اقتصاد او رغونه
هلمند کې د اوبو یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
شریعت: د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۶ میلیونو ۹۰۷ زره او ۳۳۵ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولايت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه شبکه د ۴۰ زره لېټره اوبو د زېرمې په لرلو سره د ګرشک ولسوالۍ په پارک کلي کې جوړه شوې، چې پر مټ یې ۳۹۷ کورنیو، یوه ښوونځي، یوې مدرسې او ۵ جوماتونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.