دینې لیکنېلیکنې

د اخلاص سورت فضایل دریمه برخه

۱۷ ــ عَنْ جابر بن عبدالله قَالَ: قَالَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: ثَلاَثَ مَنْ جَآءَ بِهِنَّ مَعَ الْاِیْمَانِ دَخَلَ مَنْ آیِ أَبْوَابِ الَجْنَّةِ شَآءَ وَزَوَجَ مِنَ الْحُوْرِ الْعیْنِ حَیْثُ شَآءَ، مَنْ عَفَا عنْ قَاتلهِ وَأَدّی دَیْناُ خَفِیاً وَقَرَأَ فِیْ دُبُرٍ کُلَّ صَلَوةً مَکْتُوْبَة عَشْرَ مَرَّاتٍ (قُلْ هْوَ) قَالَ: فَقَالَ ابوبکر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ أَوْ اِحْدَاهُنَّ یَا رَسُوْلَ الله قَالَ: أَوْ اِحْدَاهُنَّ.
(تفسیر ابن کثیر: ۴ / ۵۶۹)
ژباړه: له حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنهما نه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: درې خبرې داسې دي که چا په ایماندارۍ سره بشپړې (اداء) کړې؛ نو هغه چې د جنت له هرې دروازې وغواړي، داخلېدای شي او له کومې حورې سره چې وغواړي جوړه کېدای شي. یوه دا چې قاتل یې وباښه، دویم هغه چې پور یې په پټه سره اداء کړ او دریمه دا چې له هر لمانځه وروسته لس ځلې (قُلْ هْوَ) ولولي. دې کې حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ووېل: که چا له دغو دریو نه په یوه عمل وکړ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: بلې، په یوې خبرې د عمل هم ثواب همدومره دی.
۱۸ ــ عَنْ واثلة بن الاسقع رضي اللهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ یَقُوْلُ: مَنْ صَلَّی صَلَاةَ الصُّبْحِ ثُمَّ قَرَءَ (قُلْ هْوَ) مِائةَ مَرَّةٍ قَبْلَ اَنْ یَتَکّلَّمَ غَفَرَ اللهُ لَهُ ذَنْبَ سَنَةٍ.
(أخرجه ابن السنی فی عمل الیوم واللیلة ص : ۶۳، وکنز العمال، کتاب الاذکار: ۲ / ۶۸ رقم الحدیث ۳۵۴۳)
ژباړه: حضرت واثله بن الاسقع رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم واورېدل: چا چې د سهار لمونځ اداء کړ او له خبرو کولو مخکې یې سل ځله (قُلْ هْوَ) ولوست؛ نو الله جل جلاله به یې د یو کال ګناهونه وبښي.
۱۹ ــ عَنْ سعید بن المسیب رضي اللهُ عَنْهُ یقول ان النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قال: من قرأ (قُلْ هْوَ) عشر مرات بنی الله له قصرا فی الجنة و من قراها عشرین مرة بنی الله له قصرین فی الجنة و من قرأها ثلاثین مرة بنی الله له ثلاثة قصور فی الجنة فقال عمر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اذا نکثر قصورنا، فقال صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: الله أوسع من ذلک.
(تفسیر ابن کثیر: ۴ / ۵۶۸)
ژباړه: حضرت سعید بن مسیب رضي الله عنه وايي: د نبي علیه السلام وینا ده چا چې لس وارې (قل هوَ) ولوست؛ نو جنت کې به یو ستر کور ورته جوړ کړل شي، څوک یې چې شل ځلې ولولي؛ نو جنت کې به دوه کورونه (محلونه) ورته تیار شي او چا چې دېرش وارې تلاوت کړ، دری ماڼۍ به ورته جوړې شي. حضرت عمر رضي الله عنه وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم نو موږ؛ خو به ډېرې ماڼۍ جوړې کړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله سبحانه و تعالی د خورا زیاتې پراخي څښتن دی.
۲۰ ــ عَنْ ابی هریرة رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قال: أَقبلتُ مع النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فسمع رجلاً یقرأ: (قُلْ هْوَ) فقال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وجبت قلت و ما وجبت؟ قال الجنة.
(أخرجه الترمذی، ابواب فضائل القرآن، باب ما جاء فی سورة الاخلاص: ( ۲ / ۱۳۳)
ژباړه: له حضرت ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، وايي زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره راغلم، چې له یوه سړي یې واورېدل، چې هغه (قُلْ هْوَ) لوستلو؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: واجب شو. ما ووېل: څه واجب شو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: جنت واجب شو!
۲۱ ــ عن سهل بن سعد رَضِیَ اللهُ عَنْهُ جاء رجل الی النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وشکا الیه الفقر فقال اذا دخلت بیتک فسلم ان کان فیه أحد وان لم یکن فیه احد فسلم علی نفسک، واقرأ (قُلْ هْوَ) مرة واحدة ففعل الرجل فأدرالله علیه رزقاً حتی أفاض علی جیرانه.
(تفسیر کبیر : ۳۲ / ۱۷۴)
ژباړه: له حضرت سهل بن سعد نه روایت دی، هغه وايي چې: یو سړي د نبي علیه السلام مجلس (خدمت) ته حاضر شو او له خپل فقر او تنګلاسۍ نه یې شکایت وکړ؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ووېل: کله چې کور ته ننوځې؛ نو سلام اچوه، که څوک پکې و، او که نه و په ځان سلام وایه او له هغې وروسته یو وار (قُلْ هْوَ) لوله! هغه سړي په دې عمل وکړ؛ نو الله جل جلاله پر هغه د روزي دروازې راپرانیستې، چې ګاونډيانو ته به یې هم پرېمانه شیان ورکول.
۲۲ ــ عن جریر بن عبدالله قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: من قرأ (قُلْ هْوَ) حین یدخل منزله، نفت الفقر عن أهل ذلک المنزل والجیران.
(المعجم الکبیر: ۲ / ۳۴۰)
ژباړه: له جریر بن عبدالله نه روایت دی، هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا چې خپل کور ته د ننوتو پر مهال (قُلْ هْوَ) ولوست؛ نو خپله د کور څښتن او چم ګاونډ نه به یې غریبي ختمه شي.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *