اقتصاد او رغونه
کندهار کي د يوه سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې
شریعت: د کندهار د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د ښار ۱۵ ناحیې په اڅکزو کلاچه سیمه کې د UNOPS موسسې په مرسته پر ۴۴۰ متره سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې دي.
شریعت: د کندهار د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د ښار ۱۵ ناحیې په اڅکزو کلاچه سیمه کې د UNOPS موسسې په مرسته پر ۴۴۰ متره سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې دي.
د کندهار ښاروال حاجي حسن وویل، چې دغه سړک د ۷۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت د UNOPS موسسې له لوري جوړېږي چې په کې د سیمې لسګونو تنو د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.