نثرونه

مزار!

کور په کور او کلي په کلي به ګرځېدمه او د خدای په نامه به مې څه غوښتل.
چا به یو موټی ناپاکه غله راکړه او چا به سوې ډوډۍ راکوله، ډېرو کورونو به ځواب راکاوه او ځینو به په دروازه کې هم نه پرېښودم.
څو ورځې د یوه او بل له درګاه نه وږی او بېنوا راغلم.
هیچا هیڅ رانکړه، له ټولو خلکو نه مې زړه بد شو، دنیا ته مې په کرکه وکتل، خدای ته مې رجوع وکړه او په دغې کوټنۍ (قبر) کې پرېوتم.
هغه چې زه به یې په دروازه کې چا نه پرېښودم اوس ما ته لاس په نامه ولاړ وي، له ما نه څه غواړوي.
زما په نامه زما کوټنۍ ته هر څه راوړي او د خدای په نامه خوارانو او غریبانو ته سوې مړۍ هم نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close