ادبشعرونه

غیرت

مازديګر دی او شفق د غرو په سر لګېږي
د ښايستونو اور دې سم د زړه په ور لګېږي
ما خو مې خپل زړګي ته دوه لاسونه کلک نيولي
خو د عقاب سترګو نظر يې په هنر لګېږي
پښتون بچی د زمانې پداسې دام کې ګير دی
چې د وجود قوت يې ټول په لرو بر لګېږي
ستا د جلال ، غيرت او ننګ کيسې دي تتې پاڼې
بس د الفت په ټکي خوږ زما نظر لګېږي
د دې مظلوم سړي د زړه له آه لرې اوسه
دا تېره غشي سمدلاسه په ټټر لګېږي
باغبانه لاره پو کوه او قدم ورو، ورو اخله
هغه پرېوتي چې لاسونه يې په غر لګېږي

حفيظ الله باغبان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close