغني نصاب خاوند دځان او دخپل صغیر اولاد ، دخپل غلام او وینځې دفطر صدقه هم باید ادا کړي او اندازه د صدقه فطر په لاندې ډول ده :
صدقه دفطر د هر شخص په اندازه د نیم (صاع) غنم له (( 1750)) گرامو غنمو سره برابریږي او معادل د خوردکم یوچارک کېږي ، البته د وربشو، خرما او ممیزو پوره یو (صاع) لازمه ده ، که چېرې د صدقه فطر په عوض دیاد کړای شویو څیزونو د یو څیز بیه « قیمت» ورکړای شي ، جایز دی .
د صدقه فطر حکم او دمشروعیت دلیل:
رسول الله (ص) د اختر لمانځه د اداء کولو لپاره د وتلو نه وړاندې د صدقه فطر ورکولو امر کړی دی. همداشان عبدالله بن عمر روایت کوي وایي: رسول الله (ص) د فطر زکات په مریانو اصیلو، ښځې نر او بوډا او ځوان مسلمان باندې واجب کړی دی،(ان رسول الله فرض زکاة الفطر من رمضان علی الناس علی کل حر او عبد ذکر اوانثی من المسلمین)«موطا الامام مالک، حدیث : ۹۸۷»
دصدقه فطر دلازمیدو وخت : صدقه فطر دسهار دلمر په څرک (صبح صادق ) او دکمکي اختر په لومړۍ ورځ لازمیږي، همداشان که چېرې داختر په شپه کوم ماشوم پیداشي یعنې نوی پیداسی له یادکړای شویو شرایطو سره سم صدقه دفطر یې لازمه ده او که چېرې کوم شخص د اخترپه شپه مړشي ، صدقه دفطریې هم پای ته رسیږي.
د صدقه فطر ورکولو وخت:
مونږ مسلمانان مکلف یو چې سرسایه ورکړو او باید د اختر لمانځه د اداء کولو څخه وړاندې یې ورکړو، لکه چې د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه په دې شرحه روایت دی: ( ان رسول الله امر باخراج زکاة الفطر ان تودی قبل خروج الناس الی الصلاة) « صحیح مسلم: کتاب الزکاة باب الامر باخراج زکاة الفطر قبل الصلاة حدیث: ۹۸۶ )
بنآ د ذکر شوي روایت پربنسټ سرسایه ورکول مخکې د اختر له لمانځه څخه ډیر فضیلت لري او که چېرې مخکې د کمکې اختر څخه سرسایه ورکړای شي هم جایز ده، ځنډول یې داختر له ورځې څخه وروسته گناه ده اوپه غیر د ورکولو یې شخص نه خلاصیږي، همدارنگه سرسایه باید مسکېنانو ، بیوزلو اونادارو خلکو ته ورکړل شي.دا چې د روژې مبارکه میاشت پای ته رسیږي نو دمسلمانانو د لاخوښي له پاره یې د نیکمرغه کمکي اختر ورځې دوی ته غوره کړي دي ترهغه چې دیوې میاشتې روژې نیولو له سپېڅلي عبادت وروسته مسلمانان په خپل منځ کې راشه درشه وکړي او د یوبل په حال او احوال باندې پوه او باخبره شي نو ددې له پاره چې د ټولنې د مسکېنو ، بیوزلو او نادارو خلکو ته هم خوښي او خوشحالي ورپه برخه شوې وي نو دنصاب په مالک یې سرسایه لازمه گرځولې ده ، په اسلام کې د سرسایې د اداکولو څخه هدف په اسلامي ټولنه کې د خواخوږي او همدردي دشتون پیاوړتیا او د ټولنیزو اړیکو ټینگښت او پایښت دی، اسلام دتقوا ، خواخوږي او همدردي دین دی پردې بنسټ پرمونږ مسلمانانو واجب ده چې په ټولنه کې د بیوزلو ، مساکېنو او یتیمانو له حال او احوال څخه باخبره و اوسو ترهغه چې له هغوئ سره مرسته او امداد وکړو ترهغو چې دوئ له تنگ لاسي او ستونزو څخه وژغورل شي او هم په ټولنه کې سمون را منځته او په بشپړه توگه ټینگ شي، لکه څنگه چې پاک خدای (ج) جناب حضرت رسوالله صلی الله علیه وسلم ته هدایت فرمایلی چې هیڅ یتیم تحقیر نه کړې او هیڅ مسافردې له خپلې دروازې څخه محروم او ناهیلی نه کړې اوهغه نعمتونه چې یې تاته درکړي له هغه څخه یادونه وکړه، دپاک خدای (ج) رښتینو بندگانو که چېرې د خدای (ج) او د رسول اکرم (ص) رضایت غواړئ نوتل د فقیرانو ، مساکېنو ، بیوزلو او یتیمانو لاس نیوی وکړئ او له هغو نعمتونو څخه چې پاک الله (ج) پرتاسو پیرزوکړي صدقه ورکړئ چې سعادت او نیکمرغي ته ورسیږئ اوپه یقین سره پوه شئ چې اسلام د ټولنیز عدالت، مرستې ، خواخوږي ، رحمت اودوستي دین دی او بې ساری خوند هم د بیوزلو په لاس نیوي کې نغښتی دی ، نو تروسې وسې باید ټول مسلمین په سمه طریقه دفطر صدقه ادا کړی چې په دې ډول وکولای شو تریوه حده د بیوزلو او مساکېنو لاسنیوی وکړو او له امله یې د پاک خدای (ج) اود جناب رسول اکرم (ص) رضایت حاصل کړو.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *