مقالی اوتبصرې

د رسمیت پېژندلو څرک!

د دوحې د غونډې اصلي محور افغانستان او په افغانستان کې له مرکزي حکومت سره تعامل او د سیمې او نړۍ سره اړیکې او افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا د ټرانزېټ په مرکز بدلول او په دې برخه کې د نړۍ لېوالتیا دا هغه څه دي چې په دوحه کې ورباندي ژور بحث وشو.
خو تر ټولو چې په کې مهم دی، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل دي، چې په کې د ډېرو هېوادونو لکه غربي هیوادونه او د سیمې هېوادونه لا په دې کړکېچڼه مسئله کې په یوه خوله نه وه او نه دي.
خو د سیمي د هېوادونو د رسمیت پېژندني اټکل ځکه کوو چې د دوحې په غونډه کې د سیمې هېوادونو دا وښودله چې هر څوک پوه او کار یې پوه شو چې اسلامي امارت څرنګه او څه وخت په رسمیت پېژني، دا یو ډاډ دی چې اټکل کولای شو چې چین به لومړۍ هېواد شي چې مرکزي حکومت به په رسمیت وپېژني.
ځکه د سیمې له قوي هېوادونو یو چین هم دی.
افغانستان د آسیا زړه او د سیمې د ټرانزېټ او تجارت خط سیر دی، چې له دې امله دا یو ستر ستراتيژیک موقعیت هم بلل کېږي.
افغانستان په داسې حالت کې پرېښودل خودي د سیمې او ګاونډي هېوادونو په ګټه نه دي، دا حالت پر سیمه ژور اغېز لري.
او بل په نوي نړيوال نظم کې هم افغانستان یو د ستراتېژیک هېوادونو څخه دي چې اغېزناک رول لوبولای شي.
د افغانستان اوسني سیاسي حالاتو او له اوسني حکومت سره تعامل د نړۍ پاملرنه افغانستان ته ډېره کړې او نړۍ د اسلامي امارت سره په تعامل کې دوه زړه ده، هم غواړي چې پراخ تعامل ورسره ولري چې په دې سره یې هغه ستراتېژیک مفاد له لاسه وځي او هم ورسره اړيکه نه شي قطعه کولای چې دا بیا پر سیمه او نړۍ ژور اغېز لري.
نو ځکه ټول د سیمې هیوادونو او نړۍ د افغانستان په مسئله کې سردرګومه ده، چې د نړۍ دا حالت د افغانستان په ګټه دي، باید ترې قوي استفاده وشي.

حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *