دینې لیکنېلیکنې

روژه د برکتونو میاشت! پنځمه برخه 

د روژې میاشتي برکتونه:
شپږم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي څوک روژاتي ته روژه مات ورکړي نو الله پاک به و ده ته د روژاتي ثواب ورکوي لکه په حديث کي چي راځي: من فطر صائماً كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيء. [مسند أحمد] ژباړه: څوک چي روژاتي ته روژه مات ورکړي نو ده ته به د روژاتي غوندي مزدوري ورکول کيږي بېله دې چي د روژاتي د مزدورۍ څخه دي کوم شی کم کړل سي.
د روژاتي په ثواب باندي یواځي الله پاک خبر دی چي څومره به وي، دا پدې خاطر نه چي ثواب یې معلوم نه دی بلکي پدې خاطر چي ثواب یې بیخي ډېر دی نو څومره ثواب چي هغه ته د روژې پر نیولو ورکول کیږي و هغه چاته به هم هغومره ثواب ورکول کیږي چي روژاتي ته روژه مات ورکوي.
اووم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي په دې مياشتي کي د پيشلمي په کولو کي الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چي په حديث کي راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه] ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چي په پيشملي کي برکت دی.
زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت په دغه کي دی چي موږ پیشلمی کوو دوی یې نه کوي او د پیشلمي كول لکه په ظاهري معنی چي د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دی، پیشلمي ته کښیناستل ددې لامل جوړیږي چي انسان دي عبادت وکړي، ددې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن سي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.
د پیشلمي لپاره کوم خاص ټاکل سوی وخت نسته د شپې په آخرنۍ برخه کي د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکي کښېني چي د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکي باید پیشلمی بند کړل سي. دوام لري….

 مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *