لیکنېمقالی اوتبصرې

له اسلامي امارت سره پرته له تعامله بله لارنشته !

په قطر کې د افغانستان په تړاو د بندو دروازو تر شا د تر سره شوې غونډې تالار ته خبریالان نه دي ور پرېښودل شوي، خو انتوني ګوتېرېش د غونډې په پای کې دا خبره کړې چې نړیوال، د سیمې هیوادونه او نړیوال مهم بنسټونه پر دې یوه خوله دي چې افغانستان سره به ښکېل پاتې شي.
همدا راز د ملګرو ملتونو له لوري ویل شوي چې دوی به افغانستان کې پاتې کېږي او هلته به خپلو مرستو رسولو ته دوام ورکوي، چې په دې هکله یې له نړیوالو د کابو ۵ میلیارد ډالرو مرسته هم غوښتې ده.
دا چې خبریالان دې مهمې غونډې ته نه دي ور پرېښودل شوي او ډېر جزئیات لا هم نه دي رسنیز شوي، امکان لري چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه به هم خبرې شوې وي، ځکه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد لا د مخه ویلي وو، چې دا غونډه د رسمیت پېژندنې په اړه جوړېږي، خو خاشه یې ځکه پرې واچوله چې دغو څرګندونو هغه مهال د یو شمېر هیوادونو غبرګونونه را وپارول.
زما په اند ښایي په دې مهمه غونډه کې د هغو هیوادونو ذهنسازي هم شوې وي چې د رسمیت پېژندنې په تړاو یې سخت دریځ نیولی و، ممکن دوی ته ویل شوي وي چې له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لاره او بل آفشن نه تر سترګو کېږي.
د یادونې وړ ده چې انتوني ګوتېرېش د غونډې په پای کې دا هم ویلي، چې راتلونکي کې به هم ورته غونډې جوړې شي، له دغو خبرو یې مالومېږي چې ددوحې د تړون په څېر به نړیوال ښایي په تدریجي او سیستماتیک ډول د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
هېره دې نه وي چې انتوني ګوتېرېش د یوې پوښتنې ((چې طالبان ولې دې غونډې ته نه دي بلل شوي؟)) په ځواب کې ویلي، په دې غونډه کې اوس د دوی شتون ته اړتیا نه وه او که په راتلونکي کې ورته اړتیا پیدا شوه را وبه یې غواړي، د نوموړي له دې ځوابه دا څرګندېږي، چې د وخت په تېرېدو سره به طالبانو ته هم ځای ورکړل شي، دا په دې معنا چې هر څه او هر تصمیم په لومړۍ غونډه او لومړي پړاو کې نشي
نیول کېدای.

حمزه حسیني

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *