مقالی اوتبصرې

کوزني قوم ‌پرستان او برني حکومتونه!

دا ډېر وخت کېږي چې د افغانستان د تحولاتو په اړه د کوزنيو پښتنو ملتپالو موقفونه ګورم او تحليلوم يې، هغوی په يوه نظرياتي محاذ ارايۍ کې واقع دي، دغسې موقفونه د کوزنيو ملتپالو په مبارزه کې تاريخي ريښې لري او دوی په خپلو فکري او نظرياتي توپيرونو کې د موقفونو دا جبر منلی دی.
د افغانستان په اړه کوزني ملتپالي پرله پسې په دوو لويو تېروتنو کې روان دي او دې تېروتنو هغوی دلته د ټولمنلتوب پر ځای تل متنازع ساتلي دي:
حکومتي او ولسي اړيکې!
په تاريخي لحاظ کوزنيو نېشنليانو دلته د ملت او ولس په کچه روايات او اړيکې کمې پاللي يوازې پاچاخان په کې داسې و،چې هغه د انګليس پر ضد مبارزه کې دلته په وطن او ولسونو ګرځېده او قومي اړيکې يې پاللې، خو وروسته چې کله د هغه ولسي مبارزه په ګوندي قالب کې ايساره شوه نو هغه هم د ګوندي نظرياتي حدودو پابند شو او دلته يې يوازې په حکومتي راشه درشه اکتفا وکړه.
نېشنليانو د اعليحضرت محمد ظاهرشاه مرحوم په واکمنۍ کې په شاهي پاملرنو کې د ناز ژوند لرلو، دلته يې په کابل کې حوېلۍ وې، په جلال آباد او نورو ولايتونو کې يې ځايونه درلودل، په ننګرهار پوهنتون او خوشحال خان و رحمان بابا په لېسو کې يې د تعليم او تحصيل بندوبست درلود، کله به چې پرې د هغه مهال صوبه سرحد ځمکې تنګې شوې،نو کابل او جلال آباد به يې پناه ځايونه وو او دلته به يې نړۍ ته خپله خبره او دعوه ويله، پر محمد ظاهرشاه باندې چې محمد داوودخان کودتا وکړه؛ دوی په کې سترګې بدلې کړې او د ظاهرشاه د ټولو ښو صله دا شوه چې دوی شاهي پسخندوله او د جمهوريت په خوان کېناستل، داوودخان دوی په لا جديت او شدت وپالل او کابل د دوی د مزاحمتي فعاليتونو او حقونو لوی تربيون وګرځېد.
پر داوودخان کودتا وشوه او تره کی راغی او دوی په کې سره انقلابيان شول، امين کودتا وکړه او دوی په کې امينېسټان شول، د کارمل په کودتا سره دوی تر پرچميانو ډېر پرچميان شول، په پېښور کې به يې په هر دېوال (ببرک-ولي، بهای بهای) شعارونه ليکلي وو، شورويانو ببرک لرې کړ او نجيب ته واګې وسپارلې، په دې ټولو جريانونو کې دوی سرسخته حکومتيان پاتې شول.
نېشنليانو په دې منځ کې هېڅکله حکومتي اړيکې پر ولسي اړيکو د اړولو هڅه ونه کړه، حتی همغه افغانان چې د شورويانو او د هغوی د لاسپوڅو له لاسه خيبر پښتونخوا ته کډه شوي وو؛ دوی لپاره د ولسي اړيکو يو ښه فرصت و خو دوی ورسره د راشه درشې او عزيزولۍ رشته نه ونه شو پاللی، سرچپه يې ورته په کنځلو او سپورو د اجنبيت او دښمنۍ احساس ورکولو. نېشنليان تر دې دمه په همدې خطا کې روان دي او دوی سره له دې چې ځانونه په ملتپالنه کې د جمهوري اقدارو پالونکي بولي خو په همدې جمهوري لاره دوی په ولسي اړيکه کې خوار او زار دي.
نشنليان او اسلاموفوبيا!
د تېروتنو بل لوی مورد دا دی ،چې دوی بيا په همدې حکومتي اړيکه کې هم د دوه ګوني تعامل څښتنان دي، کوم حکومتونه چې پر سکولارېسم باورمند دي او اسلامپاله داعيه ونه لري، د دوی ورسره پخه ياري ده او دوی ورسره شات او شکر دي خو که کله هم واک ته اسلامپالي راغلي نو دوی په کې تل مقابل محاذ نيولی دی.
که دوی وايي چې د اسلامپالو داعيه پر قامي اړيکو نه ده راټوله، نو ولې پخواني چپي حکومتونه انټرناسيونالېستان نه وو څه؟ د ثور په کودتا سره لويو لويو بنسټونو ته خلقي نوم او رنګ ورکول شو، درې رنګه ملي بيرغ پر سره خلقي بيرغ واوښت او تره کي چې د ارګ پر برج خپل ګوندي سور بيرغ پورته کولو، نو همدې قامپرستانو ورته کتل او خلقي ځوانانو او انجونو ورته اتڼونه کول او بيا چې کله تره کي د افغانستان پر اردو غږېده نو د ملي اردو پر ځای به يې ورته خلقي اردو ويله، د مارکس فلسفه پر وطنيت او قوميت نه څرخېده بلکې هغه د نړۍ کارګرانو ته غږېده، دا ټول حقيقتونه د تاريخ په اسنادو او ارشيفونو کې شته.
که دوی ښکته په خيبر پښتونخوا کې له اسلامپالو سره لږ د عزت اړيکه ساتلې او دوی په کې د افغاني مېلمه پالنې ارزښت حداقل پاللې وای نو اسلامپالو به له دوی سره د اجنبيت خوی نه کولی، خو دوی په هر ډګر د اسلامپالو مخالفت کړی او په هره لاره ترې جلا تللي دي.
نېشنلستان پرون هم په سياسي او نظرياتي پاراډوکس کې اخته وو او نن هم، پرون يې هم ويل چې دا جنګ د روس او امريکا دی او نن هم ورته خبره کوي.
خو دوی پرون هم د شورويانو په جبهه کې ولاړ وو او بيا هم په لنډ تېر شوي تحميلي جنګ کې د ناټو په جبهه کې ولاړ وو او چې ناټو لاړه اوس په وسله وال مقاومت کې دلچسپي لري.
کوزني ملتپالي سره له دې چې د داسې قام لپاره مبارزه کوي چې اسلام يې تن وجود دی، خو دوی په دې مبارزه کې ځکه له خپل قامه بېګانه دي چې نظريې يې سره جوختې نه دي، له همدې امله که کابل کې اسلامپالي واک ته راځي نو دوی بيا په کې بېګانه وي او حتی د دښمن په کرښه پټ پټونی کوي.
کوزنيو قومپرستانو ته په کار ده چې د افغانستان په اړه طبيعي و اوسېږي، دوی دې دلته د نظرياتي اړيکو پر ځای ولسي اړيکې ولري، اوس چې واک ا.ا.ا تر لاسه کړی، دوی بايد په افغانستان کې د سولې، زغم او شراکت ارزښتي او اخلاقي رغنده بحثونه او حمايت وکړي، دوی بايد د جنګ د درېدو او افغان ملت د دربدريو د مخنيوي سياست غوره کړي، د جنګ ترخه موږ ليدلې او افغانان نور نه غواړي چې په جنګونو کې يې بچيان تباه شي.

وحيدالله مصلح

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *