کالمونه

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې امن د الله رب العزت یو لوی نعمت دی چیرته چې امن ولی هلته سوداګریزو، تعلیمی، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې هم پرمختګونه رامنځ ته کېږي د اسلامي امارت په واکمنیدو سره الحمد الله په ټول هېواد کې د امن څا د رغوړیدلی چې دا د ټولو افغانانو یواځینۍ هیله وه، اوس هر وطنوال کولی شي د افغانستان اړونده سیمې چې هر خای ته یې زړه وغواړي د ډاډمن امنیت په فضأ کې سفر کولی شي پداسی حال کې چې د جمهوریت په دوران کې پلازمینه د وسله والو غلو په مرکز او ښتې او هیچا خپلې روپۍ پخپل جیب کې د سودا اخیستلو لپاره نشوې ګرځولی د افغانستان په تیر څلویښت کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د رمضان المبارک (روژې) په میاشت کې د پلازمینې کابل او اړونده ولایتونو د ښاروالیو له لوري نرخونه کنټرولېږي او دوکاندارانوته نرخنامې ویشل کېږي سرغرړونکوته یې سزا ورکول کېږي چې دا هم یونیک اقدام دی او ملت یې هر کلی کوي پکار ده چې په نورو برخو کې هم اړین ګامونه واخیستل شي او د ځوریدلي افغان ملت هغه قربانۍ چې د اسلامي نظام لپاره یې ورکړې وي رنګ راوړي او پدې لاره کې د هغه شهیدانو سرښندنې، او دبې وزله یتیمانو او کونډو هغه خوبونو او ارمانونوته د عمل جامه ورواغوستل شي چې د کوم هدف او مرام لپاره یې د خپلو وجودونو غړي او سرونه نذرانه کړي. د تیرې دوشنبې شپې د کرکټ بریا هر افغان ته څومره خوښې ورکړه موږ د دې خاورې بچیان یو دلته زېږیدلي او دلته موخاپوړي کړي په هر پرمختګ یې د زړه له کومې خوښیږو او د الله (ج) ته مو دا سوال دی چې نور موږ ستا د ازموینو طاقت او توان نلرو زموږ ګناهونه وبخښه او له هر ډول انسانې او شیطانې فتنو څخه موږ وژغوره.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close