مقالی اوتبصرې

فاسد او مفسد اوومه برخه

تعليمي فساد: يو له خطرناکه فسادونو دی چې هره ټولنه نه يوازې دا چې له ترقۍ او پرمختګ را ګرځوي د انحطاط او ورانۍ لوري ته يې کشوي تعليمي فساد دی.
تعليمي فساد هر هغه شی دی چې ښوونيز نظام له ستونزو او نيمګړتياوو سره مخامخ کوي او د جامع درس او تدريس مخه نيسي.
په ښوونيز نظام کې څلور مهم ارکان دي: استاذ، شاګرد، نصاب او طريقه؛ په دغو څلورو واړو کې چې هر يو د ستونزو او نيمګرتياوو سره مخ شي په ښوونيز نظام کې فساد پيدا کېږي.
که استاذ تکړه، متعهد او پوه نه وي معلومه خبره ده چې درسي بهير به له ستونزو سره مخ کېږي ځکه د ښوونې پيل له استاذه کېږي او چې استاذ نا اهل وي يقيني خبره ده چې د ښوونې پيل به نيمګړی وي.
که شاګرد پر درس کې کوښښ ونه کړي او د درس په ويلو کې بې غوري وکړي يقيني ده چې هېڅ شی به نه زده کوي او وخت به عبث ورباندې تېرېږي.
که نصاب کامل او جامع نه وي او د وخت په تناسب د ټولنې ټولې اړتياوې په کې نه وي مراعات شوي ښکاره خبره ده چې ښوونيز بهير به هم نيمګړی وي ځکه نصاب د تعليم لپاره هغه مهم رکن دی چې استاذ او زده کوونکی دواړه يې له مخې ښوونه او زده کړه کوي، که نصاب نيمګړی وي زده کړې به هم نيمګړې وي، که نصاب له وخت او شرايطو سره برابر نه وي زده کړې به هم د وخت او شرايطو سره برابرې نه وي او که نصاب جامع نه وي له داسې نصابه فارغ کسان به هېڅ وخت د خپلې ټولنې ټولو اړتياوو ته جواب و نه وايي او نه هم به د يو هيواد په سياست کې فعال رول ولوبوي. او که طريقه د تعليم سمه او درسته نه وي معلومه خبره ده چې تعليم به له ډېرو ستونزو ډک وي او ټول تعليمي مراحل به نيمګړي وي.
په تعليمي بهير کې د فساد د مخنيوي لپاره بايد لاندې څو ټکي په پام کي ونيول شي:
۱- د هر فن لپاره بايد مسلکي او متعهد استاذ غوره شي؛ په دې معنی سره چې د استاذ بايد فن زده وي او د تدريس ټولو اصولو ته پابند وي د بېلګې په ډول: درسونه قضاء نه کړي، پر وخت حاضر شي او پر وخت ولاړ شي، د تدريس لپاره پوره آماده ګي ونيسي يعنې مطالعه وکړي، کوم شی چې يې نه وي زده تر ځان د نورو پوهانو څخه دې پوښتنه وکړي او شاګرد دې تر سر نه تېروي.
۲- لومړی بايد په مدارسو کې شاګردانو ته د درس ويلو، مطالعې، تکرار او اباتې پوره زمينه برابره شي او بيا شاګردان د درس په ويلو، مطالعه او تکرارولو کې ډېر جدي وي او په پوره توګه خپل ټول درسي اصول او د مدرسې شرايط پر ځای کړي.
طالبان بايد د اوونۍ په جريان کې چې د دوی د درس رسمي وخت دی له هر هغه کاره ځان وساتي چې د دوی وخت ضايع کوي او يا د دوی ذهن د درس او کتاب څخه اړوي د بېلګې په ډول: د ټليفون او انټرنټ څخه دې بې علمي ضرورته استفاده نه کوي، د مدرسې څخه دې بې ضرورته نه وځي، تفريحي مجلس او بانډار ته دي نه ځي، د بې ځايه خوراک او خوبه دې ډډه وکړي، خپل تکرار، مطالعه، خوب، لمونځ، خوراک او استراحت دې د مدرسې لخوا د جوړ شوي مهالوېش سره سم وکړي او درس ته دې پر ټاکل شوي وخت حاضرېږي.
۳- د ښوونيز بهير لپاره بايد داسې جامع او کامل نصاب جوړ شي چې هم د طالبانو علمي تنده ورباندې ماته شي او هم د ټولنې ټولې علمي اړتياوې په کې په پام کې نيول شوي وي د بېلګي په ډول: په نصاب کې بايد د استاذانو او زده کوونکو علمي استعداد د افادې او استفادې پر بنسټ په پام کې ونيول شي، نصاب بايد داسې جوړ وي چې د زده کړې او عملي کولو پايله يې ديانت، تزکيه، اخلاق، تعهد، اخلاص، مسلکيتوب، رهبري، مديريت، داعيت او علمي کمال وي چې يقيناً د داسې صفاتو درلودونکی فارغ به په خپله ټولنه کې ارومرو د هراړخيز خدمت جوګه ګرځي.
۴- د ښوونيز بهير او تعليمي نصاب د عملي کولو لپاره بايد داسې آسانه او منځنۍ طريقه غوره شي چې بېله کومې ستونزې يې استاذ د خپل تعليمي پلان له مخي پلې کړي او خپل زده کړي شيان په ډېري هوساکۍ سره خپلو شاګردانو ته انتقال کړي، د تدريس په طريقه کي دا مهمه ده چې استاذ بايد د شاګردانو اړتيا او په شاګردانو کې منځنی استعداد درک کړي تر څو داسې تدريس وکړي چې هم د شاګردانو لپاره کافي وي او هم يې سر پرې خلاص شي.
په ښوونيز بهير کې له شاګرد سره د استاذ تعامل او اخلاق ډېر مهم دي ځکه په تدريس کې مهم هدفونه ښوونه او روزنه دي چې د صحي تعامل او سمو اخلاقو په ذريعه يې شاګرد د خپل استاذه اخيستلای شي.
همداسي د ښوونيز بهير په ښه والي کې درسي چاپېريال او د امتحاناتو لړۍ بنسټيز رول لري ځکه نو بايد دواړو ته ډېره پاملرنه وشي او د هر ډول نيمګړتياوو، درغليو، تزوير، تبعيض او جعلکارۍ څخه خوندي وي په خاصه توګه له فراغت وروسته د اسنادو توضيع کول چې په ځينو ځايونو کې د ځينو کسانو له خوا نا اهله انسانانو ته ورکول کېږي او یا هم د پيسو په مقابل کې وېشل کېږي چي دا کار د تزوير تر څنګ په تعليمي برخه کې د ډېرو فسادونو منبع ده.
په ښوونيز بهير کې د درسي ميتودونو، پلانونو او طرحو عملي کول او څارل هم د پام وړ ارزښت لري ځکه نو بايد په رأس کې د هرې علمي ادارې داسي کسان و ګمارل شي چې په تعليمي او اداري برخو کې د پوره اجرااتو توان او ظرفيت ولري.

  مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *