لیکنېمقالی اوتبصرې

شل کلن کاذب اقتصاد او نوې بنسټيزې هڅې!

ځه ښه شوه، اوس هم لا وختي ده چې زموږ اقتصاد پوهان، سوداګر او صنعتکاران اقرار کوي، چې د اشغال تېر شل کلن دوران کې زموږ اقتصاد کاملاً يو کاذب اقتصاد ؤ.
دوی وايي، موږ له خپله ځانه هيڅ نه لرل او بازارونو کې چې څومره ځل بل؛ يا د اروپايي موډ لږ و ډېر فېشن تر سترګو کېدو، دا هر څه بې بنياده او د پردي جيب نازونه وو. دا خبره موږ ان لا هماغه د دوی ړومبيو ورځو کې ليکلې وه، خو دا چې د غريب ملا اذان څوک نه اوري، نو ټول ملت ګنګس ويده او له ديموکراتيکو زمزمو سره يې د هېواد لر و بر کې رنګينې منظرې په خوب ليدې او هوايي ډوزې يې ويشتې.
موږ به تل ويل چې تيکنوکراتانو، ډاکټرانو او ماسټرانو! خدای ږو چې نه مو زراعت د ګټې زراعت دی، نه مو تجارت، نه مو بنګلې څه ګټيالۍ دي او نه مو برقونه، پانګه او بانکونه.
موږ پوهېږو چې د سرکاري دفترونو، پارکونو، امن کورونو او لوبغالو لپاره د لوکسو ودانيو جوړونه کوم داسې توليدي او ګټور شی نه دی، چې سبا د يو عام وګړي په دستر خان کې څه بدلون او ډکون راولي. دغه راز وارداتي برېښنا هم پرته له دې چې موږ بد عادته روږدي کړي، نوره کومه اساسي ګټه نه لري او همداسې په زراعت کې زعفران، ينجه، مرخېړي، مېوې او سابه.
ځکه چې زموږ چارواکی صاحب که پر هر څومره قيمتي تخت دپاسه کيني، خو چې وګړو سره اخلاص او محبت نه لري، يوه انه هم نه ارزي، خو په يوه خټينه کوټه کې پر خړ ليمڅي ناست خواخوږی حاکم؛ خلکو ته له مور و پلاره هم ښه دی.
دغه شان دې زراعت در واخله، چې په خدای که تېرو شلو کلو کې ما خو له يوه چارواکي هم اورېدلي وي، چې راځئ غنم وکرو! خو زه له تاسې پوښتنه کوم: ايا تاسې د نړۍ په کوم ګوټ کې دا شکايت اورېدلی چې پلاني هېواد کې زعفران، ينجه، مرخيړي، انګور، مڼې، روميان، بادرنګ، مرچ يا کوم بل دا رنګه شی نه موندل کيږي او خلک يې له سخت ناورين او لوی بحران سره مخ دي؟!
ما خو قسم که اورېدلي وي. تر دې چې زموږ خوا ته پاکستان کې يوه کيلو مېوه په څو سوه، خو کابل کې من په سل افغانۍ تر لاسه کيږي، خو بيا هم زما او ستا وطنداران د همدې مېوو له ارزانۍ او پرېمانۍ تښتي او د پنجاب سپينې ډوډۍ ته ځان رسوي!
تاسې خپله فکر او حسباب وکړئ. ايا د ارګ، پارلمان، وزارت، رياست، ولايت او ولسوالۍ لوکسو ودانيو، د بشري حقونو، ښځينه حقونو، ځوانانو، لوبغاړو، هنرمندانو، د بيان د ازادۍ مدافعينو، د خبريالانو د حقونو بېلا بېلو ټولنو او ديموکراتيکو ارزښتونو او ولسواکۍ د خپرونې او پالنې په نومونو دې لس ګونو ډلو او ټولنو زموږ د يو بې وزله هېوادوال په ژوند کې څه پرمختګ او بدلون راوستی؟
لنډه دا چې په دې تېرو شلو کلونو کې مو چې څومره غورې او لاپې اورېدلې، قسم ګناه ده چې ايله يو سوداګريز اعلان خو ؤ، چې سراسر دروغ، دوکه، چل، د خلکو سترګو ته خاورې پاشل او د کاذبينو له خوا کاذب پرمختګ، کاذب اقتصاد او کاذب چلند ؤ او بس.
نو راځئ خير دی، څه موده به ستونزې وګالو، خو هڅه به کوو چې خپل هېواد پر خپلو پښو ودروو، وګړي يې پر خپل ځان بسيا کړو او د نمايشي چارو او پرديو چندو پر ځای، بنسټيزو اقتصادي پروژو ته ملا وتړو، خولې توی کړو او په خپل همت خپله روزي تر لاسه کړو.
الحمدلله؛ په تېر يو نيم کال کې مو د اقتصاد په برخه کې دومره پرمختګ کړی، چې تېرو شلو کالو کې نه ؤ شوی، بلکې هلته خو اقتصاد لا خراب او خلک مو پر ګداګرۍ معتاد شول. مګر اوس نسبتاً په نشت امکاناتو، د هېواد په ګوټ، ګوټ کې د بيا رغونې چارو تر څنګ، لويې او وړې بنسټيزې اقتصادي پروژې هم روانې دي، ټولو حکومتي مأمورينو ته له خپلې ملي بوديجې معاشات ورکول کيږي او حکومت مو د ګدا ګري پر ځای، د همت او شفافيت په برکت دا ټول مصارف پوره کوي. حال دا چې بهرنۍ مرستې نشته، بلکې اضافه د نړيوالو بشردوستانو له هر اړخيزو بنديزونو سره هم مخ يو. د بشري مرستو څلويښت ميليوني کڅوړې يې ځکه د حساب وړ نه دي، چې په دغو پورتنيو چارو کې ترې کار نه اخيستل کيږي، هغه فقط د دې لپاره راليږي، چې خپله د بشردوستي داعيه پرې ثابته کړي، کنه لوی ملت پر دغو خيراتي پيسو نه شي چلېدلی. بل دا چې دوی دغه پيسې اسلامي امارت ته نه سپاري او خپله يې په داسې توګه تقسيموي، چې نيمې يې بيرته د لوړو لوړو ډالري معاشاتو په نوم خپلو بهرنيو همکارانو او مأمورينو ته ورکوي.
نو بهرنيو مرستو پورې زړه تړل نه دي پکار، موږ بايد د ارضي تاميت تر څنګ، په اقتصادي، سياسي، نظامي، کلتوري، تعليمي او نورو ټولو برخو کې حقيقي خپلواکي تر لاسه کړو. په ټولو برخو کې بايد خودکفا او د پرديو له احتياجه خلاص شو.
څرنګه چې پښتو متل دی: بې زحمته، راحت نشته! نو بايد همت وکړو، خولې توی کړو، مشکلات وزغمو او د خپل لاس په تڼاکو خپل هېواد د نړۍ سيال کړو.
خدای دې راسره مل شي!

ابو عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *