شعرونه

زما د خړ کتاب شریکه!‏

زما د خړ کتاب شریکه!‏
زما د تورې حجرې یاره!‏
د باروتو په لوخړو
د توپونو په درزا کې
د بمونو په غرزا کې
ته نهام شوې زما له سترګو
رانه ورکې ستا نعرې شوې
هلته دلته مې کتلې!‏
چې پر سترګو مې تیارې شوې
ویشتل شوی پر ځیګر وې!‏
ته شهید پروت پر سنګر وې
زما له خوله ووته کريغه
زما د خړ کتابه شریکه

شهید ملا محمد حسین مستسعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close