ټولنه اوکلتور

د ناوه پاس سوداګریزه لاره دې خلاصه شي

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ناوه پاس لویه لاره، چې له ډېرو کلونو راهيسې تړل شوې، چې د دواړه لوریو پاکستان او افغانستان د ټرانزیټ لپاره مهمه بلل کېږي خلک یې د پرانېستو غوښتنه کوي.
دغه لارې د ډیورنډ فرضي کرښې سلامتې کورنۍ له یو بله جلا کړي، چې له ډېرو کلونو راهیسې د یو بل سره لیدل کتل نه شي کولای، چې له هغې خوا باجوړ او افغان غاړې ته يې د کونړ د ځينو ولسوالیو خلک پراته دي.
د کونړ اوسېدونکی محمد اسحاق، چې د عمر ډېره برخه یې په ناوګۍ کې تېره کړې وایي، کلونه وشول چې باجوړ کې يې له خپلو خپلوانو سره ليده کاته نه دي شوي.
اسحاق هیله لري، که چېرې د ناوه پاس لاره خلاصه شي نو دا آرمان به يې پوره او لکه د ده په څېر به ګڼ شمېر خلک خپلو خپلوانو کره تله راتله پيل کړي.
اسحاق وايي: (( کلونه وشول دغه لاره تړل شوې، هلته زموږ خپلوان دي، عزیزان دي چې په غم او ښادۍ کې د یو بل سره شرکت نه شو کولای، مشران له ډېر وخته د دغه لارې پر خلاصون اخته دي او تر اوسه یې خبرو ښه نتیجه هم ورکړې، له دواړو حکومتونو غواړو چې ژر دغه لاره خلاصه کړي هغومره به اسانتیاوې او سهولت زموږ لپاره رامنځته شي. ځکه موږ به په سپین بولدک راتاوېدو چې څو سوه کیلومتره لاره کېږي.))
که څه هم ویل کېدل چې له کوچني اختر وروسته به د ناوه پاس لاره پرانیستل شي؛ خو تر اوسه د پاکستان او افغانستان حکومت په دې اړه واضح دلیل نه دی وړاندې کړی.
د دغه لارې د پرانیستو په اړه له اختره څو ورځې وړاندې د کونړ او باجوړ قومي مشرانو په ناوه پاس کې جرګه کړې وه او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې وه، چې ژر تر ژره دې دغه لاره خلاصه شي.
په دغه جرګه کې د پاکستان له لوري یو شمېر استازي او د افغان حکومت استازي هم ګډونوال و.
د دغه جرګي مشري د باجوړ اړوند د ناوه ګۍ سیمې قومي مشر شیخ جهانزاده کوله او په ټېنګار سره يې ویلي، چې ناوه پاس لارې بندېدلو ډېرې کورنۍ سره بېلي کړي او د ولسونو ترمنځ ګډې رشتې يې له کلونو راهېسې لرې ساتلې دي.
شيخ جهانزاده ویلي وو: (( دغه تاريخي لاره چې کونړ او باجوړ سره وصلوي، موږ د دواړو اړخونو مشران دا څوم ځل دی چې جرګه کېږو ترڅو دغه لاره ژر تر ژره د ولسونو پرمخ دواړه حکومتونه پرانېزي. د دې لارې دوامداره بندېدو ولسونو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي او ان شاءالله له اختر وروسته به د دواړو خواوو ولسونو ته په دې اړه د خوشالۍ خبر ولرو.))
هغه زیاته کړې، چې په جرګه کې د باجوړ قومي مشرانو هم برخه لرله چې ټېنګار یې د دغه لارې په پرانیستو و.
قومي مشرانو ویلي، د دې لارې بندېدو په لویه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې او له بل لوري يې د ولسونو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې را ولاړې کړې، چې لویه هغه يې د کورنیو جلا والی دی.
د دغه لارې په اړه څه وخت مخکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي ویلي و، چې افغان حکومت د ناوه پاس بندر پر پرانيستو ټینګار کوي، ترڅو دغه لاره په ټرانزیټي لاره بدله کړي.
دغه لاره چې کونړ له باجوړ او پېښور سره نښلوي د دواړو لوریو لپاره د ټرانزیټ مهمه لاره بلل کېږي، چې واړه بار وړونکي موټر په کې په سهولت سره تګ راتګ کولای شي.

پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *