لیکنېمقالی اوتبصرې

پر اغزو مزل!

دا نو سخته ده چې ټول وايي: انسان اړتياوې لري او بيا په رڼو سترګو ګورې چې همدغه ويناوال ستا په حقوقو درخېژي، ستا له ښه سړيتوب ناوړه ګټه اخلي او ته نو يوازې ددې په خاطر ورسره چشم پوشي کوې چې هلته لوی مصلحتونه دي او هغه بايد زيانمن نه شي.

وقایت الله وقار

دا نو سخته ده چې ټول وايي: انسان اړتياوې لري او بيا په رڼو سترګو ګورې چې همدغه ويناوال ستا په حقوقو درخېژي، ستا له ښه سړيتوب ناوړه ګټه اخلي او ته نو يوازې ددې په خاطر ورسره چشم پوشي کوې چې هلته لوی مصلحتونه دي او هغه بايد زيانمن نه شي.

هر انسان خپلې اړتياوې لري او هغوی چې وياړمن مبارزين ېې ګڼو، هم انسانان وو / دي، دا چې ولې په زرګونو کې د ګوتو په شمار ځلا کوي؟ دا نو ددغه اړتياوو په اړه د حوصلې او صبر درس دی، يوه تجربه ده او يو پيغام دی چې په اسانۍ ورته ډېر نه تسليمېږي، مشري او کشري همدغه يوه ټکي کې سره جلا کېږي چې مشر په خپلو غوښتنو د کشر غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي، د ځان کيسه کې نه وي؛ خو د کشر د حقوقو غم ورسره وي او د هغه اړتياوو ته رسېده ګي کوي.

مونږ خو په علمي لحاظ ډېر کوچنيان يو او بيا مو ټولنه دومره وروسته پاتې ده چې که له دې نږدې ګاونډيو سره ېې پرتله کوو؛ نو له زړه به ورته وينې وڅاڅي؛ خو چې زړه زړه وي او لږ احساس ولري، ددغه مزل کمی مو په دې کې هم دی چې مونږ تل د خپلو مصلحينو او مرشدينو مخه نيولې ده، نور قامونه د ژونديو قدر کوي او د مړو لپاره يوازې دعاوې کوي، مګر مونږ د ژونديو په خلاف دعاوې کوو او د مړيو لپاره بيا داسې قدرونه کوو چې که هغه په خپل ژوند ليدلی وی؛ نو له غم او پرېشانۍ به د مرګ تر کومې په اسانۍ رسېدلی نه وی او ځان به ېې جنتي حساب کړی وی.

کورنۍ چې يوه وړه ټولنه ده او د عامې ټولنې لپاره اساس دی، هلته هم د مشرۍ سختي او د کشرۍ اساني ښه کتلای شو، پلار او مور دا شرم نه ګڼي چې خپله دې زوړ لباس واغوندي، سړه دې وخوري، مګر دا ډېر زور ورکوي چې اولاد ېې وږی وي، خيرن وي، د همزولو ترمنځ ټيټ راشي او… دلته چې پلار او مور څومره قرباني ورکوي،  هغوی ته ېې ښه معلومات کېږي چې پلارولۍ او مورولۍ ته رسېدلي وي. کله چې يوه وړه کورنۍ دومره قرباني غواړي؛ نو ټولنه او بيا د ټولنې د نخبه خلکو مشري او له هغوی سره پاتې کېدنه او د هغوی اداره خو تر دې څو چنده زياتې سرښندنې ته  اړتيا لري.

که يو زده کوونکی تر دکتورا کچې پورې زده کړه کوي او زمونږ د هېواد دا نږدې شل کاله علمي مزل په خورا سختو پړاوونو سر ته رسوي، ډېر کله په دې منځ منځ کې له داسې سختو حالاتو سره مخ شي چې ګومان کوي نور نو له علم سره د مخه ښې شېبې راغلې دي او بيا هم «نر» شي او ماته ونه مني؛ دا به ورسره ومنو چې د شاګردۍ دغه مزل سخت دی، له کړاوونو ډک دی او بلاتکليفونه هغه ګاللي دي، ولې کله چې د تدريس، خدمت او ادارې ډګر ته رادانګي؛ نو په يوه مياشت کې به ورته ددې معلومات وشي چې د زده کړې پړاو خو ډېر اسانه وو، سخت پړاو خو دادی، هلته په شاګردۍ کې خو په ټول کال کې دوه ازموينې وې، کله کله به درېيمه ورسره يو ځای شوه؛ مګر دلته دا هره شېبه د ازمېښت ډګر دی او په هره شېبه کې ددې ارزونه ده چې خلک ددې پر ځای چې لږ خو دا خپل ځان هم وتلي، ما تلي او د خپلې تلې او خپلو کاڼو په رڼا کې را باندې حساب کوي.

