اقتصاد او رغونه

زابل کې د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د دريو پروژو چارې پيل شوې

د کلات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې یې د درېو رغنیزو پروژو چارې د ۷ ميليونو افغانيو په لګښت پیل کړې دي.د کلات ښاروال مولوي لطف الله لطیفي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې په دغو پروژو کې د کلات ښار د مرکزي چوک معیاري ترمیم، د ولایت مقام مخ ته د منار چوک او ټولو جادو رغونه، همدارنګه د لوا سړک اړوند کوڅو رغول او د خیر واریانو سیمې د کلیو د کوڅو ویالو جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړه، چې په دغو پروژو ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د دغه ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *