دینې لیکنې

د نوي ژوند لپاره چمتووالی

تردې ځایه چې څومره بیان وشو دا ټول د دین هغه ضرورت او ارزښت ؤ چې یو انسان یې په دې دنیا خپل فردي او اجتماعي ژوند کې ورته لري- اوس به په دې هکله څو خبرې وکړو چې انسان خو بالآخره په مرګ محکوم دی نو آیا له مرګه وروسته څه پیښېږي- آیا هغه به همدغسې له خاورو سره دوړه دوړه ورک له منځه ولاړ شي او که دوهم ځلي به راژوندی شي، د خپلو کړو وړو بدله به مومي او بیا به د تل لپاره خپل ابدي کور کې دېره وي- د اسلام مبارک دین انسان یو ابدي مخلوق ګڼي او له مرګه وروسته هغه ته جزا او سزا ثابتوي- قرآن مجید په دې هکله داسې وايي. ژباړه: « آیا انسان اټکل کوي چې همداسې چټي عبث به پرېښودل شي؟» بلکې هېڅکله داسې نه شي کېدای، هغه به ضرور خپله بدله مومي- اسلام وايي الله تعالی سره له دومره علم او حکمته- یقیناً له عبث کارونو پاک دی، هېڅکله داسې نه شي کېدای چې هغه دومره لوی نظام پرته له کومې معقولې نتیجې پای ته ورسوي او هیڅ نتیجه ترې وانخلي- خامخا به نېکانو ته نښې بدلې او بدانو ظالمانو ته د خپل عمل مناسبه سزا ورکوي- د دنیا ژوند ډېر لنډ او مرګ هم یو ناڅاپه راتلونکی واقعیت دی- دلته صرف یو ازمیښت او امتحان اخیستل کېږي څو معلومه شي هغه کوم خلک دي چې د خپل څښتن او خالق له مرضۍ سره سم چلېدلي او ژوندیې کړی او بل خوا ته ناړامه ظالمان او مفسدان څوک دي چې خپل دنیايي ژوند کې یې هر ډول فسادونه او د الله تعالی له فطري نظامه بشپړ بغاوت کړی- دا او هغه خلک به ضرور محاکمې ته راښکل کېږي، حساب کتاب ورسره کېږي او خپله مناسبه وړ بدله به مومي- لکه چې الله تعالی ویلي: ژباړه:« یعنې چاچې یوه ذره غوندې نیکي وکړه هم ویني به یې او که یوه ذره غوندې بدي یې وکړه ویني به یې.»
په دې اساس اسلامي دین انسان یو داسې لوی ابدي ژوند ته چمتو کوي چې بیایې بالکل ختمېدل نشته- او د همدغسې یو ژوند د نېکمرغۍ لپاره هغه ته تلوسه ورکوي او پوره ډول یې هڅوي- دینی تعلیمات ټینګار کوي چې باید انسان د خپل اخروي ابدي ژوندانه له خرابېدو وډارشي، احتیاط وکړي او له هغو ناوړه اعمالو په کلکه ډډه وکړي چې الله تعالی ورته حرام کړي او سخته سزایې ورته ټاکلې ده- انسان باید د هماغه ابدي ژوند لپاره د خپل نفس غوښتنې قابو کړي او هیڅکله یې خپلې مخې ته بې سره خوشې نه کړي، په دې توګه به د هغه تل پاتې عمر ابدي خوښي او نېکمرغي ترلاسه کړي چې هېڅکله یې ختمېدل نشته، هلته الله عزوجل څنګه چې بدکارو او ناړامو خلکو ته ډېرې سختې سزګانې او ډول ډول عذابونه تیار کړي، همداسې یې نېکانو او خپلو مخلصو وفادارو بندګانو ته داسې نعمتونه چمتو کړي چې نه چا په سترګو لیدلي، نه یې په غوږونو اورېدلي او نه یې په خیال خاطر کې تېر شوي، هغه د بې شانه نعمتونو استوګنځی دی، هلته قطعاً غم او خپګان نشته، ناروغي او بوډاتوب نشته، تل پاتې ځواني ده پناه او مړه کېدل نشته- الله عزوجل اساساً خلک له همدغسې نعمتونو څخه د مزو اخیستلو او مستفید کېدو لپاره پیدا کړي، بیایې د امتحان او ازمیښت یوه مختصره دوره ورته ټاکلې او د دې لپاره چې په هېره او غفلت کې واقع نه شي، نو د بیدارولو په موخه یې کتابونه او رسولان هم ورته رالېږلي او پوره ټینګټن یې پرې کړی چې ګوره ګوره دوکه نه شي، نفس او شیطان یې ونه غولوي او راتلونکی ابدي ژوند یې تاواني او خراب
نه شي.

یونس روهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *