اقتصاد او رغونه
د مزار شریف- شبرغان سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې
شریعت: د بلخ د ټولګټو چارو رياست مسوولين وایي، چې د مزارشريف- شبرغان سړک له بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
شریعت: د بلخ د ټولګټو چارو رياست مسوولين وایي، چې د مزارشريف- شبرغان سړک له بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ د ټولګتو رییس مولوي عبدالستار زاهد وویل، چې د دغه سړک چارې د بلخ ټولګټو ریاست لخوا د درې میاشتو په موده کې د ٦ ميليونو او ٤٠٠ زرو افغانیو په لګښت بیا جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې ۸ ویجاړ شوي پُلچکونه هم بیا رغول شوي دي.