
ثاقب خپلواک
زه د عشق درسونه وایمه، د مینې مدرسه کې
ستا د حُسن کتاب ګورمه، د خیال په حجره کې
د فراق ستړی سفر دی، د هجران تندې اخیستی
یو لار ورکی مسافر یم، د ارمان په جزیره کې
ته سالک یې ته مې پیر یې، ستا مسلک مې پېروي ده
چې له سترګو دي پناه شمه، پناه دې سلسله کې
بیا به سترګې کړم د مینې ښخې سترګو کې د مینې
که زما د مینې لمر شولو غوټه دې فلسفه کې
هغه سپینې زرزري وړانګې تر عرشه غزېدلې
چې شبخېز په الاهو سر وي په توره نیمه شپه کې
دا د کوم اثر مستي ده؟ په دې سوي تور وجود کې
چې یې ځان لقاء ته وړاندې کړ، د سر په نذرانه کې
غم دي غلې زما په خیال کې، خیال دي ساتم په دې حال کې
چې اروا نه وي ثاقبه! ستا په دې خیالي تنه کې