که زمونږ زده کوونکي لږ ددې شته وضعيت د ادارې بااحساسه وګړو سره کېني او د هغوی د خدمت په وړاندې شته ګواښونه درک کړي؛ نو پوه به شي چې د دوی د ژمي د اوږدو شپو مطالعې او د اوړې د لنډو شپو بې خوبۍ ېې په وړاندې ډېرې کمې دي.

دا يو واقعيت دی چې زمونږ په ټولنه کې د خدمت مخ ته وړل د شګو مزل نه هم سخت دی، دلته په هر ګام کې غرونه غرونه حوصله په کار ده او دا حوصله يوازې د هغه چا په اړه هم ده چې نه پوهېږي او هغوی هم ترې مستثنی نه دي چې پراخه علمونه لري.

زه خو شخصا ددې موافق نه يم چې خلک وايي: ناپوهۍ دا ستونزې جوړې کړې دي. حقيقت دادی چې ناپوهي د ټولو شرونو مور ده، ولې دلته ډېرې ستونزې هغه چا جوړې کړې دي چې ځان پوه او هوښيار ګڼي، دغه ډول خلک نه د خپله د چا د خېر وي او نه بل څوک خېر ته پرېږدي، ددې ډول خلکو بلا مثالونه تاسو په خپل چاپيريال کې کتلای شئ.

مونږ د تاريخ په غېږه کې يو تت قام په همدې يو چې خپله خو د تورې نه يو، که بل توره کوې؛ نو په زړه مو ورته اور بل وي، زمونږ د ټولو دا تصور جوړ شوی چې تر هغې پورې زه عزتمند کېدای نه شم، څو چې مې د بل سپکه کړې نه وي!

عجېبه ده چې يو کس دې امنيتي، اقتصادي، ټولنيزې، کورنۍ او… ستونزې هم ولري او بيا دې زمونږ په څېر په کم ظرفه ټولنه کې واوسېږي، هغه دې په ځان آرام حرام کړي او د خپل قوم مادي او معنوي خدمت ته مخه کړي…دغه خدمت دومره اسانه نه دی او له همدې کبله خو ترې ډېر زر ډېر وګړي په شا کېږي، تر اصلي هدف پورې محدود کسان پاتې کېږي، مونږ بايد په همدغه محدودو وګړو کې راشو، هلته چې امام حسن البناء رحمه الله مونږ ځير کړي يو او همدا ېې راته ويلي چې ورونو، دېته اماده شئ چې تاسو وږي شئ، څو نور ماړه شي، تاسو بې خوبه شئ چې نور آرام وکړي او تاسو مړه شئ چې امت ژوندی شي، مونږ د خپل امت ژوند ته لبيک وايو چې ددې لوی امت په منځ کې زمونږ غيور ملت هم ځای لري، مونږ چې په دغه ملت کې اوسو؛ نو د نورو په اوږو به بار نه يو، خپله مبارزه به وړو او په مادي او معنوي آبادۍ به دا وطن او دا قام ان شاء الله آبادوو، که نور هر څه وايي او که نور مو په هر ډول د مبارزې مخه نيسي، مونږ به توپانونو ته نه درېږو او که له يوې مخې سل په سله باوري يو چې زمونږ په خپله ټولنه کې د پرمختګ مبارزه څه اسانه نه ده، ولې له بل لوري به دا خپل مسؤليت ګڼو، د زهرو هر ګوټ چې په دې لاره کې ورسره مخ کېږو، د شاتو په څېر ګوټ کوو او پر دغه اغزنه لار به داسې مزل کوو، لکه په هر ګام چې راته مټور او څڼيور ځوانان له ګلانو سره ولاړ وي او شاباسی راته وايي.

وبالله التوفيق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *