پر پښتو ژبه او ادب د ټکنالوژۍ اغېزې
د بشر له پيدايښت سره سم د خبرو کولو اړتيا پيدا شوه.
ژبپوهان وايي، چې انسان په اوايلو کې د يو او بل پوهولو او خبرولو لپاره په خپل چاپېريال کې د موجودو حيواناتو، پرندو او خزندو غږونه زده کول او په دې ډول به يې تر لرې ځايونو پورې يو د بل احوال اخيست. د بېلګې په ډول: که څوک به په کوم ځنګله کې له کوم ښکاري حيوان سره مخ شو، نو ده به د همغه حيوان غږ وويست او په دې ترتيب به يې خپل ملګري خبرول، چې ستونزه ورته پېښه ده.
د انسان لومړنی ښوونکی د کائناتو خالق خدای ج دی،چې انسان يې خلق او بيا يې هغه ته د خبرو کولو توان ورکړ. انسان ته يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره امکانات برابر او د هغوی د کارولو، پېژندلو، نوم اخيستلو او خبرو کولو استعداد يې ورکړ.
د يوې ژبې پرمختګ او ژوند په دې کې دی، چې ويونکي يې د وخت له تاړاکونو، جنګونو، ناخوالو او زماني فشارونو څخه وژغوري او همدا راز يې د نورو ژبو له مستقيم اغېزه وساتي.
په نړۍ کې تقريباً شپږ زره ژبې شتون لري، چې پنځوس ژبې يې د خپلو بډايو ادبياتو په درلودلو سره د ليک او لوست ژبې دي، چې په نړيوالو ژبو کې راځي، چې له نېکه مرغه پښتو ژبه هم د دغو ژبو په کتار کې راځي.
پښتو، چې د پښتنو د عظيم ملت د ژبې نوم دی، د نړۍ په هر ګوټ کې خپل ويونکي لري او وخت په وخت يې د خپلو همځولو او نړيوالو ژبو سره د سيالۍ په هسک منار درولې او پاللې ده.
(پښتو يوه اريايي ژبه ده، چې د هندو اروپايي ژبو د سترې کورنۍ په هندو ارياني څانګه کې راځي او د دې څانګې په ارياني ګروپ کې شاملېږي او د ارياني ګروپ په شمال ختيځ ښاخ پورې اړه لري.)
د پښتو ادبياتو په تاريخ کې ستر او مشهور اديبان، شاعران، فيلسوفيان، پاچاهان، علماء، اتلان او د فکر او نظر خاوندان تېر شوي، چې اوس په نړيوالو ادبياتو کې ثبت او راجسټر دي. پښتو ژبه د نړۍ په بېلابېلو پوهنتونونو او تعليمي ادارو کې تدريسېږي، په ډېرو سفارتونو کې پرې وينا کېږي او يا نورو ژبو ته ژباړل کېږي. په نړيوالو کتابتونونو او موزيمونو کې د پښتو ژبې قلمي نسخې او ډبرليکونه د اثارو په بڼه ساتل شوي دي.
يوويشتمه پېړۍ چې د ساينس او ټکنالوژۍ دور دی او انسان په کې په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ، بشر د ساينس له تيوريو او فورمولونو کار واخيست، ټکنالوژي يې رامنځته کړه، سپوږمۍ ته وختل او د بحرونو په منځ کې يې، دېوالونه، پلونه او بازارونه جوړ کړل، چې د انسان په دغه چټک پرمختګ کې د ټکنالوژۍ او ژبې شتون اساسي نقش لوبوي. دا چې د ځمکې پر مخ انسان د ساينس او ټکنالوژۍ پر مټ ډېر پرمختګ کړی، نو په ژبو يې هم خپل اغېز ښيندلی، چې د ژبو دغه اغېز د ادبياتو د تخليق سبب ګرځېدلی
دی.
پښتو ژبه د خپل قدامت او لرغونتوب په لرلو سره يو اساس دی او ټکنالوژي د يوويشتمې پېړۍ نوې بشري منځته راغلې هڅه ده، نو طبعاً چې د پښتو ادبياتو په وده او پرمختګ کې د ټکنالوژۍ ونډه ډېره اغېزمنه ده، چې دغه اغېزه له ځان سره مثبت او منفي ټکي درلودلای شي.
– د يوې ټولنې روح کتابتون دی
– مثبت ټکي:
=۱ـ د پښتو ژبې ادبيات د نړۍ د نورو ژبو له ادبياتو سره د کلماتو ورته والی او تبادله پيدا کوي او د نړيوالو ژبو سره اوږه په اوږه مزل کوي.
۲ـ د ټکنالوژۍ پر مټ د پښتو ادبياتو د خونديتوب لپاره په انټرنيټ کې بېلابېل سايټونه رامنځته شول.
۳ـ د پښتو ادبياتو غږيز سافټونه، انلاين درسي مېتودونه او صنفونه د پښتو ژبې او ادبياتو په ژوندي ساتلو کې مهم رول لري.
۴ـ په ګوګل او نورو ټولنيزو انټرنيټي شبکو کې د پښتو ژبې ځای پر ځای کول.
۵ـ په موبايل، کمپيوټر او چاپي ماشينونو کې د پښتو ژبې کيبورډ (ليکمن) کارول او ځای پر ځای کول، په پښتو ژبه کې ډېرې آسانتياوې رامنځته کړي دي.
۶ـ پخوا به ادبي بهيرونه و او د نږدې سيمو شاعرانو او اديبانو به په کې په حضوري ډول اونيزې يا مياشتنۍ غونډې ترسره کولې، چې اوس د نړۍ له هر ګوټه پښتانه د ټکنالوژۍ پر مټ د واټساپ، ټليګرام او نورو ټولنيزو رسنيو له لارې په انلاين ډول جرګې او ادبي بهيرونه ايجاد کړي او په منظم ډول ګډون په کې کوي.
۷ـ د پښتنو ټولنه چې زياتره وګړي يې د ليک لوست نه بې برخې دي، اوس دوی هم خپل پيغام په غږيزه بڼه يو تر بله رسولی شي.
په ټوله کې ويلای شو، چې د پښتو ادبياتو په وده کې د ټکنالوژۍ ونډه مو له نړيوالو ژبو سره سيال او د هغوی له پام او سترګو مو نه شي غورځولی.
د کتاب ډالۍ کول د پوهې ډالۍ کول دي
منفي ټکي:
۱ـ ټکنالوژي د کتاب د چاپ پروسه ځنډولې او د کتابونو دود يې له منځه وړی دی.
۲ـ د سوچه او لرغونو لغاتونو زېرمه، چې پخوا به د کتاب په بڼه ساتل کېدل، خو اوس په انټرنيټ کې د ډکشنرۍ او اپليکيشن په وسيله کار ترې اخيستل کېږي.
۳ـ د دې تر څنګ د ادبي بهيرونو ړنګېدل او يا کم رنګه کېدل دي، چې له حضوري بڼې يې انلاين بڼې ته تغيير کړی دی.
۴ـ ټکنالوژي د ليکلو، خطاطۍ، نقاشۍ او رسامۍ هنر له منځه وړی دی.
۵ـ د ادبي غلاوو زمينه يې برابره کړې او د کاپي پېسټ فرصت يې رامنځته کړی دی.
څلوريزه
ورختلي اندازه د ځمکې اخلي
د کافر بچي سپوږمۍ راښکته نه کړي
پـه اوبـو کـې هـم تـر قـشـره رسـېدلي
وچې ځمکې ته کښتۍ راښکته نه کړي
ولي الله غرور