قاف ترقافــــــــه ځمکه ډکه وه له شـــــره
روګـــــــردان وه ادم زاد درب لـــــــه دره
يــــــــوداعـــــي و،رب راولېږه دنيــــا ته
په کـــــمال کې هزار چند زيات و له لمره
دکريم الـســـــــجـــايا له تجـــــــــلياتو
نوراني شـــو تور جهــــــان تربحـــروبره
واړه اهـــــــل ددنيا دې منــــــت بار دي
تــــوري زلفـــي دې خوشبو دې له عنبره
زکــــــريا درباندي درود اوســـــلام وايـي
اې غمــــــخواره دامــت خيرالبشره (ص)