دینې لیکنې

روژه د برکتونو میاشت ! دیارلسمه برخه

د روژې میاشتې برکتونه:
نولسم برکت:
بل برکت ددې میاشتې دا دي چې ددې میاشتې د روژې په نیولو باندې د انسان څخه متقي او پرهیزګاره جوړیږي لکه څنګه چې الله پاک په قرآن عظیم الشان کي فرمایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. [البقرة:183] ژباړه: ای مومنانو! روژه پر تاسو باندي داسې فرض کړل سوېده لکه پر هغه کسانو چې تر تاسو مخکي تیر سوي دي ددې لپاره چې تاسو متقیان سی.
نو د روژې په نیولو باندې انسان متقي کېږي خو پدې شرط چې سمه روژه ونیسي او تقوی هغه شی دی چې هر مسلمان د ځان د نجات او ژغورنې لپاره اړتیا ورته لري.
شيلم برکت:
بل برکت ددې مبارکې مياشتي دا دی چې پدې مبارکه مياشت کې الله پاک امت ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اعتکاف په نامه ښکلی عبادت ورکړی دی چې نارينه او ښځينه دواړه يې کولای سي البته نارينه به يې په جوماتونو کې کوي او ښځينه به يې په خپلو کورونو کې کوي.
اعتکاف هغه عبادت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی قضاء کړی، عايشه رضي الله عنها فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې ژوندی وو نو خپله به يې د روژې مياشتي په لسو آخرو شپو کې اعتکاف کوی او کله چې دی مبارک وفات سو بيا دده ميرمنو اعتکاف کوی.د اعتکاف د فضيلت لپاره په آثارو کې ډېر ښه مثال راغلی دی هغه دا چې: د معتکف مثال د هغه چا دی چې د يو چا پر دروازه باندي و دريږي او دا ورته وايي تر څو چې زما اړتيا پوره نکړې د دروازې څخه دي نه ځم؛ معتکف هم همداسي دی کله چې دی په اعتکاف کې کښېني نو داسې مثال لري لکه دی چې د الله پاک پر دروازه باندي د سوال کولو لپاره ولاړ وي او داسي په جديت ولاړ دی چې تر څو يې الله پاک غوښتني او سوالونه ونه مني د دروازې څخه يې نه ځي، بالآخره ددې ډېر احتمال سته چې الله پاک دي دده غوښتني او سوالونه ومني لکه د روژې په آخره کې د اختر په ورځ چې د روژتيانو لپاره الله پاک ثوابونه ورکوي و معتکف ته دي هم ثواب ورکړي.خلاصه داسي ويلای سو چې اعتکاف د عبادت، توبې او دعا قبلېدلو لپاره ښه وخت دی هيڅ مسلمان يې بايد د لاسه ورنکړي. همداسي په يوه حديث کې راځي: څوک چې د روژې مياشتي په لسو شپو کې اعتکاف وکړي نو ده ته به د دوو حجونو او عمرو ثواب ورکول کېږي.

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *