بېلابېلې لیکنېلیکنې

سنځله او طبي ارزښت یې

ګل د ګلاب بوی د سنځلې
سيوری د ولې څنګ د يار مزه کوينه…
سنځلې چې په فارسي کې ورته سنجد، په انگریزي ژبه deaster او Bohemian oleaster او Russian olive، په فرانسوي ژبه chalef او Eleajne ويل كيږي؛ لاتین او علمي نوم یې Elaeagnus Angustifolia دی یو دوه مشیمه (Dicotyledon) ونه ده چې په افغانستان، تر کیې، ایران، قزاقستان، روسیې، چین، جاپان او شمالي امریکه کې پیدا کیږي.
سنځلې د پسرلي په موسم کې ژیړ رنګه ګلان کوي او د مني په لومړیو کې پخیږي. په افغانستان کې د لوګر، پکتیا، خوست، میدان او شمالي سیمې سنځلې مشهورې او ډیرې خوږې دي.
دسنځلوګلان خوشبویه وي او دګلانو نه یې عطر هم جوړیږي.دا بوټي په امريكا كي د ځمكي د تخريب د مخنيوي، د ځمكو د رغونې او د وحشي ځناورو نه د چاپیریال د ساتلو او ښكلا لپاره كرل كيږي.
د سنځلې میوه سور رنګ لري او A، B او K ویټامیینونه هم لري.
د سنځلي منځني برخه او هسته ډېر غذايي اهميت لري، د سنځلي منځني برخه دوه ډوله قندونه، گلوكوز او فركتوز او د اوو ډوله اشباع شویو او غير اشباع شویو غوړیو درلودونكې ده.
د سنځلې هسته ۱۷ ډوله امينو اسيدونه لري او داسې ويل كيږي چي دا ميوه د صفرا لپاره دوا ده.
په ولسي طب كي دا ميوه د قبض، د غاښونو او د معدي د زخم لپاره ډيره اغیزمنه ده.
له دې ونې نه د عطر جوړولو او د لرگي په صنعت كې گټه اخيستل كيږي.
دا ميوه د قي (استفراق) د مخنيوي لپاره هم يوه ښه دوا گڼل كيږي.
سنځلې د سړو تبو د لري كولو او د زړه لپاره ښه ګټوره ميوه ده.
همدارنګه كه چيري دا ميوه د زيتونو په غوړو كې سره شي نو د خارښ، د بندونو او مفاصلو د درد د مخنیوي او همدارنګه د ويښتانو د ودې لپاره ښه ده.
په هسپانيا كې د سنځلو د ګلانو له شيري نه د شديدو او خطرناكو تبو په مخنيوي كي هم ګټه اخلي. همدارنگه سنځله د بواسيرو لپاره هم گټوره ده، هغه څوك چي ډېرې متيازي کوي د هغو د مخنيوي لپاره ښه دوا ده.
سنځله د ځیګر د ناروغيو لكه زيړي لپاره ډېره ګټوره ده.
په سنځله كي د كلسيم اندازه ډيره ده نو له دې کبله د هډوكي لپاره ښه تمامېږي.
دا ميوه د درد ضد، سرطان ضد او د ويني د فشار مخنيوونكي ده او همدارنگه د شكرې (قند) د ناروغۍ لپاره هم ډيره گټوره ده.
باید زیاته کړو چې لوګر ولایت کې هر کال د سنځل ګل دودیزه مشاعره ترسره کیږي چې د افغانستان له ګڼو ولایتونو نه شاعران پکې خپل شعرونه وایي.

لیکنه: ډاکټر لطیف یاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *