افغانستان

وسپنې پټلۍ له لارې اندخوي سټيشن ته د سوداګریزو مالونو لېږد پیلېږي

د فاریاب ولایت د وسپنې پټلۍ ریاست رییس مولوي عبدالنصیر شیخ زاده له ځايي تجارانو سره اندخوی سټيشن ته د انتقالاتو په لیږد او د یاد سټيشن د فعالیت په اړه ناسته کړې.
په ناسته کې د اقینې بندر اړوند د تجارتي شرکتونو استازو او یو شمیر نورو تجارانو ګډون کړی و، د ناستي ګډونوالو د اندخوی سټیشن په فعالیدلو او هلته د تجارتي مالونو په لیږد خوښي ښودلې او ويلي يي دي، د اندخوی سټیشن فعالیدل به تجاراتو ته لا زیات سهولتونه را منځ ته کړي.
اندخوی سټيشن چې له اقینې بندر څخه تقریبا ۳۰ کیلومتره فاصله لري، په دې وروستیو کې بیارغول شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *