افغانستان

په ازبيکستان کې د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو

ازبیکستان ته د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې پلاوي د سفر په ترڅ کې، چې مشري یې د ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت کوله، پرون د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان د وسپنې پټلۍ مسؤلینو ترمنځ ګډه ناسته وشوه او په پایله کې یې د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژې د چارو د مخ ته وړلو لپاره ګډ دفتر پرانیستل شو.

د ټرانس د ګډ دفتر د پرانيستې مراسمو کې ازبیکستان ي چارواکو او د افغانستان او پاکستان سفیرانو هم برخه اخیستې وه.

دغه دفتر د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې موقعیت لري او د ۳ واړه هېوادونو استازي به په ګډه د افغان ټرانس پروژې چارې له همدې دفتره همغږي کوي، همداراز په پام کې ده، چې په کابل او اسلام آباد کې هم د دغه پروژې دفترونه پرانیستل شي. په دغه ګډه غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه، چې دوسپنې پټلۍ د لوړ پوړو چارواکو بله غونډه راتلونکې ميلادي میاشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.
په ورته وخت کې د ریلي همکاريو پر پیاوړتیا او د حیرتان – مزارشریف وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو په ډېروالي هم بحث او خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې پر تېرېدو، د منځنۍ آسیا هېوادونه له جنوبي اسیا سره نښلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *