ټولنه اوکلتورلیکنې

روغ لیونی!

د سهار وخت دی، د کلي وړوکي بازار کې دکاندارانو هټۍ خلاصې دي، څوک د ګرد کمولو په موخه د دکانو مخې ته اوبه شیندي، څوک لګیا دي د دکانو سامان ترتیبوي چې د خلکو توجو دکانو ته راجلب کړي، یو لیونی چې په ځمکه ناست دی، ویښتان خیرن او نوکان یې غټ دي، مچان ترې تاوېږي، ماشومان چې مدرسو او مکتب ته روان دي، لیوني باندې غږونه وکړي څوک لیونی لیونی ورته وایې ځینې يې په کاڼو ولي خو دی پر ځای د دې چې غوسه شي کله ورته وخاندي، کله چکچکې او کله هم شپیلک وهي.
یو دکاندار ورته وایي کور دې وران مه شه لږ یو طرف ته شه ګردونه درباندې لوېږي،خو دی یې کیسه کې نه دی، یوه پلاستکي بوجۍ چې خیرنې جامې او خځلې په کې پرتې دي، په هغه کې مصروف دی.
سپین ږیري د دکانو خوا ته پیتاوي ته ناست دي، څوک شین چای څښي، ځینې دکان کې ټلویزيون ته ګوري او په خبرونو او روانو حالاتو تبصرې کوي، د ځوانانو یو ټولی له موبایل راتاو دی، کله د خوشحالۍ چیغې کړي، کله خفګان ښکاره کړي، کله وایې شپږیزه شوه، کله وایي وسوځېد.د کرکټ لوبه ګوري.
د اطرافو خلک خوراکي توکي اخلي او کورو ته یې وړي.
غرمه شوه، یو باي فور موټر راغی،ترانې یې چالانې دي، دکاندار ته وایې یو څو انرژیانې راکړه، یو ځوان چې اوږدې زلفې یې پرېښي، ټوپک ورسره دی له موټره را کوز شو، مشروبات یې ورسره واخیستل او موټر کې کیناست، لیوني اشاره ورته وکړه.پیسې یې تري غوښتې، د موټر ښیښه یې ورته ښکته کړه لیوني ورمنډه کړه ، پر ځای د دې چې پیسې تري واخلي، موټر کې ناست ځوان نه یې خولۍ وتښتوله، هغه په خندا شو، بېرته یې ترې یووړه.
لیونی غواړي شوخې وکړي، له جیبه روپۍ، قلم او ږمنځ تري وباسي، ځوان یو څه روپۍ ورکړې او نورې يې بیرته جیب ته واچولې او غواړي ځان ترې خلاص کړي، موټر روان شو.
خلک یې ننداره کوي، لیونی خوشحاله ښکاري، پیسې دکاندار ته ور وړي، ښيښو کې بندې کولچې تري غواړي او د اخیستلو نه پس د لارې منځ کې کینې، پلاستیکي بوجۍ ته ډډه وهي او خوراک پيل کړي.
لږ وروسته طیاره راښکاره شوه، دورې یې پیل کړي، د سیمې خلک د دغو طیارو له وجې اعصابي مریضان شوي، کله چې طیارې راشي ماشومان غوږونه په ګوتو بند کړي او کوټې ته منډه واخلي، طیاره مسلسل په همدي یو ځای پرواز کوي، اخر یې دوه میزایل د دښتې په طرف ور پرېښودل او يو څه یې په نښه کړل، ګذار يې وکړ چې ورپسې لمبې پورته شوې.
بای فور موټر په دښته کې ولاړ دی، لمبې پري بلې دي، خلک له ډاره ور نږدي کیدای نه شي،موټر کې زخمیان له حرکته لوېدلي، زګيروي کوي، په دې لټه کې دي چې له موټره ځان ښکته کړي، خو نه کیږي، دروازې بندي او اور بل دی، کلیوال بې وسه کله موټر ته ګوري کله طیارې ته، هېڅ نه شي کولی.
لیونی د لوی سړک په لور روان دی، ګړندي قدمونه اخلي، خو تګ یې له پخوا سره توپیر لري، څېره یې بیغمه نه بلکې ویرېدلې ښکاري، بوجۍ یې غورځولې ده، نور هم ګړندی روان شو او لوی سړک ته نږدي شو، له جیبه یې سټیلایټ راویستلو او د چا سره خبري کوي، وایې «غازي هوټل ته موټر راولېږئ زه هم هغه طرف ته روان یم، هسې نه چې خلک پوی شي چې هدف ما ورکړی او ومې ونیسي.هلئ ژر کوئ».

نصیب ځدراڼ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *