اعلامیېافغانستان

د پاکستاني چارواکو د تورونو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

په پاکستان کې د وروستیو خواشینوونکو امنیتي پېښو وروسته یو ځل بیا پاکستاني چارواکو د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت پر ځای د پړې ګوته افغانانو ته نیولې ده.د افغانستان اسلامي امارت دغه تورونه په بشپړ ډول ردوي او پاکستاني مسئولینو ته وریادوي چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې
نا امني نه غواړي.د افغانستان حکومت یو ځل بیا خپل اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پرخلاف وکارول شي، خو دا په دې معنی هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسئول وي.زموږ سیمه له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې د امریکا په مشرۍ د بهرني یرغل او د سیمې د ځینو هېوادونو د غلطو سیاستونو قرباني وه چې اغېزې یې تراوسه احساسېږي.پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت سره دقیق چلند وکړي او په خپل کور کې يې حل وپلټي.په تېر ۱۴۴۴هـ ق کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۸ تنه پاکستاني داعشیان وژل شوي چې زموږ په خاوره کې یې چاودنې او بریدونه کول او لسګونه نور ژوندي نیول شوي،چې ټول اسناد او شواهد یې له موږ سره موجود دي.د دې پر ځای چې موږ پاکستاني لوري ته د پړې ګوته ونیسو، د افغانستان حکومت خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي،چې الحمدلله پايله یې هم وینو.د یادولو وړ ده، چې که څوک په پاکستان کې بریدونه کوي او یا د داعش په نامه د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو وینې بهوي، باید په ګډه ورته حللاره ولټول شي، تورونه لګول حللاره نه شي کېدای.داچي په افغانستان او سیمه کې په دیني علماوو او مدرسو د بریدونو یوه لویه توطیه روانه ده په دې اړه زموږ کشفي ارګانونو له مخکې نه معلومات تر لاسه کړي او په افغانستان کې یې د مخنیوي لپاره کارنده عملیات تر سره کړي او هم یې په دې اړه د سیمي له هېوادونو سره معلومات شریک کړي خو متاسفانه چې ځینو هېوادونو یې په اړه پر وخت اقدامات نه دي کړي.د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا په تاکید سره وايي چې موږ په پاکستان کې د هېڅ برید طرفدار نه یو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد وکاروي، خو د پاکستان په خاوره کې د ننه د بریدونو مخنیوی او کنټرول زموږ دنده نه ده؛ بلکې په هغه هېواد کې د امنيتي او استخباراتي ارګانونو دنده ده چې د همدې لپاره د خپل هېواد یوه لویه حصه بودیجه مصرفوي، پاکستاني امنیتي ارګانونه باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او د خپلو خلکو او نړیوالو د ذهنیت بدلولو لپاره افغانستان متهم نه کړي.په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې چې افغانستان کې یو خپلواک او مسئول حکومت رامنځ ته شوی، په افغانستان او سیمه کې امنیتي وضعیت د پام وړ بهتره شوی دی. دا چې یوازې پاکستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې ، په کار ده پاکستان یې حل په خپل هېواد کې ولټوي.ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *