مقالی اوتبصرې

ما خارجیانو ته څه وویل؟

دوشنبه ۱۶ جنوری ۲۰۲۳م می دلته د یو شمیر خارجی مهمو کسانو سره مجلس و. غواړم د هغه نڅوړ د امارت له

دکتور فاروق اعظم
دوشنبه ۱۶ جنوری ۲۰۲۳م می دلته د یو شمیر خارجی مهمو کسانو سره مجلس و. غواړم د هغه نڅوړ د امارت له مشرانو او ګرانو وطنوالو سره شریک کړم. خذ ماصفا و دع ما کدر. د خارجیانو روحیه منحیث کل پر امارت د انتقاد وه خو البته په ډیر احترام لیوال وه چی زما نظر واوري. ما قلم او کاغذ راواخیست او د دوی انتقادات می په سړه سینه لیکل. ډیری انتقادونه یی پر آوازو بنا وه چی خلک داسي وایی. زه په دغه غیرعلمی او د صحرایی محکمی غوندي جواب نه وم قانع. دوی خبري یی ډیري پورته او کښته کولی؛ یو داچی امارت د نړیوالو سره په ژبه ځان نه پوهوي او بل داچی د بشري حقوق په تامین خصوصا د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار کی پاته راغلی دي.
ما په خندا ورته وویل: د بشر د حقوق خبري خو نور باید تاسی موږ ته پر خوله رانه وړئ. ګوانتانامو، بګرام، د شپی پر کورونو چاپې، ودونه، جناری، دستاربندی او روغتونونه بمبارډول ستاسی د بشر د حقوق د نقض بارزی نمونی دي. د ښځو د کار او تعلیم خبره کی باید عرض وکړم چی علم د هری مسلمانی ښځی فرض حق دی او د کار و تجارت اجازه اسلام ورکړیده. خو په فرانسه کی همدا اوس مسلمانه نجلی چی پوړنی یی پر سر وي، د تعلیم له حقه محرومه ده. په اطریش کی حتی پر ماشومو نجونو پوړنی بند دی. د کاناډا په کیوبک کی پر مسلماني ښځي حجاب بند دی. د روسیی په ځینو ولایاتو کی حجاب ممنوع دی. د یوروپ او غرب په ډیرو هیوادونو کی د مسلمانو ښځو سره د تعلیم او کار، په دواړو برخو کی تبعیضی چلند کیږي. نو غلبیل څنګه کوزی ته وایی سورۍ؟
داچی تاسی وایاست امارت د دنیا سره په ژبه ځان نه پوهوي، قابل غور ده. خو راسئ همدی موضوع ته له بله اړخه وګورو. دنیا هم د امارت سره په ژبه ځان پوهول نه غواړي. راسئ بیطرفانه یو علمی تحلیل وکړو چی ولی دنیا او امارت په ژبه نه سره پوهیږي. شل کاله ناټو د امریکا په مشرۍ د امارت سره ډزولي دي؛ که دواړه خواوي جنګ ختم بولي او غواړئ یو د بل سره یی مناسبات سم سي، دواړه به د جنګی چاپیریال او نظامی سوچ څخه راوزي او یو او بل ته به د واقعیتونو په منلو، د متقابل احترام او مخته په کتلو د ګډ کار کولو لاس ورکوي. اوس چی ګورو، واقعیت همدادی چی امریکا او ناټو له پخوانی دښمن موقفه پوره نه دي راکښته سوي. مثلا، امارت یی په رسمیت نه دی پیژندلی. یعنی نړیوالو د امارت بقا‌ء او دوام تراوسه له زړه نه دي منلي. یا مثلا، د امارت د مشرانو پر سر شپه و ورځ همدا اوس ډرون ګرځي؛ د افغانستان هوا د امارت په پوره کنترول کی نه ده. پخوا هم د افغانستان هوا د ناټو په اختیار کی وه او ډرون یی ګرځيدی؛ اوس هم. یعنی د امریکا لخوا هغه پخوانی د دښمنی موقف او تهدید کما کان باقی دی. دغه حالت نه یوازي د امریکا او امارت ترمنځ مشترکی ژبی پیدا کیدو ته موقع نه ورکوي بلکی د امارت مجاهدین د هوشدار په حالت کی ساتي او نظامی روحیه پکښی تقویه کوي. بل دا چی ټوله هغه غربی میډیا چی د خپلو هیوادونو په بودجه تمویلیږي، ټول د پخوا په شان په امارت پسی پروپاګنډ کوي. تفاهم خو هغه وخت میسریږي چی څوک حداقل د مقابل طرف په خلاف پروپاګنډ بند کړي. د امارت پر ضد په غرب کی زهرجن جنګی تبلیغات اوس هم روان دي. بل مثال، همدا اوس هره میاشت د نړۍ په مختلفو هیوادونو کی د امارت مخالفین مجلسونه کوي، هیوادونه یی تمویلوي او لوجیستک یی وربرابروي. د تیر حکومت ډیر ناکام او فاسد مشرانو ته په غرب کی د امارت پرضد د فعالیت موقع سته چی دا خپله د افغان ولس سره لوی ظلم دی. همدا هیوادونه امارت ته وایی چی زموږ دښمنان به نه ساتي؛ خو دوی خپله د امارت دښمنان نه یوازي ساتي بلکی د امارت پر ضد د فعالیت اجازه ورکوي. د غرب لخوا بل لوی ظلم چی د افغان ولس سره روان دی هغه له وطنه زموږ د تعلیمیافته قشر ایستل او مهاجرت ته تشویقول دي او هغه هم په دروغو چی طالبان یی وژني. بل ، د افغانستان پیسی بندول او یا د امریکا په خوښه یی مصرفول، زموږ بانکونه فلجول او پانګوال ویرول ټول هغه مثالونه دي چی د امارت او افغانستان د خلکو سره دښمنی لا ختمه نه ده. په خارجی مؤسسو کی د څو محدودو افغان ښځو پر کار د امارت لخوا د بندیز په مقابل کی د ملل متحد لخوا پر ټول افغانستان خوراکی مواد او بشري مرستی بندول، یا په بل عبارت ملیونونه ښځي او ماشومان د څو ښځو د حقوق په نوم له لوږي سره مخ کول بله لویه بی عدالتی او د ښځو په حق کی ظلم دی او له بشري مرستو څخه د سیاسی مقاصدو لپاره ګټه اخیستل دي.
داسی معلومیږي چی امریکا او ملګرو یی ښایي تراوسه لا فیصله نه وي کړی چی د امارت سره ددوی د تفاهم ژبه پیدا سي. پر یو ملت قصدا لوږه او فقر تحمیلول، د هغو ژوند د جدي ستونزو سره مخامخ کول او د یوی ګولی ډوډۍ لپاره یی انسانی غرور ورپایمالول نه یوازی د بشری حقوق د نقض ښکاره مثالونه دي، بلکی د تفاهم ژبه یی ګونګه کړیده. د تعلیم څخه د غرب سؤاستفاده د دښمنۍ د دوام یوه بله بیلګه ده. په غرب کی د ښوونځیو شاګردانو ته همدا اوس ویل کیږي چی طالبان قاتلان او افغانستان ډیر بی امنه او خطرناکه ځای دی. څو اونۍ مخکی یو افغان الاصل شاګرد لندن کی خپل استاد ته په جواب کی وویل چی موږ اورو افغانستان کی امن دی. استاد ډیر خفه سو او ماشوم یی وڅانډه. بله ورځ د ښوونځی ادارې د امارت ضد یو افغان نوموړی ښوونځي ته راوست او د مکتب شاګردانو او استادانو ته یی د طالبانو پر ضد خبري وکړی – ټول دروغ او تهمت. په دی ډول غرب کی د تعلیمی نظام څخه د سیاسی موخو لپاره استفاده کیږي او معصوم شاګردان قصدا او تر یو منظم پروګرام لاندي اغوا، تهدید او ګمراه کیږي. دا ښیي چی د غریبانو په نظر نه یوازي جنګ نه دی ختم بلکی د دوام لپاره یی کار کیږي.
موږ نه وایو چی امارت کی کمی نسته او دلته هرڅه ګل وګلزار دي. نه، بالکل نه وایو. دلته تیر ۴۴ کالو جنګونو ډیري ناخوالی پري ایښي دي. خو نړیوالو هم د حسن تفاهم لپاره نه یوازي صادقانه تلاښ نه دی کړی بلکی د دښمنۍ له موقفه هم، مطمئنا نه، نه دي راکوز سوي.
ما خارجیانو ته وویل: امارت ته زموږ توصیه داده چی د خپل ملت د علیا ګټو او موجوده نظام د بقا په خاطر پخپله فتح بیځایه مغرور نه سي او د شرایطو په درک له دنیا سره د تفاهم ژبه پیدا کړي. دا د وخت اهم ضرورت دی او د نظام مصلحت. خو ډیره ګوته نړیوالو خصوصا امریکا ته نیول کیږي چی د خپلی ماتی له ټراما او ذهنی ورشکستګی څخه ځان نه سي راایستلای. تراوسه لا هم امریکا نه ده توانیدلی چی د افغانستان لپاره پر عینی واقعیتونو بناء یو پلان جوړ کړي او د روان غیرمثمر تعامل (ان پروډکتیو انګیجمنټ) پرځای امارت په رسمیت وپیژني. د امارت د قوت ټکی تر کمزوریو ډیر دي. مثلا، په ټول هیواد کی یی امن راوستی دی چی دا تیر ۴۵ کاله نه و؛ بل، عامه عفو یی کړیده او هرڅوک د طالبانو د پخوانی دښمنانو په شمول افغانستان کی آرام ژوند لري؛ نن په افغان حکومت کی د پرون سرسخت دښمنان ټول یوځای کار سره کوي چی دا ډول تحمل ډیر مهم او تاریخی کار دی چی ښه حکومتولۍ ته لار هواروي. علاوتا، څرنګه چی تیر شل کاله جنګ پر پښتنو تحمیل و او د دولت دستګاه تر ډیره حده په اقلیتونو ډکه وه؛ اوس همهغه ټول پخوانی مامورین د نوی کسانو سره چی زیات یی د پرون محروم پښتانه دي یوځای کار کوي. په دی ډول، تر ډیره حده اوس حکومت همه شموله او قومی توازن د پخوا په نسبت اصلاح سوی دی. البته دا بیا جلا خبره ده که څوک هغه حکومت همه شمول بولی په کوم کی چی د پرون قتله او فجرة، د بشر د حقوق صریح ناقضین، فاسد، بداخلاق او قاچاقبر شامل وي کوم چی څلورلسیزي د خپل ملت خلاف د متجاوز په خدمت کی وه. که څوک د غلو، قتله او فجرة په شاملولو حکومت همه شمول بولی، هغه ددوی تعریف دی.
ما دا خبره هم ورته وکړه چی افغانستان اوس یو قوي مرکزي حکومت لري چی تیر ۴ لسیزی یی نه درلود. هغه وطن اوس ډیر آرام دی چی د نړۍ سیاستپوهانو او مشرانو به ویل که طالبان پر قدرت راغلل، سخت داخلی جنګونه به وي او ملک به تجزیه سي. اوس معلومه سوه چی زموږ ولس ډیر محب وطن دی او ملی وحدت ته متعهد دی؛ دا همدغه خارجیان وه چی په موږ کی یی اختلاف پیدا کاوه او تر ډیره حده زموږ د بدبختۍ سبب همدوی سویدي. اوس افغانستان مالک پیدا کړیدی او د امارت په مشرانو کی د خدمت جذبه سته. ښایی د مالکیت موضوع هم امارت ته یو مشکل پیدا کړی وي چی ځیني هیوادونه پخپله ګټه ګڼي چی افغانستان مالک پیدا نکړي او دلته ګډوډي وي.
په تیر نظام کی د امریکا او ناټو تر سترګو لاندي د نړۍ ۹۲٪ تریاک په افغانستان کی تولیدیدل. اوس دا رقم ۱۱ ٪ ته راټیټ سویدی؛ بل کال به د تاریاکو تولید تردغه هم کم وي. خو نړیوالی ټولنی ددغه مهم کار هیڅ قدردانی ونکړه او حتی کوم مثبت عکس العمل یی هم ونه ښود. څرنګه چی د مخدره موادو کاروبار بهرني قاچاقبران کوي، نو حتما غرب کی یو تعداد مقتدري کړۍ خفه دي چی ولی امارت د خاشخاشو کښت منع کړ.
ما ورته وویل چی افغانستان کی مشکلات سته، خو مثبت نکات تر منفی ډیر او بارز دي. اوس یو مناسب وخت دی چی امریکا او ملګری یی د افغانستان موجوده حکومت په رسمیت وپیژني. په نړیوال چوکات کی د امارت راوستل د ټولو په ګټه دی. په دغه صورت کی به یو خو افغانستان د سیمی مهم څلور لاری سی، د مرکزي ایشیا څخه به انرجی (غاز، تیل او برق) و جنوبی ایشیا ته او له جنوبی ایشیا څخه به بشری فنی قوه او زراعتي او صنعتی تولیدات مرکزي ایشیا ته ولاړ سي. او دوهم د افغانستان پراخي مهمی طبیعی زیرمی به زموږ، د سیمی او نړیوالو په ګټه راوایستل سی؛ تجارت به رونق پیدا کړي. موجوده افغان حکومت په رسمیت پیژندل او د نړیوالی ټولنی یوه فعاله برخه ګرځول، هم د افغانانو، هم د سیمی هیوادونو او هم د نړیوالو په ګټه دی. والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *