بېلابېلې لیکنې

په مليونونو معتادين او زموږ مسؤليت!

 ليکوال: مولوي رحمت الله حماد
د اسلامي امارت په تیره دوره کې د كوكنارو او چرسو پر کښت د مرحوم امیر المومنين ملا محمد عمر مجاهد له لوري بندیز ولګید او د لومړي ځل لپاره د افغانستان خاوره په بشپړ ډول د نشه یي توکو له کرهڼې پاکه شوه، داسې چې آن یو چا د کور د چاردیوال په احاطه کې هم کوکنار نشوای کرلای… خو کله چې امارت ونړید او اشغال پیل شو، ورسره سم په هیواد کې د كوكنارو او چرسو کرهڼه نه یواځې دا چې له سره پیل شوه، بلکې دومره ډېره شوه چې افغانستان د نشه یي توکو په ستر بازار بدل شو او د نړۍ په سطحه یې لومړی مقام خپل کړ.
که څه هم د شل کلن اشغال تر پايه پوري په دوامدار ډول د نشه یي توکو پر ضد د یرغلګرو عسکرو او د هغوی د لاسپوڅو له لوري کمپاینونه روان وو، په ملیاردونو ډالر مصرف شول او په زرګونو عملیات ترسره شول، خو نه یواځې دا چې نشه یي توکي ورسره ختم نه شول، بلکې ورځ تر بلې زياتيدل، آن تر دې چې افغانستان د نړۍ پرمخ د نشه یي توکو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد و. اصلا د یرغلګرو ټول کړه وړه سرچپه وو، د بيا ودانولو او سولې شعارونه یې ورکول خو د اشغال تر اخري ساعته یې هم د افغانانو له وژلو، بې فته کولو او ربړولو نه لاس وانخیست، د نشه یي توکو پر ضد کمپاین یې هم همداسې نمایشي و، په ښکاره یې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کوله خو په حقیقت کې تر ټولو غټ قاچاقبران یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول همدا اشغالګر وو.
متاسفانه چې هیواد او هیوادوالو ته د كوكنارو او نورو نشه یي موادو یواځې زیان پاتې شو، ګټه یې د اشغال مافیایي کړیو يووړه، د وخت زورواکانو په داخل او خارج کې پرې دنګې_دنګې ودانۍ جوړې کړې، خو موږ ته یې په نتيجه کې لوږه او درې نیم میلیونه معتادین پاتې شول.
د اشغال په شلو کلونو کې د ځوان نسل په نشه یي موادو د روږدي کیدو بازار دومره ګرم شو چې میلیونونه ځوانان پرې اخته شول، د ځینو شمیرو له مخې چې درې میلیونه تر درې نیم میلیونه وګړي په نشه یي توکو روږدي او معتاد شوي دي، آن تر دې پوري چې د کابل په زړه پول سوخته کې زرګونه معتادین اوسیدل. پرته له ډار او ویري د نشه یي توکو کاروبار روان و، تر پول سوخته لاندې د مافیا دغسې واکمني وه چې هيچا هم معتادینو ته برګ لا هم نه شوای کتلای، چې د اشغال تر پايه پوري پل سوخته د هر ډول نشه یي توکو بازار و، چې خريد او فروخت یې ښه په ښکاره روان و.
کله چې پر هیواد د امن څادر وغوړید او اسلامي نظام واکمن شو، نو اسلامي امارت ته له اشغال نه په میراث ډېرې ننګونې پاتې شوې، چې له هغې جملې د ميلونونو معتادینو درمنله او د مخدره موادو مخنیوی و، هیچا فکر نه کاوه چې اسلامي امارت دې د واک په لومړنیو وختونو کې د معتادینو د تداوي کار پیل کړي او یا دې د نشه یي توکو مخه ونیولای شي، خو د اسلامي امارت په اړه د نورو ټولو اټکلونو په څیر دا اټکل هم غلط ثابت شو، اسلامي امارت د واک له پیل سره سم د معتادینو د راټلولو، تداوي کولو او د نشه یي موادو د مخنيوي هڅې پیل کړې، چې لله الحمد ډېره ښه نتيجه ورکړې، د ټول هیواد په سطحه یو جریب ځمکه داسې نشته چې پرې کوکنار کرل شوي وي او نه یې هم کوم څوک ثابتولای شي. امیر المومنين شیخ الحدیث هبت الله اخندازده حفظه الله تیر کال قاطع امر وکړ چې له دې روسته هيچاته اجازه نشته چې کوکنار وكري، مجاهدینو ته هدایات وشول چې د هیواد په هره برخه کې د كوكنارو د کرهڼې مخنیوی وکړئ، د شیخ صاحب دغه فرمان نړۍ حیرانه کړه، ځینو سیاسي مبصرینو همغه مهال دا کار غیر ممکن باله او د تلويزونونو پر سکرینونو به یې ناړې بادولې چې طالبان نشي کولای چې د مخدره موادو د کښت مخنيوی وکړي، خو د دوی ټول اټکلونه غلط ثابت شول، په ټول هیواد کې یې داسې مخه ونیول شوه چې تصور یې نه شوای کیدلای.
د معتادینو راټولول، روغتیایي مرکزونو ته انتقالول او تداوي کول هم وړه خبره نه وه، دا کار خورا ستر اقتصاد، زرګونو ډاکترانو او مجهزو روغتونونو ته اړتیا لري، خو اسلامي امارت سره له دې چې د امکاناتو له اړخه خورا ډېر ضعیف و، اقتصاد یې دومره کمزوری و، چې خپلو سرتیرو یې هم معاش نه لاره، هيچا هم په رسمیت نه پیژندل، حکومتي سستم لا سم نه و جوړ کړی او د نړۍ هیڅ هیواد هم ورسره مرسته نه کوله خو بیا یې هم د واکمنۍ له پیل سره سم د معتادینو په راټولولو او تداوي کولو پیل وکړ، د شیخ صاحب په امر سره د هیواد په ټولو ولایتونو کې د معتادینو د تداوي کولو کمپاین پیل شو، روغتونونه او زندانونه یې د تداوي لپاره ځانګړي شول.
لکه مخکې چې مو وویل د درې میلیونه معتادینو تداوي کول څه وړه خبره نه ده، یواځې په پلازمېنه کابل کې لسګونه زره معتادین شتون لري، خو مجاهدينو یو داسې ابتکار وکړ چې نړۍ یې حیرانه کړه، هيوادوال یې هېښ کړل، د کابل ټول معتادین یې هم ټول کړل، آن د پول سوخته لاندي هغه معتادین چې په شلو کلونو کې یې امریکا + ناټو او + د هغوی لاسپوڅو ونه شوای کولای چې لږ تر لږه له پول سوخته یې وباسي او کوم بل ځای ته یې انتقال کړي، خو مجاهدینو د څو ورځو په دوام کې پول سوخته نه یواځې داچې له معتادینو په بشپړ ډول پاک کړ بلکې د یاد پله ټول معتادین یې چې تر لس زره زیات وو روغتیایي مرکزونو ته انتقال کړل.
تیره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د معتادینو لپاره پنځه زره بستریز روغتیایي مرکز پرانیستل شو.
پل سوخته د معتادینو نړۍ وه، هلته د معتادینو بسته کورنۍ اوسیدلې، ښځې، ماشومان او د لوړ عمر لرونکي خلک پکې وو، پل سوخته د انسانیت پر مخ هغه تور داغ و چې تیر شل کلونه یې هره ورځ په دوامدار ډول د بشر د حقونو د مدعیانو، د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر مخونو او د هغوی پر انسانیت چلیپا راکشوله.
اوسمهال نه یواځې دا چې معتادین د تداوي لپاره راټول کړای شوي دي، بلکې د هغوی ماشومانو ته د زده کړه زمینه هم برابره شوې، ښځينه وو ته یې له نارينه وو معتادینو جدا ځانګړی ځای ټاکل شوی او د ژوند ټول لازم اسباب او اسانتیاوې ورته برابرې شوې دې. د معتادینو درملنې ته اسلامي امارت دومره کلک متعهد دی چې امیر المومنين حفظه الله تازه د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د هیواد ټول معتادین راټول کړي او یو کان ( معدن ) ورته ځانګړی کړي، چې ټول عواید به یې د هغوی پر تداوي او د روغتونونو پر تجهیزاتو مصرفېږي.
هوکې! اسلامي امارت ژمن او متعهد دی چې د ټولو معتادینو درملنه به کوي خو پوهېږئ چې دا کار ډېر سخت دی، موږ ټول باید له خپلو مجاهدینو سره يوځای دې درانه بار ته اوږه ورکړو، د هیواد له ټولو مالداره وګړیو مو هیله ده چې د میلیونونو انسانانو په تداوي کې د مجاهدینو پوره مالي ملاتړ وکړي، د هیواد له ټولو علماوو او منتنفذینو نه مو غوښتنه ده چې د وعظ، نصیحت او بلې هر ممکنې لارې دې خپل مسؤلیت ادا کړي. له هیواد بهر پر مسافرو افغانانو هم غږ کوو چې راځئ د خپلو وروڼو مرسته وکړئ، ستاسو یوڅو ډالر د یو افغان انسان ژوند ژغورلای شي.
د اسلامي نړۍ پر هیوادونو او ټولو مسلمانانو هم غږ کوو چې له اسلامي امارت سره په دې ستر او درانه کار کې مرسته وکړي ترڅو د ميليونونو انسانانو ژوند وژغورلی شي. لکه قران کريم کې چې د يو انسان ژغورل د پوره انسانيت ژغورل ګڼل شوي.
په آخره کې د معتادینو پر کورنیو هم غږ کوو چې د خپلو بچیانو، وروڼو، پلرونو او خپلوانو په درملنه کې مرسته وکړي، داسې ډېر ځله پېښ شوي دي چې یو معتاد په مياشتو_مياشتو په روغتیایي مرکزونو کې ساتل شول وي، د بیت المال بودجه پرې مصرف شوې وي، د تداوي مرحله یې پای ته رسیدلې وې، خو چې کله پریښودل کیږي، د کورنۍ د نه پاملرنې له کبله بیا ځلې په نشه یي موادو روږدی کیږي او معتاد کیږي.
راځئ! کلک هوډ وکړو، یو بل ته لاسونه ورکړو، دا هرڅه ممکن دي، که موږ په دې برخه کې متعهد او متحد واوسو نو نيږدې راتلونکي کې به یو داسې افغانستان ولرو، چې د ټولو معتادینو علاج به پکې شوی وي او هیڅ افغان به د معتاد په حیث نه لرو، دا هرڅه ممکن دي خو هوډ غواړي، ژمنتیا غواړي او اتحاد غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *