افغانستان

ځوانان د هېواد په آبادۍ کې رغنده رول لري

ځوانان په ټولنه کې د ملا د تير حیثیت لري،همداځوانان دي چې په نړۍ کې بدلونونه اوانقلابونه راولي او د ټولنې دپرمختګ سبب ګرځي، د ننګرهار داطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي نورمحمدحنیف د ځوانانو په اړه د شريعت ورځپاڼې خبریال ویلي: په ننګرهار کې الحمدلله د ځوانانو لپاره په تېر یو کال کې په مختلفو برخو کې علمي، فرهنګي، تفریحي او ورزشي پروګرامونه ترسره شوي دي.
په همدې ترتیب د ننګرهار داطلاعاتو اوکلتورریاست له لوري په علمي برخه کې د ځوانانو لپاره د مطالعې د ترویج په موخه لس ګرځنده کتابتونونه او د فکر جوړونې ورکشاپونه جوړ شوي دي.
ښاغلی حنیف وایي داچې د ننګرهار ولسونه یو فرهنګ پاله او علم پروره خلک دي د ځوانانو لپاره مو په زړه پورې مشاعرې لکه نارنج ګل، نرګس ګل،رنګین ماښام او ورته نورې برنامې ترسره کړي او اوس په ۹ ناحیو او ۲۲ ولسوالیو کې د ځوانانو فعالي شورا ګانې لرو،چې د ځوانانو د نظم او انسجام لپاره هره شورا یو مسوول لري او ځوانانو یووالي لپاره کار کوي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري منظمې میاشتنۍ غونډې ترسره کوي او د ځوانانو دعلمي ودې او انسجام په برخه کې کار کوي.
داطلاعاتو او کلتور ریيس زیاته کړه چې دځوانانو په کاري برخه کې له یو شمېر ادارو سره په اړیکه کې یو چې بااستعداده ځوانانو ته دندې پیدا کړو،همدارنګه د اذهانو تنویر او عامه پوهاوي، ترڅنګ ورته د کاروبار، حرفوي زده کړو په اړه ورکشاپونه برابروو.
ښاغلي حنیف وویل،په تېر کال کې مو ځوانانو ته له لسو پوهنتونونو سره په بېلابېلو رشتو کې د تخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړي اومطالعې ته د هڅونې په موخه ګرځنده کتابتونونهجوړ شوي د ژورنالېزم فن،شخصیت جوړونې انګلش کمپیوټر،ریاضي ارواپوهنه او یو شمېر نورو برخو کې تر یو نیم زرو پورې ځوانان له لڼدمهاله او اوږد مهالو زده کړو فارغ کړي.
مولوي حنیف ځوانانو ته په پیغام کې وویل، لله الحمد اوس چې افغانستان کې امنیت تامین شوی، راځئ د دې نعمت شکریه اداء کړو او د هیواد په ابادۍ کې پوره ونډه واخلو او د شته نظام ټینګ ملاتړ وکړو، افغانستان په خپلو مټو جوړ کړو، د پردیو په امید به نور ژوند و نه کړو او نه یې په پوچو تبلیغاتو باور وکړو او د ټولنې ټول قشرونه د هېواد په بیا ودانولو او رغونه کې رغنده ونډه واخلو. سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *