دینې لیکنې

موږ ولې د اندلس تاریخ مطالعه کوو؟ / دریمه برخه

ولې دعوت د لښکر سره تړلی ده ؟ دلته پوښتنه کوونکی پوښتنه کوي، که دغه حاکمان مسلمانانو ته اجازه ورکړي ،

نوم ورکی مجاهد

ولې دعوت د لښکر سره تړلی ده ؟
دلته پوښتنه کوونکی پوښتنه کوي، که دغه حاکمان مسلمانانو ته اجازه ورکړي ، تر څو د هغو هیوادو ته د الله تعالی د لارې د دعوت لپاره لاړ شي، او خلکو ته دعوت ورکړي، بیا خلک خپلې خوښې ته پریږدي ، که هره لاره خپلوي! دلته د مسلمانانو موقف څه دی؟ ولې خلک پرته د لښکر کشي څخه اسلام ته نه دعوت کوي؟ او ولې په دوي په اندلس او روم کې داسې کار ونکړ؟ ایا په اندونیزیا ، مالیزیا او فلیپين کې اسلام د تجارت په واسطه خپور نشو؟
په حقیقت کې په دغو پورته هیوادونو کې چې اسلام د تجارت په واسطه خپور شوی دا یوه استثنا ده ، ځکه که تاریخ ته وګورو ، نو په زیاتو هیوادونو کې اسلام د لښکر کشۍ په واسطه خپور شوی، لکه په فارسی امپراتوري کې چې په هغې کې ایران، عراق ، افغانستان ، پاکستان او د شوروي اتحاد ۱۶ هیوادونه شامل وو، اسلام د لښکر کشۍ جهاد او سختو جنګونو په واسطه خپور شوی دی، همدارنګه د روم دولت او شام په هیواد کې هم اسلام د جهاد په واسطه خپور شوی دی.
د قسطنطینې فتحه هم د چا څخه پټه نده اوهمدارنګه د شرقي اروپا هیوادونه لکه بلغاریا ، رومانیا ، یونان، مجارستان چکوسلواکیا او د استرالیا ځينې برخې یوګوسلاویا،قبرص او مالته د عثماني خلافت په زمانه کې د فی سبیل الله جهاد په واسطه فتحه شول او داسلام مبارک دین پکې خپور شو او تر ډیرې مودې پورې پکې د اسلام مبارک دین ژوندی و، خو د وخت په تیریدو سره پکې اسلام ختم شو.
همدارنګه د افریقا هیوادونه هم د فی سبیل الله جهاد په واسطه فتحه شول او په هغې کې اسلام خپور شو ؛ خو وروسته په استثنايي ډول د اندونیزیا او مالیزیا په هیوادونو کې اسلام د تجارت په واسطه خپور شو؛ ځکه په حقیقت کې هغه بادشاهان چې په خلکو حکومت کوي، هیڅکله مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د هیواد خلکو ته دعوت ورکړي؛ په دې خاطر الله تعالی ( جل جلاله) دا سنت به تر قیامته پورې جاري وي.
ځینې خلک وايي په غرب کې د دعوت لپاره ازادی شته ، یعني مسلمانان کولای شي چې هلته ولاړ شي او خلک د اسلام مبارک دین ته دعوت کړي او مسلمانان په پوره ازادۍ سره دا کار کولای شي، چې امریکا ، انګلستان ، او فرانسې ته ولاړ شي او خلکو ته د اسلام دعوت په پوره ازادۍ سره ورکړي، خو لکه څنګه چې دوی فکر کوي ، په حقیقت کې داسې نه ده ، ځکه غربیانو دغه اجازه په بې خبري سره نه ده ورکړې ، بلکې په پوره باخبري سره هغوي دغه کار کړی دی، ځکه هغوي په دې ښه پوهیږي چې مسلمانان په دغو هیوادونو کې تر اوسه پورې د قدرت هغې درجې ته نه دي رسیدلي ، چې د دغو هیوادونو سیاست تر خپل تاثیر لاندې راولي او هر کله چې غربیان پدې باندې وپوهیدل چې مسلمانان داسې حالت ته رسیدلي دي، چې د نوموړیو هیوادونو په سیاست باندې تاثیر راوړلای شي، نو بیا به هیڅکله دغه ازادۍ چې اوس ېې مسلمانانو ته ورکړې ده باقي پاتې نه شي، په هماغه وخت کې به لمنځه لاړه شي او په خپلو هیوادونو کې به د اسلام دعوت ته هیڅکله هم اجازه ورنکړي ، بلکې په خپل ټول قدرت سره به د هغوي په مقابل کې ودریږي . غربیان د خپلو ممالکو د حدودو څخه بهر ، نورو ممالکو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوي په ملکونو کې دې اسلامي حکومت قایم شي.
د مثال په ډول سوډان چې تقریبأ یو ضعیف هیواد دی، کله چې د دغه هیواد په ځینو ولایاتو کې د اسلامي شریعت د تطبیق اعلان وشو، نو ټوله نړۍ ېې پر ضد راپاڅیده او امریکا چې د غربي هیوادونو په رأس کې واقع ده، د سوډان په خرطوم کې ېې د دواګانو د جوړیدو کارخانه په دې باندې متهمه کړه ، چې پدې کارخانه کې کیمیاوي مواد جوړیږي ، نو پدې بهانه ېې هغه کارخانه بمبار کړه.
همدارنګه د فرانسې هیواد چې یو آزاد او متمدن هیواد دی، په ښکاره ډول په خپل هیواد کې د اسلامي دعوت د مخنیوي کوښښ کوي، ځکه کله چې په دغه هیواد کې وړې نجونې ښوونځی ته په حجاب کې ځي ، نو هغوي ښوونځي ته نه پریږدي او کومې نجونې چې په بې شرمه او بې حیا لباس کې ښوونځي ته ځي د هغوي استقبال کوي او هیڅ مشکل ورته نه وي، چې دا په ښکاره ډول د اسلامي دعوت مخنیوی دی، په داسې حال کې چې ښه پوهیږي چې اسلامي مفکوره د انساني روغ فطرت سره برابره ده او ډېر په اسانۍ سره خپریږي ، نو ځکه ېې د خپریدو څخه مخنیوی کوي؛ چې دغه پیښه ټولو ته معلومه ده.
همدارنګه څو کاله مخکې د امریکا کانګرس په دې لټه کې و ، چې داسې یو قانون په تصویب ورسوي، چې هر څوک د امریکا امنیت ته ضرر ورسوي، بغیر د دلیل څخه هغه ونیسی او قید یې کړي، پداسې حال کې چې دا د همغوي په وړاندې هم یو غیر قانوني امر دی، ځکه کله چې د چا جرم باندې ښکاره دلیل نه وي ، د هغه ازادی باید سلب نشي.
خو داسې دلایل شته چې اشاره کوي، کیدای شي په اینده کې دغه قانون په تصویب شي، تر څو په دې صورت کې دوي وتوانیږي چې د اسلامي دعوت مخه ونیسي او دا کار د امریکا د امنیت لپاره د اخلال سبب وګڼي.
نو دغه ممالک په هیڅ صورت کې ددې اجازه نه ورکوي، چې داعیان لاړ شي او خلک د الله تعالی لارې ته راوبلي، نو پدې خاطر لښکر ته ضرورت پيښیږي، تر څو هغو هیوادونو ته ولاړ شي، جهاد وکړي او هغه هیوادونه تر خپل کنترول او حاکمیت لاندې راوړي، تر څو د اسلام د دعوت لپاره لاره هواره شي. او که چیرته فرض کړو ، چې یو هیواد به مسلمانانو ته اجازه ورکړي، خو د هغې په مقابل کې په زرګونو بې حیا فلمونه او په زرګونو د عیسایت د تبلیغ کتابونه چې په کې لیکل شوي، چې عیسی
( علیه السلام ) خدای دی ( العیاذ بالله ) نشروي او د خلکو د عقایدو د خرابوالي کوښښ کوي، نو په دې صورت کې به اسلامي دعوت څنګه بریالی شي؟ نو پدې خاطر ضروري ده ، تر څو لومړی هغه هیوادونه د لښکر او جهاد په واسطه د مسلمانانو تر کنټرول لاندې راوستل شي او بیا وروسته خلکو ته د اسلام دعوت وشي، نو بیا مؤثر واقع کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *