تاریخ او جغرافیه

زما د مېرمنې رئيس!

‏يو عرب خپله کيسه داسې کوي:
مېرمن مې په کوم ځای كې دنده لري، تنخوا اخلي، د کار رئيس يې تر ما ډېر وخت ورسره تېروي، تر ما هغه ډېرې خبرې ورسره کوي، له ما د هغه څخه ډېره وېرېږي، تر ما له هغه څخه ډېر توقعات او اميدونه لري.
کله چې زه ورته تلېفون وکړم، کله ځواب راکړي او کله يې نه راکوي، خو چې رئيس يې زنګ ورته ووهي او تلېفون ته وېرېدلې ور منډه کړي، خپل آواز ورته نرم کړي، أو په ټولو خبرو کې ((نعم. نعم. طيب. طيب )) ورته وايي، يعنې سمه ده سمه ده.
زما سره يې د آواز أو خبرو بڼه بدله ده ، کله چې د يو کار غوښتنه ترې وکړم په ډېرو اعتراضاتو او بحثو يې بېرته پښېمانه شم.
رئيس يې خپل کاري دفتر ته ور وغواړي په ساعتونو ساعتونو دروازه ور پورې بنده وي، رئيس يې د کار په اړه تفصيلات ورته بيانوي، د رخصتۍ په ورځو کې تليفون ورته وکړي په ساعتونو ساعتونو خبرې سره کوي، کله چې زه مداخله وکړم دا راته وايي: ته غواړي چې ما له دندې څخه پسې واخلي، ته غواړې چې زما راتلونکی خراب شي؟
خلاصه داچې دا احساس کوم لکه د مېرمنې رئيس چې مې په ټولو شيانو کې زما سره شريک وي، او په دې شراکت کې ځان راته هېڅ سړی نه ښکاري، رئيس يې روپۍ ورکوي، أوامر ورته صادروي، هغه يې د ژوند محور ګرځېدلي دي، کله خو زه له ځان سره ووايم چې کاش زه يې رئيس وای.
دا عرب وايي: نو فيصله مې وکړه چې نور بايد نارينه شم او له دې حالته ځان را وباسم، نو يوه ورځ مې ځان تيار کړ ، غاړې مې تازه کړي چې ښځې نور زه ، زما او ستا تر منځ دريم کس نه شم زغملای، نور دا تحمل نه شم کولای چې رئيس دې په کټ کټ درسره خاندي او په ساعتونو ساعتونو خبرې درسره کوي، نور زغم نه لرم چې هره ورځ دفتر ته له تلو نه مخکې په هينداره کې ګوري او د رئيس لپاره دې ځان سينګاروي، نور بايد دې وظيفې ته استعفاء ورکړي.
د دې خبرې له أورېدو سره سم مې مېرمنې طلاق را څخه وغوښت ، اوس دا يو په محکمه کې د قاضي د راتلو انتظار کوو.
نو د مخلوط نظام بيا داسې نتائج وي!

ژباړه: عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *