اعلامیېافغانستان

د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په اړه د حکومت غبرګون

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې سفیرانو ته په اصطلاح د تروریزم پر وړاندې د مبارزې دوو جګپوړو چارواکو د داعش له لوري له نړۍ او افغانستان څخه ګواښونو په اړه مالومات ورکړل شول، چې پکې زموږ په هېواد کې د شلو ډلو شتون، د وسلو د پراختیا او د داعش د عملیاتي وړتیاوو د زیاتوالي ادعاوې بیا تکرار شوې.د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا دغه بې بنسټه تورونه ردوي او په داسې حال کې، چې په دې ډول مسایلو کې د شفافي ښکیلتیا غوښتنه کوي، څرګندوي، چې په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد سلګونه مستقل عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له منځه وړل شوې دي.هر هغه څوک چې دا ډول بې بنسټه ادعاوې کوي یا خو یې معلومات کم دي او یا هم په دې ډول پرو پاګند سره ځپل شوي داعش ته مورال ور کوي او په سیمه کې بې ثباتي ته لمن وهي.دا چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه صفر ته نږدې شوي او بیا هم یو نړیوال سازمان دا ډول بې سنده او منفي پروپاګند خپروي او په اړه یې ثبوت هم نشي وړاندې کولای، د یاد سازمان حیثیت تر سوال لاندی راولي.په عین حال کې، موږ له دې سره موافق یو، چې په افغانستان باندې د ملګرو ملتونو او نورو طرفونو یو اړخیز بندیزونه، د شتمنیو کنګل کېدل د بشري وضعیت د ستونزمن کېدو اصلي لامل دی چې د عامو افغانانو په ژوند یې ناوړه اغیز کړی چې د سیمه ییز ثبات په خاطر د دې وضعیت د بېړني بدلون غوښتنه کوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *